لنډې كيسې

يخني

د موټر له ښيښې يې واوره وتوږله. په بېړه موټر ته کيناست. يخ وهلو ګوتو يې په سختۍ د موټر کلي تاوه کړه. لاسونه يې تر تخرګونو لاندې ټينګ ونيول. زړه يې طاقت و نه کړ. د لاسونو ورغوي يې سره وموښل. بيا يې دواړه لاسونه تر خولې کړۍ کړل. کف کف يې کول، چې ژر تاو...

ځوانيمرګه ناوې

 په خپله به يې خداى خبر چې لمونځ کړى وو کنه،پرهغې يې اواز وکړ ونجلۍ!پاڅېږه لمونځ دې وکړه ،هغو کوچنيوهلکانوته چاى تيارکړه چې ښوونځي ته به ځي. نجلۍ په خپل ځاى کې اړخ بدل کړ،شخي يې ووېسته ،غاښونه يې وچيچل ،اوږده ساه يې واخسته،سترګې يې ومښلې په ځاى...

نامرد

هلک د کړکۍ  تر څنګ  په چوکۍ ناست و.  په ګوتو کې يې کلي وه، د موټر ښکاریده، اړوله، را اړوله يي. ده مخامخ ناستې نجلۍ ته کتل. نجلۍ د تخت په څنډه ناسته وه، تر څنګ يې یوه ماشومه. نجلۍ مځکې ته کتل، په ګلداره ګیبې پرتوګ يې د ساده څاکداره کمیس...

سبا اختر دى

 د روژې وروستى ماښام وو، کوچنى ماشوم له لويوهيلوسره دمورڅنګ ته ورغى دهغې له سره يې پړونى په نازکو ګوتوکش کړ،په وړه اونرمه ژبه يې ورته وويل مورې ! سباته، ماته زما نوې جامې اغوندې ؟  مور: هو زوى جانه بوټونه به هم درته په پښوکړم. زوى: شانو خ...

اوښكې اوښكې مزل

 د ۱۳۸۸ لمریر د سرطان څلورمه نېټه موږ د خپلو دوو تنو كاركوونكو( شهيد انجنير احمد سير او شهيد ډريور فريدون) د فاتحې او له كورنيو سره يې د غمرازۍ لپاره، چې د سرطان د مياشتې په دويمه نېټه د جوزجان ولايت په اقچه كې د كورجوړولو پروژې ته د تګ په مه...

بازارۍ ښکلا

  سلګۍ لا دغمونو او دردونو نړۍ ته سترګې نه وې پرانیستې چې ها د چا خبره بخت یې خلاص شو، ځکه چې پلار یې مخکې له زېږېدو له خپل ملګري سره ژمنه کړي وه، که یې لور پیدا شو نو ځوی ته به یې واده کوي. د خدای کړه دي، همداسې وشول، دوه معصوم ماشومان چې...

زماليکونه

 نن   له غرمې راپه دېخوا راباندې الهام کېده،نه پوهېدم دڅه به وو،دشعر خونه وو،ځکه چې شعر مې ونه ليکه، نودابه څه وو؟ نه هېڅ نه پوهېږمه،يوڅه خومې بايد ليکلي واى، کېداى شي کوم دوست به مې په ياد شوى وي،يابه زه چايادولم، داخوهم له امکان څخه لرې ن...

خبرپاڼه

له سهاره مو پر پالېسۍ برابر کوم خبر نه درلود، چې برېښليک يې څنګه پرانيست،د ايساف نوې خبرپاڼه را غلې وه،خوشحاله شو، دوه،درې ځلې يې ولوسته،بيا يې ويل:مبارک شه پيره! ٢٢ نور ترهګر يې هم ووژل. -چېرته؟  - کونړ کې!نوي عمليات يې کړي.   پوه شوم چ...

بادشاهۍ

 ډېر پنډ کتاب و، زړه نا زړه مې  پاڼې یې را واړولې، ځکه تازه سفر نه راغلی وم  او د ستړیا احساس مې کاو، یوه لنډه شان کیسه پیل کړه، کیسه ډېر عجیبه وه، چې څومره مې لوستله لا پسې په زړه پورې کېده، کیسه کې راغلی و. د یوه هېواد ولس چې به خپل...

د مورپه ارمان

 سهار وو د چاى له څښلو نه وروسته مې پريکړه وکړه چې خپل دوکان ته به ځان رسوم ځکه پوره درې ورځې مې په کور کې تېرې کړې وې، زما دوکان په جم بازارکې،او کور مو په ننگرهار کې وو، له خداى(ج) پامانۍ څخه وروسته د سړک په لور روان شوم زمونږ کور له سړک څڅه ي...