صنعت او سوداګرۍ وزارت: بهرنۍ سوداګري نو منظمه روانه ده

صنعت او سوداګرۍ وزارت: بهرنۍ سوداګري نو منظمه روانه ده


  • 2 ورځي دمخه (17/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 83

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په سیمه کې له وروستیو ترینګلتیاوو او شخړو سره، سره د سیمې او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې دي او د وارداتو، ټرانزیټ، په کورنیو بازارونو کې د توکو عرضه او د بهرنۍ سوداګرۍ لړۍ په منظم ډول روانه ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په نرخونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او په بازار کې د سون توکو یا نورو اړینو توکو د کمښت په اړه هم هېڅ اندېښنه شتون نه‌لري.

دغه وزارت ټینګار کوي چې په بازارونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او احتکار د مخنیوي لپاره جدي اقدامات شوي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې سرپرست حکومت د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه خپلې وارداتي لارې پیاوړې کړې او بدیل ظرفیتونه یې فعال کړي دي.

دا په داسې حال کېده چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د شخړو له پیل وروسته، په افغانستان کې د ځینو موادو، په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې دي.

د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي هم وايي چې له ایران څخه افغانستان ته د تېلو واردات بند شوي دي.