د ازبکستان هېواد چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي.
دغه څرګندونې د یاد هېواد د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتوف په ترمذ ښار کې د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره د یوې ناستې په مهال کړي دي.
د لزیز په وینا، دغه پانګونه د سمنټو او ساختمانو موادو د تولید، کرنې، مېوو پروسس، حیرتان بندر، چرګانو روزنې، درملو، باغدارۍ او خوراکي توکو د تولید او پروسس په برخو کې کوي.
نوموړی وايي، دا پانګونه به لومړی په بلخ، سمنګان او کندز ولایتونو کې وکړي.