سعید: نړۍ دې د افغانستان د پوهنې برخې ستونزو په حل کې مرسته وکړي

سعید: نړۍ دې د افغانستان د پوهنې برخې ستونزو په حل کې مرسته وکړي


  • 6 ورځي دمخه (14/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 87

د پوهنې وزارت مرستیال سخاءالله سعید له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له روسیې غوښتي چې افغانستان یوازې او منزوي پرې‌ ‌نه‌ږدي او د پوهنې سکټور د ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي.

پوهنې وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې سعید په کازان کې د پوهنې په درېیم نړیوال فورم کې د وینا پر مهال ویلي، نړۍ باید درک کړي چې سوله‌ییز، پرمختللی او یو پیاوړی تعلیمي سیسټم لرونکی افغانستان د ټولې نړۍ په ګټه دی.

سعید د ښوونکو ټیټ معاشونه، د ډېری ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی، د کافي کتابونو او نورو تدریسي موادو نشتون، د لابراتوارونو او د ساینسي تجربو لپاره د مرکزونو نشتوالی د افغانستان د پوهنې سکټور د اصلي ستونزو په توګه یاد کړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې نړیوال مرستندویان وهڅوي، ترڅو په دې سکټور کې خپل انساني او بشري مسوولیت ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې د ۹۰زره ښځینه ښوونکو په ګډون ۲۵۰ زره ښوونکو له لوري له یوولس میلیونه څخه ډېرو نجونو او هلکانو زده‌کوونکو ته تدریس ورکول کېږي.