سمسور (جمعه د مرغومي۲۵) پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي، چې افغانستان زیات شمېر په کار پوه او مسلکي کسان لري.
هغه په یو لړ ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې افغانستان د پاکستان هېواد کاري ځواک ته هېڅراز اړتیا نهلري او په خبره یې، چې دلته ګڼ داسې کسان شته د چارو مدیریت وکړي.
نوموړي په نوي افغان حکومت هم غږ کړی، چې باید په کور دننه له شته کادرونو څخه کار واخلي، ترڅو د دغو کسانو پر مټ هېواد په پښو ودرول شي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې افغانستان د کاري ځواک له کمښت سره مخ دی او دوی به د مرستې لپاره په مالي، ټیکنالوژيکي او نورو برخو کې خپل مسلکي کسان راولېږي.
د ویلو ده، چې د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان دې څرګندونو د افغانانو او یو شمېر سیاسیونو پراخ غبرګونونه هم راپورته کړل.
یو شمېر افغانان وايي، افغانستان اوسمهال روزل شوي، متخصص او په کارپوه ځوانان لري، چې له همدې امله اړتیا نهشته، چې په دولتي ادارو کې پاکستاني کسان وګمارل شي.