غزل

2020-09-21

کــــــرم ګلـــــونه دغــــزل په ځمکه

دتورو سترګو تور اوربل په ځمکه

دزلفو وریځې یې  دمخ په اسمـــان

لکه سپوږمۍ چې کړي مزل په ځمکه

دیار دسترګو نه رنګ اخیستی

ځکه رنګ تور شو دکجل په ځمکه

چې ئې دمخ په لمبو تور لوګی شو

دايې اوربل دی ، که اوربل په ځمکه

زلفې زندۍ خنجر  دوروځو پاسبان

نصیب راپیښ کړم  دآجل په ځمکه

په رڼا ورځ ئې اوښان بار دزړونو

حسُن ئې هسې مغرور غل په ځمکه

ګل به داستا په شانې نه کړي پیدا

سپرلی  که څو وهي منزل په ځمکه

شمې له شرم نه خولې  توئې کړې

چې ته ښکاره شوې دمحفل په ځمکه

په سرو سکروټو ستا کوڅې ته درځم

رقیبان داغي راته پل په ځــــــــمکه

چې ټول جهان شي په سجده دافغان

خدایه پیداکړې یو اتل په ځمکه

لیک په یو نوم راته مرګی اوژوندون

له ســره تیـــــر یــــــــو دآ زل په ځمکه

ښائي  پښتون زلمی به ناست وي پکې

سرورکي خو نه مو رچـــــــل په ځــــمکه

زلمو په « ننګ » بیا سترګې تورې کړلې

دښمن یې کړلې دی یرغل په ځمکه

03/  12   / 01

دنمارک