غزل

2020-09-21

ولیکه دمینې لیوني خیــــالــــــونـــــه ولـــــیکــــه

کور کې دزړګي مې دلیلا غمــــــونـــــــه ولـــیـــکه

دابې عقله اوښکې په سینه کې خوشحالي ګوري

حال مې نمایان کړه داشنا ظلمـــــونــــــه ولیکــــه

نه لرم خوښي په دې غمګینه دنیا ګــــې کــې زه

نن مې په کاغذ دژوند تفصیل اهونــه ولیـــــکه

ژوند لمبه لمبه شو دوصال په سپینو هیلو کې

پټ مې په زړګي کې دخال څو داغونه ولیکــــه

نه ورځم هوس ته زه ، بندي دچا دمیـــنــــې یـــم

تورو اوږدو شپوکې دهجران خوندونــه ولیکه

ولیکه قلــــمـــــه د « اســـــــــد » دژوندانه قصه

سره دزړه پــــه وینـــــو داشنــــا لاســـونه ولیکه

۲۹ / ۲ / ۱۳۶۲

ننګرهار