سرپرست حکومت یو امریکايي بندي خوشې کړ

سرپرست حکومت یو امریکايي بندي خوشې کړ


  • 1 مياشت دمخه (20/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 65

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د جورج ګلیزمن په نوم امریکايي بندي یې خوشې کړی دی. 

یاد وزارت تازه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه بندي یې د قطر او متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب خوشې کړی دی. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګلیزمن د یوه بشردوستانه اقدام او له امریکا متحده ایالتونو سره د سرپرست حکومت د متقابل احترام په موخه خوشې شوی دی. 

دا خبر داسې مهال ورکول شوی، نن د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او دلته یې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د امریکا او سرپرست حکومت ترمنځ د بندیانو په اړه خبرې وکړې.