کله چې نوی دولت رامنځته شي او له دغه دولت سره نور دولتونه سياسي اړيکې ټينګې کړي، د يو او بل په خاوره کې سفارتونه پرانېزي، له يو او بل سره تړونونه لاسليک کړي او د اعلاميې نظريې پر بنسټ دا ومني چې دغه نوی رامنځته شوی دولت يې په رسميت پېژندلی، همدغې مرحلې او اړيکو ته رسميت پېژندنه ويل کېږي.
په نړيواله سطحه په ۱۹۳۳ز. کال د ډسمبر د مياشتې پر ۲۶مه نېټه د دولتونو د حقوقو او دندو په اړه د مونټو ويډيو کنوانسيون (Montevideo Convention on the Rights and Duties of States) رامنځته شوی، چې دا کنوانسيون له يوې خوا د دولتونو حقوق او دندې بيانوي، خو له بلې خوا د دولتونو د رسميت پېژندنې لپاره يو حقوقي چوکاټ هم ترسيموي. د دې کنوانسيون په درېيمه، شپږمه او اوومه ماده کې د دولتونو د رسميت پېژندنې معيارونه روښانه شوي دي، چې هغه د خاورې، نفوس، حکومت او حاکميت درلودل دي. کله چې يو دولت په رسميت پېژندل کېږي، نو معنی يې دا ده چې هغه دولت سره د ټولو متشکله عناصرو په رسميت پېژني، يعنې د هغه دولت قلمرو، نفوس، حاکميت او حکومت په رسميت پېژني.
د حکومت او دولت رسميت پېژندنه بايد سره ګډه نه شي ځکه دواړه جلا مفاهيم دي. د دولت رسميت پېژندنه کېدای شي يوازې د يو ځل لپاره ترسره شي او هغه هم هغه مهال کله چې يو نوی دولت رامنځته کېږي او د دولت د رسميت پېژندنې سره يوځای د حکومت رسميت پېژندنه هم ترسره کېږي، خو ځينې وخت د رسميت پېژندل شوي دولت په جغرافيه کې داسې حکومتونه رامنځته کېږي چې نور دولتونه د هغوي پاليسيو ته په کتو رسميت پېژندنې ته اقدام کوي، نو کېدای شي دا ډول رسميت پېژندنه کله زر ترسره شي او کله هم وخت په بر کې ونيسي. دا بيا هغه حالت دی چې د نړيوالې ټولنې غړي دولتونه بيا د هغې د رسميت پېژندنې لپاره له سره اقدام کوي او د هغې په رسميت پېژندلو او يا نه پېژندلو لپاره خپل دريځ روښانه کوي او که د حکومتونو بدلون د انقلابي شرايطو تابع نه وي، نو دا ډول حکومتونه بيا ځلي رسميت پېژندنې ته ا ړتيا نه لري، په دې معنی چې که يو حکومت په رسميت پېژندل شوي دولت د اساسي قانون په رڼا کې په اصولي او قانوني ډول رامنځته شي، نو د هغه حکومت بياځلي رسمیت پېژندنې ته اړتيا نشته، ځکه هغه يو ځل په رسميت پېژندل شوی او د نوي حکومت منځته راتګ هم قانوني اړخ لري، خو که يو نوی حکومت د اساسي قانون خلاف رامنځته شي، نو بياځلي رسمیت پېژندنې ته اړتيا لري. د ااا هم د پخواني جمهوري اساسي قانون خلاف رامنځته شوی دی، ځکه د تېر جمهوري نظام د اساسي قانون له مخې يو نوی حکومت باید د ټاکنو له لارې رامنځته شي چې ااا د ټاکنو له لارې نه دی رامنځته شوی، نو اوس اړتيا ده چې هغه په رسميت وپېژندل شي.
د حکومت د رسميت پېژندنې حقوقي چوکاټ
د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره په بين المللي حقوقو کې معلوم او ټاکل شوی حقوقي چوکاټ نشته، يعنې بين المللي حقوق د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره قواعد او شرايط نه لري، بلکې دا يوه سياسي پروسه ده چې تر ډېره د هېوادونو ګټو پورې تړلې ده. يعنې کله چې يو نوی حکومت رامنځته شي، نو نور دولتونه په دغه نوي حکومت کې خپلې ګټې ګوري، که يې ګټې په کې خوندي کېدې، نو کېدای شي په رسميت يې وپېژني او که په رسميت نه پېژندلو کې يې ګټې وې، نو کېدای شي تر هغې يې په رسميت ونه پېژني تر څو يې چې خپلې ګټې په کې خوندې کړې نه وي.
سره له دې چې په نړيواله سطحه د حکومتونو د رسميت پېژندنې لپاره ټاکلي شرايط نشته، خو له دې سره بيا هم ځينې علماوو او پوهانو د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره نظريات وړاندې کړي دي چې دې ته موږ د حکومت د رسميت پېژندنې دکتورين وايو چې په لاندې ډول دي:
۱: توبار دکتورين (TOBAR DOCTRINE)
دغه دکتورين په ۱۹۰۷ز. کال کې د کارلوز توبار له خوا چې د ايکوادور د بهرنيو چارو وزير و رامنځته شول. دا دکتورين وايي: « No Recognition for Unconstitutional Governments» يعنې يو نوي منځته راغلی حکومت بايد هغه وخت د نورو دولتونو له خوا په رسميت وپېژندل شي کله چې هغه په قانوني بڼه په ځانګړي ډول د نافذ اساسي قانون پر بنسټ رامنځته شوی وي.
۲: بېټن کورټ دکتورين (BETANCOURT DOCTRINE)
دغه دکتورين په ۱۹۵۹ز. کال کې رامنځته شوي دي، دا دکتورين وايي: «No Recognition for Military Rules» يعنې هغه حکومتونه چې د نظامي کودتاه له لارې منځته راغلي بايد په رسميت ونه پېژندل شي.
۳- سټېمسن دکتورين (STIMSON DOCTRINE)
دا دکتورين د امريکايي سټېمسن له خوا په ۱۹۳۲ز. کال کې رامنځته شوي دي، دا دکتورين وايي: کله چې يو حکومت د زور له لارې د بل دولت خاوره له ځان سره يوځای کړي او هغه د خپل دولت برخه وګرځوي، نو په داسې حالت کې بايد نور دولتونه دغه حکومت په رسميت ونه پېژني.
۴: ايسټراډه دکتورين (ESTRADA DOCTRINE)
دغه دکتورين د ميکسيکو د بهرنيو چارو وزير جينارو ايسټراډه له خوا په ۱۹۳۰ز. کال کې رامنځته شو. دا دکتورين وايي: چې کله يو نوي حکومت رامنځته کېږي، نو نور دولتونه بايد د هغې رسميت پېژندنه د خپل مثبت يا منفي قضاوت پر بنياد ونکړي ځکه دا د هغه دولت د حاکميت د اصل ماتول او د هغوي په داخلي چارو کې لاسوهنه ده، بلکې د رسميت پېژندنې لپاره بايد د نړيوالو حقوقو دوه اصله په نظر کې ونيول شي: يو په پريکړو کې د حکومت خپلواکي ( Self-determination) او دويم د هغه حکومت له خوا د نورو دولتونو په داخلي چارو کې نه لاسوهنه(Non-intervention)، يعنې د دې دکتورينو پر بنسټ که د يو رسميت پېژندل شوي دولت په داخل کې داسې حکومت رامنځته شي چې هغه په خپلو پريکړو کې خپلواک وي او د نورو دولتونو په داخلو چارو کې لاسوهنه نه کوي، نو هغه بايد په رسميت وپېژندل شي.
پورتني څلور واړه دوکتورين د بين المللي حقوقو د پوهانو شخصي نظريات دي او کومه الزامي جنبه نه لري، خو بيا هم ااا کولای شي د ايسټراډه دکتورين پر بنسټ د رسميت پېژندنې غوښتنه وکړي. دا چې د حکومت رسميت پېژندنه يوه سياسي پروسه ده او کوم حقوقي چوکاټ نه لري، نو پر همدې بنسټ روسيې هم د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو په موخه ااا په رسميت پېژندلی دی.
مأخذونه
1- Montevideo Convention on the Rights and Duties of States, Dec 26, 1933.
2- Doctrines for state recognition of government, eBooksheir.org, Access link: Doctrines for state recognition of government | eBook (sheir.org)
3- Estrada Doctrine, sensagent dictionary, Access link: Estrada Doctrine : definition of Estrada Doctrine and synonyms of Estrada Doctrine (English) (sensagent.com)