ښایي په ۲۰۲۶ کال افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

ښایي په ۲۰۲۶ کال افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي


  • 3 ورځي دمخه (16/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 118

هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښايي افغانستان ته د دغه هېواد د کرنیزو محصولاتو صادراتو کچه په ۲۰۲۶ مالي کال کې راټیټه شي.

هندي ورځپاڼې بزنس لاین راپور ورکړی چې د پاکستان د لارې تړل او د ایران له لارې د توکو د لېږد په لاره کې د خنډ احتمال ښايي افغانستان ته د هند د کرنیزو صادراتو کچه راټیټه کړي.

سرچینه زیاتوي چې د هند له خوا افغانستان ته د دې محصولاتو صادرات په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۲۰ سلنه کم شوي او ۸۲،۶ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په تېر مالي کال کې، افغانستان ته د درملو او بورې صادرات د نورو محصولاتو په پرتله د پام وړ کم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان وخت ناوخت په بېلابېلو پلمو له افغانستان او هند سره خپلې پولې تړي چې سوداګرو ته لوی مالي زیان رسوي.

په وروستي قضیه کې، د روان کال په اپرېل میاشت کې، د هند او پاکستان ترمنځ د نښتو په جریان کې، واګه بند د سوداګریزو توکو د لېږدونکو موټرو د تګ راتګ لپاره وتړل شو.