غزل

2020-09-21

ښکــــاري چې خــــــوبــــونه مې اوبو یوړل

څه خواږه وختونه مې اوبـــــــــــو یــــــــوړل

مینه وه  مستي وه دسیند غـــــــــــــــاړه وه

شګې اوکـــورونـــه مې اوبـــــــو یــــــــوړل

ډوب کړمه داوښــــــکو لیـــــــونــي توپان

څیرې ګریوانونه مې اوبــــــــــو یــــــــــوړل

اخلي تور مـــــــاښــــــــام دمازیګر سلګۍ

ښکلي ګــــــــودرونــــه مې اوبـــــو یـــــوړل

لاړم داغیـــــــار په خــــولـــــه  سُراب پسې

سره اوشنه باغونه  مـــــې اوبـــــو یــــــوړل

یـــــــاره انتظار مـــــــــې ځوانــــــــي وخوړه

میـــــــاشتې او کلونه مې اوبـــــو یــــــوړل

ډک دمیــــــــنې زړه مـــې شو ټو ټې ټو ټې

څومره ارمانـــــــــونه مــــــــې اوبــــــو یوړل

مـــــخ دې مســـلمان ز لـــــــفو کــافر کړمه

دواړه جـــــــــهانونه مــــــې اوبـــــو یـــــوړل

راغــــــــله پـــــه ســپرلي کې دخزان سېلۍ

ځــــــــــوان زلمي ګــــلونــــه مې اوبو یوړل

ما چــــــــــې کړل  ازاد  ماتــــه غــلام وايي

څــــــه وکـــــړم جنګونه مې اوبـــــو یـــوړل

غـــــم مــــــې دجـــــانــان پـــه زړه رانـــنوت

ښــــــه شـــــــو نور غمـــــونه مې اوبو یوړل

« ننګ » ژاړم په حـال دوران ویجاړ وطن

بې بهــــــــا ګنجـــــــونــه مې اوبـــــــو یوړل

اکتوبر  ۲۰۰۶