دکلي ګودر

2020-09-21

زه دغره له هسکې څوکې

واټنونه لرې لرې

دخپل وران کلي ګودر ته

په لندو سترګو ورګورم

خوږ اثر دلیونتوب دی

راکوي نوې خبرې

زنګوي زما خیالونه

دژوندون په نوي ټال

راکوي راته ولچکې

زولنې دیار دزلفو

او نظر مې تږی تږی

داوږدو اوږدو کلونو

رانه غواړي په دې آن کې

دګودر په مخ دنجونو

دمنګو شنه قطارونه

آی سوری سوری زړګیه

نن له دې غره ورګوره

۷  / ۵  / ۱۹۹۳