په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې اته کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د یکشنبې په ماښام ( د غبرګولي ۲۵مه) د شینبار په سیمه کې یو تېز رفتاره موټر له سړک څخه ووت او سیند ته وغورځېد چې له امله یې د یوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول.
ځایي چارواکي وايي چې د قربانیانو له ډلې د درېیو کسانو جسدونه له اوبو څخه اېستل شوي او د درېیو نورو جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې د بلوچستان د کوټې – کراچۍ پر لاره یو مسافر وړونکي بس له کاسټر ډوله موټر سره ټکر وکړ چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه مسافر ووژل شول او اتلس نور ټپیان شول.
د یادونې وړ ده چې غیر معیاري، تنګ او خراب سړکونه په پاکستان کې د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي چې هر کال په کې لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.