غزل

2020-09-21

يو پړک کتو پسې دې ټوله شپه لويده ستوري 
د سمندر په غاړو اوس هم دي پراته ستوري

ته راپه زړه وې ما مې اوښکې تم کولاى نه شوې 
په بيګانۍ شپه درپسې شو بلا مړه ستوري

څه ماشومتوب و ما به جوړه کړه سپوږمۍ له ګوتو 
څه ماشومتوب و تا به هم په لاس ويسته ستوري

ما به نو څنګه په يوه ساه باندې نه څښله 
يو چا به هره شپه په لپه کې راوړه ستوري

زما وجود کې به بيا ډير وخت رڼا نه ورکيده 
ما به چې تاپسې ژړل نو ما خواړه ستوري

بيا ئي باڼه اوبلن اوبلن و بيا رټلې وه چا 
بيا ئي په سترګو کې ودانه غړيده ستوري