رقابت او د پیاوړتیا انګېزه

رقابت او د پیاوړتیا انګېزه


  • 5 ورځي دمخه (14/06/2025)
  • ارش ننګیال
  • 165

په نړیواله کچه، ډېری هېوادونه شته چې د خپل شاوخوا هېوادونو یا نړیوالو قدرتونو سره د سیالۍ، رقابت یا ښکاره دښمنۍ له لارې ځواکمن شوي دي، یا یې حداقل خپل نظامي، اقتصادي او سیاسي بنسټونه پیاوړي کړي. دا یوه عجیبه خو واقعي پدیده ده، ځکه کله ناکله د دښمن شتون یو ملت ته د بیدارۍ، یووالي، پرمختګ او نوښت انګیزه ورکوي.

 

 هند او پاکستان:

له 1947 کال راهیسې دواړو هېوادونو څو ځله جنګونه کړي او د یو بل د نفوذ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل نظامي او علمي پروګرامونه عملي او پیاوړي کړي. د دې دښمنۍ له امله هند د ټکنالوژۍ، دفاعي صنعت او اقتصاد په برخه کې ستر پرمختګونه کړي، همدارنګه پاکستان هم د اتومي وسلو خاوند شو.

 

 روسیه او امریکا:

د سړې جګړې پر مهال (1947–1991) دواړو قدرتونو یو له بله مخکې کېدو کې سیالي کوله، چې نتیجه یې د ساینس، فضایي تکنالوژۍ، استخباراتي فعالیتونو او نظامي پرمختګونو خاوندان شول.

 

 شمالي او جنوبي کوریا:

که څه هم شمالي کوریا منزوي ده، خو جنوبي کوریا د دې دښمنۍ په سیوري کې ځان یو پرمختللی، صنعتي او ټیکنالوژیک ځواک وګرځاوه. شمالي کوریا له ګڼو محدودیتونو او انزوا کې په ډیرو ستونزمنو حالاتو کې ځانه نسبتا پباوړي نړیوال ځواک جوړ کړ.

 

 اسرائیل او عرب هېوادونه (په ځانګړې توګه ایران او فلسطین):

د اوږدې دښمنۍ له امله اسرائیل ځان ته داسې امنیتي، استخباراتي او نظامي بنسټونه جوړ کړل چې اوس یې نړیوال له وېرې نه درناوی کوي او وروستیو کلونو کې  موږ تاسو په خپلو سترګو ولیدل چې دغه کوچنی هېواد او ملت څومره ځواکمن دی.

 

 چین او تایوان:

د دې رقابت له امله تایوان هڅه کړې چې یو پرمختللی، ډیموکرات او اقتصادي نړیوال ځواک شي او چین هم د خپل نړیوال اعتبار د لوړولو په برخه کې دومره خواري او  کار کړی چې اوس مهال په ټولې پرمختللې نړۍ واکمني کوي او اوس مهال دې ارتې نړۍ کې « دویم» نمبر قدرت دی.

 

د دې پدېدې لاملونه:

کله چې یو ملت احساس کړي چې خوا کې رقیب او دښمن لري نو د ځان ساتنې لپاره اړ کېږي چې ځواکمن شي.

 ملي یووالی:

د بهرني دښمن حضور اکثراً خلک سره متحد کوي او داخلي اختلافات له منځه وړي.

 اقتصادي او نظامي پانګونه:

د دښمنۍ له امله ډېر هېوادونه خپلې بودجې د دفاع، ټکنالوژۍ او استخباراتو لپاره ځانګړې کوي، چې دا له اوږدې مودې وروسته پر پرمختګ بدل شي.

 رقابت:

د پورته یادو شویو هېوادونو مثالونه، موږ ته دا درس راکوي چې رقابت همیشه د پرمختګ لامل کیږي، حتی که منفي رنګ هم ولري.

 

لنډه یې دا چې،

دښمني، که څه هم ظاهراً بده پدیده ده، خو د ځینو ملتونو لپاره د ودې او ځواک انګیزه جوړه شوې ده.

 خو له بده مرغه موږ نه له دوستۍ نه ګټه واخیسته او نه له دښمنیو نه، نه له خپلو انساني ظرفیتونو نه او نه هم له خپلو طبیعي منابعو نه، نه مو له اسلامی علومو ګټه واخیسته او نه هم له عصري علومو نه ځکه خو د سیند په غاړه له تندې مرو او په خزانو ناست له لوږې.