د احصایې او معلوماتو ملي اداره خبر ورکوي، چې په تېر ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال کې یې افغانستان ته د ۳۴ زره او ۴۱۱ بهرنیو کسانو تګ راتګ ثبت کړی دی.
یادې ادارې نن د تېر کال په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کسان د کار او سیاحت په موخه د کابل، بلخ، هرات او کندهار هوايي ډګرونو او آقینې، تورخم، اسلام قلعه، ورېښم پل، حیرتان او اشکاشم مځکنیو بندرونو له لارو هېواد ته راغلي یا هم بېرته له هېواد څخه وتلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغو کسانو کې د ۵۹۸ تنو ښځو په ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرنیان له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راغلي او د ۳۸۲ ښځو په ګډون ۱۵ زره او ۳۹۲ بهرنیان بېرته له هېواد څخه وتلي دي.