د هند ۲۰ اوریزه تجارتي لیګ یا (I.P.L) په پرونۍ کې رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې ممبۍ انډینز لوبډلې ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه.
یاده لوبه کې بنګلور د پنځو لوبغاړو په زیان ممبۍ ته ۲۲۲ منډې هدف ورکړ، خو ممبۍ د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې جوړې کړې لوبه یې بنګلور ته وبایلل.
ټاکل شوې، چې په دغه لیګ کې نن ماښام دوې لوبې ترسره شي، چې یوه یې د لکنو او کلکتې او بله یې د پنجاب او چینای ترمنځ ده.