په ژوند کې ډېری وخت داسې خلک راځي، چې هڅه کوي زموږ ارامتيا زيانمنه او ګډوډه کړي، يا مو غوسه کړي، يا مو داسې خبرو او کړنو ته اړ کوي، چې وروسته پرې پښېمانه شو. دغه ډول کسان هڅه کوي، چې زمونږ احساسات راوپاروي، ورځ او وضعيت مو راخراب کړي.
انسان که هر څومره پیاوړی وي، خو که د نورو د چلند په وړاندې په خپل غبرګون کنټرول ونه لري، ډېری څه د لاسه ورکوی شي.
د داسې حالاتو د مقابلې لپاره تر ټولو مهم اصل دا دی، چې موږ پر خپل نفس حاکم واوسو. پر نفس حاکميت يواځې دا نه دی چې نور مونږ ته څه وايي، مونږ يې پر وړاندې خاموشه پاتې شو، البته خاموشي مهمه ده، خو د دې ترڅنګ دا ذهنيت لرل مهم دي، چې د بل چا منفي خبرې، چلند او کړنې بايد زمونږ احساسات را ونه پاروي او مونږ بايد پر ځان کنټرول ولرو.
کله چې یو څوک درته منفي خبره کوي، تحقیروي دې، یا هڅه کوي تا راوپاروي، نو دې کې ستا ګناه نشته، دا د هغوی ستونزه او مشکل دی. نو ته د نورو په کرکټر او شخصيت پسې مه ځه خپل حالت خپله ثابت وساته.
که ته په ژوند کې د نورو کړنو او خبرو ته دومره ځيرېږي، چې خپل ځان هېروې يا د خپل ځان اصلي ماهيت ته نه متوجې کېږي، نو ته غلطي کوې، د نورو ښې خبرې ومنه بدې او نيش لرونکې خبرې يې په يو غوږ واوره په بل يې اوباسه؛ خو ځان ورته داسې وښايه چې ته د هغې خبرو ته غوږ يې.
دا بايد زده ولرې، چې د چا منفي خبرې بايد ستا ارامتیا در خرابه نه کړي، ذهنيت دې در خراب نه کړي او موخه دې زيانمنه نه کړي. دا دې هم بايد زده وي، چې څوک تاته څه ډول خبرې کوي او ولې يې کوي، د هر چا خبرو ته په ذهن کې د تصفیې ماشين ولره يا که ووايم يوه جارو؛ هغه خلک چې خبرې یې وزن نه لري، يا تل منفي بافي کوي، جارو کوه يې.
د زهرجنو فکر لرونکو خلکو په وړاندې انټي ټوکسين شه، يانې د هر چا شخصيت وپېژنه او د خبرو نیش، ښه او بد يې درک کړه، بيا هماغسې رفتار وکه، البته ستا رفتار بايد تل پر ځان باوري او په فکر اوسي، نه په داسې ډول احساساتي چې هر څه ګډوډ کړې.
يو بل څه دې هم بايد پر ياد وي، چې پر ځان بايد تمرکز وکړې، که ته د نورو خبرو پسې لاړې يا د نورو د فکرونو او خبرو پر لومه کې ونښلېدې، ځان درنه هېرېږي، تل به په دې کې يې چې نور به څه وايې، ولې يې داسې وويل او.... نو دا فکرونه دې بیا ځوروي، ته بايد پر خپل ځان تمرکز او پر ځان پام وکړې.
دا دې هم بايد په ياد وي، هغه خلک چې هر وخت منفي وي، یا هڅه کوي نور وځوروي، هغوی ته هېڅ کله د ځان ښه او بد مه ثابتوه؛ پوهېږې ولې؟ که ته ښه اوسې، هم نیوکه به کوي؛ که ته غلی اوسې، هم بد به وايي؛ که ته ځان وښيې، هم حسد به کوي؛ که ته پټ اوسې، بېارزښته به دې ګڼي او داسې نور....
نو ته د نورو د خوښۍ او د هغوی د فکر لپاره ژوند مه کوه. خپل وجدان ته وګوره، که ته ځانته صادق، رښتينی او ثابت یې، بس نورو ته يې ثابتول اړين نه دي.
دا دې هم باید پر یاد وي، ته به هغه وخت پياوړې يې، چې خپل ذهن، ژبه او عمل د بل د غوسې، تحقیر یا منفي نظر تر اغېز لاندې رانه ولې. دا پیاوړتیا تمرین غواړي، حوصله غواړي، زړورتیا غواړي، پر ځان باور غواړي او تل مثبت اوسېدل غواړي.
نو په هغه نړۍ کې چې نور غواړي تا په خپل رنګ ککړ کړي، په خپل رنګ پاتې کېدل او اوسېدل غوره ګټه ده....!