غزل

2020-09-21

د پتــــنـــګ غـــــونـــــدې نــــه شـــــوریــــم نـــه پــر یادیم

د هر چا چراغ چـــې بــــل شــــــی زه پــــــرې ښـــــادیــــــم

اه ځــــګیروي د مظــــلــــومــــانــــو پـــــه کــــې ټــول دي

تنــــــګ ګــــــوګل یم د غــــمــــــونـــــو درد ابـــــاد یـــــم

غــــاښ ئــــې مـــات شـــــه چــې به خوري د یتیم غوښې

ډیـــــر خـــــواشینـــــی د ګــــرګــــــرو پـــــــه بیـــــــداد یم

د ابلــیس چاری مــــــې نه زده خــــــدای شـــــاهــــــد دی

مخـــــالــــف ډېـــــر د فــــتنــــــو او دفــــســــــــاد یــــــــــم

زمـــــــا پــــــه ژبـــــــه ئــــــــې مــُهرونـــــه دي وهــــلـــــــی

هـــــسی ګــــونـــــګ پــــه نـــیــــرنـــــګــــونــو د صیاد یم

دا ځل پریوتــــم پـــــه هســــــې لـــــــوی زنــــــدان کــــــې

ټول جهان ته ئـــــــې ښــــــکاره کـــــړم چــــی « ازاد » یم

لاس مې غوڅ شه که ئې ور کـــــړمــــــــه پـــــــردی تــــــه

د پــــــــردو پـــــه ابــــــادی کـــــې زه بــــــربـــــــاد یــــــــــم

پـــــردیسي مــــــې شوه پـــــنجـــــره وزرمــــــې مات دی

منـــــتـــظـــــر دې داحــــــــوال پـــــــه لاس د بــــــادیـــــــم

پـــــــه ارمــــــان د اتـــــفـــــاق ئــــــې ګـــــــورتـــــــــــه لاړم

زه خپه « خوشحال » پښتونه چـــــاتــــــه یــــــــادیـــــــم؟

بې له مینې ئې په هیــــــڅ شـــــــی نــــــه پــــــو هـــیـــــږم

« ننګ » ســـــــاده غـــــونــــدې بــــچی د خپل هیواد یم

جنوری ۲۰۰۶