غزل

2020-09-21

زه هم ودرېږم خو په لاره کې دېوال نه راځي
څومره تېز باد دی او په مخ مې د چا شال نه راځي

 

په زلمېتوب کې مې ورکړی و يو ټال جينۍ ته
اوس بوډه شوې يم خو بېرته هغه ټال نه راځي

 

کور چې مې بند و هره ورځ به یې شيشې ماتې وې
کور چې مې خلاص دی د يوه ماشوم نه بال نه راځي

 

وچه ډوډۍ، سوې سلګۍ، په جېب کې درې روپکۍ 
د دې نه پسته به په ما دغسې حال نه راځي

 

ناست په کرسۍ کې يم په مېز باندې مې ايښی تندی
ذهن مې جوړ دی خو د شعر دپاره خيال نه راځي

 

سترګې مې نه شته دی رڼا راکړه په لاره ځمه
باقره! چا ته مې په خوله باندې دا سوال نه راځي