د ټولګټو چارو وزارت وايي، د ترستکو میدل ایست په نوم یوه جرمني شرکت په افغانستان کې د کانونو په بدل کې د سړکونو جوړولو لېوالتیا ښودلې ده.
د یاد وزارت خبرپاڼه وايي، د نوموړي شرکت مشر محمد درخشان د دغه وزارت له سرپرست ملا محمد عیسی ثاني سره په یوه لیدنه کې ویلي، چې غواړي په دغه برخه کې ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه وکړي او ملا ثاني یې هرکلی هم کړی دی.
په خبرپاڼه کې د ملا عیسی ثاني په حواله راغلي، دوی به د سرپرست حکومت له رهبرۍ سره تر سلا وروسته د غور- هرات او بادغیس- فاریاب سړکونو جوړولو تړونونه له نوموړي شرکت سره لاسلیک کړي.