لنډې كيسې

د ماشومانو لوبې د غټانو بوختیا

کله، کله موږ او تاسو خپل ماشومان په دې ډبوو چې لوبې او شور کوي، خو له دې نا خبره چې لوبې د ماشومانو لکه خاوړه او جامې اړتیا او غوښتنه ده، موږ ټول دا له یاده باسو چې موږ هم یو وخت ماشومان و او لوبې مو کولې، لوبې دي چې په لړ کې یې ماشومان ډېر څه زده کو...

سترګې دې ډېرې ښکلې دي

د پاکستان له پنډغالو نه مو خپل کلي ته کډه راستنه شوه. له غټ شش پای موټر څخه مو د کور د سامانونو ښکته کول پیل کړل. د کورنۍ ټول غړي په کار باندې مصروف وو.چې له نږدې ګاونډه یو ښځه راغله . شکور چې په خیر سره مو کډه خپل کورته راستنه شوه. روغ بړ یې زمونږ...

حق

پلار په خواشينی وويل: _تا هيڅ هم نه دي زده کړي! د ماشوم سر وځړېد. پلار وويل: _څلور مياشتي يو عمر دی، خو ته لا په الفبا هم نه پوهيږې! د جامو د ګنډلو د ماشين غږ ودرېد، ځوانه ښځه په خبرو کې ور ولوېده: _سړيه! تر اوسه خو  لا په اول صنف کې دی،...

پردیسه مینه

نن مې له ډیرې مودې وروسته کلک هوډکړی وچې هرومروبه خپله دزړه خبره ورته کوم ،هغه نن له څوکلونووروسته له موږکره راتله، زه له خوښۍپه جاموکې نه ځاییدم ځکه چې خپله ورکه مینه مې بیاموندلې وه له ځان سره مې ویل اوس به ډیره لویه شوې وي ،اوهوچې زه یې هیرکړی نه...

بدل شوى سړى

تر ډېرو ټلفونونو او ټينګار وروسته يو وكيل راسره ومنله، چې د ځانګړې مركې لپاره زما بلنه ومني او راډيو ته راشي. له وعدې سره سم، يو ساعت وروسته، د پارلمان له ودانۍ نه لږ څه وړاندې له موټر نه ښكته شوم او وكيل صاحب ته مې زنګ وواهه. هغه ډېر ځنډ وروسته ځواب...

د سرو زرو غاښونه

د دوى پايكپ موټر دويم موټر و چې د جګړې د لومړۍ كرښې پر خوا په بېړه روان و، دوى ټولو سرونه له دوړو او يخنۍ نه په بړستنو كي پټ كړي وو. جليل د موټر په مخكينۍ برخه كي ولاړ و، پر غوږونو يې خپله خولۍ ښه ټينګه كړې وه، سره له دې چې د جګړې تر سيمې پورې لا ډې...

د مور مينه

د سپوږمۍ په رڼا كې وراوالې ښځې د ډول غږ ته نڅېدلې، خو په كوټه كې له دې ډلې څخه يوه ځوانه ښځه د يوه ويده ماشوم تر څنګ ناسته وه. د لمپې رڼا، د هغې له اوښكو ډكې سترګې ځلولې. دې په احتياط له خپل زوى څخه كمپله كش كړه، د څلور كلن هلك په ټول وجود كې، ضعف او...

شعارونه، تاثيرونه

غونډه ورځ مې د "پاسترناك" د "ډاكټر شيواګو" په لوستلو تېره كړه. زياتي مې نو سر ډډ راته ولاړ و، په سترګو كې مې د يوې ليكې لوستلو شيمه هم نه وه پاتې. كتاب مې دغسې خلاص پر خپل ځاى كښېښود، پاڅېدم. كورتۍ مې واغوسته، په شمېرلو ګامونو له...

مغروره شهزادګۍ

يوه ډېره ښكلې شهزادګۍ وه، چې په خپل حسن ډېره غاوره هم وه. د ډېرو ملكونو د ځوانو شهزادګانو له خوا دې ته د واده پيغامونه راتلل، خو د دې به هېڅوك نه خوښېدل. پاچا او ملكه دواړه حيران وو، چې اخر ددوى لور به څه كوي. هغه سركشه وه او د هېچا خبره يې نه منله....

هغه چرګې مړې شوې،چې دسرو زرو هګۍ به يې اچولې

دمتلونو کېسې له کتاب څخه پخوا له ميلاد څخه څوسوه کاله د مخه په نړۍ کې دوه لويې امپراتورۍ وې،چې يوه يې دروم امپراتوري وه او بله يې د ايران دساسانيانو امپراتوري وه. په هغه وخت کې دايران امپراتوري ډېره قوي وه او يونان کوچنى هېواد و، ديونان پاچا فليپ نو...