د افغانستان فوټبال تر شل کلنو کم‌عمره ملي لوبډله له تاجکستان سره لوبه کوي

د افغانستان فوټبال تر شل کلنو کم‌عمره ملي لوبډله له تاجکستان سره لوبه کوي


  • 1 اونۍ دمخه (10/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 141

د افغانستان فوټبال تر شل کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د مرکزي آسیا اتلولۍ (کافا) سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د تاجکستان پر وړاندې ترسره کوي.

دا لوبه نن شپه ( د غبرګولي ۲۰مه) د کابل پر وخت د شپې په ۸:۳۰ دقیقو د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره کېږي.

افغانستان د یادو سیالیو په (A) ګروپ کې له تاجکستان او قرغیزستان سره لوبېږي.

د افغان لوبډلې دویمه لوبه به راتلونکې پنجشنبه د قرغیزستان پر وړاندې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د مرکزي آسیا اتلولۍ (کافا) سياليو په (B) ګروپ کې بیا د ایران، ازبکستان او ترکمنستان لوبډلې سیالي کوي.