مسلم لیګ او پيپلز ګوند د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړې

مسلم لیګ او پيپلز ګوند د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړې


  • 1 کال دمخه (21/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 395

د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ او د اصف علي زرداري په مشرۍ د خلکو ګوند په پاکستان کې د فدرالي حکومت د جوړولو په اړه موافقې ته رسېدلي.

د پاکستانۍ ډان ورځپانې د راپور له مخې، د دې هوکړې له مخې به د نواز شریف ورور شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري به د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

د يادونې ده، چې د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې، چې د روانې مياشتې په اتمه نېټه تر سره شوې، د مسلم ليګ ګوند په پارلمان کې شاوخوا ۸۰ څوکۍ او د خلکو ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي، چې  د ښځو او اقلیتونو لپاره د ځانګړو شویو څوکیو په ګډون ۱۸۶ څوکۍ کېږي چې دوی به د دې هیواد په پارلمان کې د اړتیا وړ څوکۍ پوره کړي.