غزل

2020-09-21

لمر چه لگېږي سبــــــــائــي د سپینې واوري په مخ

ټیک را خورې کړې هسې وړانگې د نگاري په مخ

تورو تیارو کې گرځیدم رڼـــــــــا مې سترگې يوړې

له سپین رخسار ئې زلفې پورته کړې یو واورې په مخ

که د کنعان په لاره پیښ شوي قـــــــــــدم ورو لگوه

هر قدم ایښې زلیخا سترگې د لارې پـــــــــــه مــــــــخ

په ډیرو اوښکو یې ښوره کړه کرونــــده د زړګــــــــي

اوس دامید حاصل ته ناست یم د شودیارې په مخ

نورمې د صبر سترگو وسپړل گلونــــــــه اشــــــــــنـا

راځه وطن ته که مین ئې که مې یارئې پـــه مـــــــــخ

ټوله حیا ټوله وفا ده پښتنه ده پــــــــــیــــــــــغـــــــلــه

ترینه قربان شه هزار تُرکې او تا تاری پـــه مــــــــــخ

ننگ د کاږه وربل شمال کړم هسې چُور لــــــیــونې

عقل په یو مخ رانه وړې دي هوښیارې پـــــــــه مـــخ

۰۱ / ۰۲ / ۲۰۰۵