افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې ۲۲ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په پار په پلازمېنه کابل کې یو شمېر روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ماشومان یې نن پنځو کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او د درملنې او عملیاتونو ټول لګښت به یې هم د دوی لخوا ورکول شي.
دا ماشومان داسې مهال د درملنې مرکزونو ته ورپېژندل شوي، چې شاوخوا ۱۶ ورځې وړاندې هم یادې ټولنې نهه تنه پر یاده ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه په کابل کې یو شمېر روغتونونو ته ورمعرفي کړل.