غزل

2020-09-21

بیا د مینــــې پــــه میـــدان کې دوصال لاسونه پرې دي

بیا ئې کوم میـــــن وژلــــی د بیلتون منګولې سرې دي

هر ساعت راته ســـــل واره، کــــله ورځ او کـله شپه شي

دائې زلفې له مخ لرې که پــــه مخ زلـــــفی خـــــورې دي

الف ستا قد را په یاد کـــــــړي ب پیـــلتون راته بلا شی

بیا د عشـــــق پـــــه مـدرسه کې رانه هیرې سیپارې دي

خدایه ته ئـــــــــې ســــــــزا ورکـړی عاشقان یې زورولي

یو غماز بل یې بیلتون دی د شیـــطان سره چې درې دي

سمندر پکې اوسیږي پتنـــــــګ ګـــــرد تــرینه ځاریږي

مینـــــه اور دی میـــــنه اور دی انګـــــارونـه شرارې دي

مــــا وې پــــورتـــه به د خولې نه دزخمي زړګي ټپه کړم

رقــــیــــب ایښـــــې دوه طــــرفـــه  پــه مرۍ راته ارې دي

ما پــه خپـــل کور کـې غل بولي آجنبیان په کې ښاغلي

لـــه دې حالــــه نجات راکړي خدایه تا ته مي اسرې دي

د امیــــد حــــاصل مـې لوټ شو دزړګي په کرونده کې

غلیـــم وړې تــــرې دانــــې دي مــــاته پاتی سوارې دي

ما خا پوړې پکې کړي بــابا ګـــــان مـــې پکې خښ دي

مــــا تــــه غــــوره د فـــردوس نه دوطن خاورې ایرې دي

چې روح مړ دازادئ شـي ژوندون څه دی مرګې څه دی

فرق ئې څــــه دی که ښارونه که بـــانــډې که هدیرې دي

هیرې نه کړی ای شیین سترګیه اهریمن سره په جنګ کې

موږ پـــه ســـرو وینــو ساتلي او چـــــــت غرونه که درې دي

په ډ ز زوی شي په ډزلوی شي په ډز مري دائې دستور دی

د میــــونـــد تـــاریـــخ تــــه ګـوره که خیبر که تا ترې دي

تــــل میــــدان د ستـرې لوبې زما خوار غریب وطن دی

کله شـــرق او کلــــه غــــرب دی دوز لوبــــې نندارې دي

ددښـــمــــن د ســــر لپــــاره بیــــکاره پــڅې چوړکۍ دي

خــــو دورور د مـــرګ لپــــاره د پښتون تورې تیرې دي

ســـر راپورته کـــړه احمده! ستا په لوی وطن څه وشول

اتفــــاق پښتـــــون کې نشته مات ئې ډول او نغارې دي

د ښـــکلا قــــاتــــلان راغلل دوحشت چړی په لاس کې

کــــوم سیـــلاب دی چا وژلې؟ چی دوینو شر شرې دي

دا بــــاران او چـــینـــی نه دي چې اوریږي چې خو ټیږي

د سیـــلاب داوښکو رود دې د سیلاب دزړه قطرې دي

تـــخیـــــل کلــــه ځــــائیــــږي داوزانــــو پـــــه قالب کې

د شـــاعــــر لـــه وینـــــو جــــوړی د کـــلام ذرې ذرې دي

یـــــو دزړه پــــه وینــو ځوان کړو بل داوښکو رڼا ورکړه

دپښتـــــو غزل یې لوړ کړو ( جهاني ) ئـــــې منارې دي

دادب د بـــــڼ پـــــه منـــــځ کې د مرګی خزان راپریووت

نــه (امیر) او نــــه ( امان ) شته د بلبل نارې سورې دي

بـــــس ډالــــۍ د عــقیدت ده د شهید سیلاب حضورته

نــــه مقام او نه غـــزل دی « ننګ  » ویلې څو مصرې دي

8/2004

دنمارک