ننګرهار کې یو کاناډايي مسلمان شوی

ننګرهار کې یو کاناډايي مسلمان شوی


  • 1 مياشت دمخه (10/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 63

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دغه ولایت کي د یوه کاناډايي ګرځندوی د مسلمان کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ریاست د ګرځندوی آمر عید محمد حنیفي ویلي چي، د اندوارډ اندریس په نوم دغه ۳۷ کلن ځوان یې تر مسلمان کېدو وروسته په محمد اکبر نومولی دی. 

د حنیفي په وینا، د افغانانو اسلامي اخلاق او مېلمه پالنه د دغه ګرځندوی د مسلمان کېدو سبب شوي دي. 

دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې د روان کال په لړم میاشت کې هم له پولنډ څخه کندهار ته یوه راغلي ګرځندوی اسلام قبول کړ.