کندهار کې برمې ته لوېدلی ماشوم مړ را واېستل شو

کندهار کې برمې ته لوېدلی ماشوم مړ را واېستل شو


  • 3 مياشتي دمخه (26/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 131

سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې یو دوه کلن ماشوم څاه ته لوېدلی و؛ خو مړ را اېستل شوی دی.

هغوی ویلي، چې دغه ماشوم د سیمه ییزو خلکو او دولتي مسئولینو په هڅو له څاه څخه را اېستل شوی؛ خو ژوند یې له لاسه ورکړی و. 

ویل کېږي، چې دغه ماشوم تېره ورځ مازدیګر مهال په وچي کندي سیمه کې یوې برمې ته ولوېد.  

دا پېښه داسې مهال شوې، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې یو ماشوم یوه څاه ته ولوېد او تر را اېستلو مخکي یې ساه ورکړې وه.