په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۱۱۰۰ مټریک ټنه جلغوزي صادر شوي

په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۱۱۰۰ مټریک ټنه جلغوزي صادر شوي


  • 1 مياشت دمخه (08/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 60

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې شاوخوا ۱۱۰۰ ټنه جلغوزي صادر کړي دي. 

د دغه وزارت ویاند آخندازه عبدالسلام جواد په یوه ويډيو کې ویلي، چې له دغو صادراتو څخه تر ۱۴ میلیونه زیات امریکايي ډالره ترلاسه شوي دي. 

د جواد په وینا، دا صادرات پاکستان، چین، ترکیې، متحده عربي اماراتو، ایټالیا، اردن، برېټانیا، اتریش، اردن، امریکا، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو ته شوي دي.