هرات ته څه حال دی ؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سليم شاه
  • 1497

 يوه ورځ يې دتشنابونو پاکوونکي ته وويل چې زه خو په لندن کې اوسم ماته يوه ښځه وگوره اوکه عکس يې راوړې زه به يې خوښه کړم نو واده به ورسره وکړم دتشنابونو پاکوونکي هم دشگو حرامي وو ۔ هغه ورته سملاسي وويل چې خير ماته يو سل دالره پور راکړه زما دخيښنې زوی ناروغه دی ورته درمل اخلم ۔ ده ورته ويلي وو چي زه خو خيريه موسسی ته خيراتي کار کوم  اوپيسې نه لرم ۔ پيسې هيڅ نه لرم ۔ هغه ورته ويلي وو چې ته سل دالره نه لري نو څنگه ښځه کوي ۔ ؟ داخبره يې ماته هم وکړه  ماته ډېره په زړه پورې وه  بيا به مې هر وخت يادوله ۔

د ياريو بل ښه عادت دادی چې  په اونۍ کې يو وار ځان وينځي  اوبل  ډير ښه عادت يې دا دی  چې سوگند يې کړې  چې هيڅکله به رښتيا ونه وايي ؟ 
اشنا مې په دين اومذهب کې هم ډير جدې او معتقد سړی دی ۔ سهار چې په گاډي کې کښيني هسې  چې دسړک په غاړه سپی هم وويني نو بيا يې شونډې په رپولو پيل وکړي ۔ اوپه پای کې يو څه شی په ځان چف کي ۔ يوه ورځ مې ورته وويل چې دا دخولي دچف باددې پر ما هم لږ ومښه ۔ اودا ته څه وايي : 
هغه وويل دا اوراد دي ايتونه دي اوکله چې دا چف کوم له ما نه اوه کلاگاني تاويږي۔ ما ورته وويل  داسې نه چی ددې کلا ديوالونه کاغذي وي اومرمۍ ترې تيري شي ،خو بيا ورته وايم  نو ولې اودس نه کوې اوځان نه وينځي  ۔ هغه چې دليل ورسره نه وو ويل يې چې:
په هرات کې داوبو کمښت دی ۔ نه غواړم اوبه ډېرې مصرف شي اوبله داچې زه لږ تنبل يم ما ويل چاوهال (دډوډۍ خوړلو سالون )ته خو ښه ځي چې ډوډۍ وخوري ۔
هغه ويل دا ډير وخت کيږي چې تلاوت مې هم نه دی کړی ۔ 
خو يوه  شپه دډوډی دميز پر سر عجب بحث پيل شو  خبره په اسلام  اواسلامي فتوحاتو باندې پيل شوه ۔ بيا دمنصور حلاج نوم واخيستل شو  ۔يو تن له مانه دمنصور حلاج په اړوند پوښتنه وکړه ۔ ما وويل چې منصور حلاج دسند له لارې دچين کاشغر اوسنکيانگ ته هم تللی وو۔ هغه يو افراطي صوفي وو۔ اوان الحق ويلو سره په دار وختلو ۔ په پښتو ادبياتو کې ډير مثالونه دمنصور په باب شته ۔ځوان سم دواره مداخله وکړه وې ويل هو دپيغمبر په وخت کې هغه اصحابو ته امر وکړ چې اسلام خپور کړې نو تقريبا ۱۳ زره اصحاب چين ته ولاړ ل۔ اواوس يې هلته قبرونه شته ۔ 
خو ما وويل گوره دمحمد ص  په وخت کې دټولو مسلمانانو شمير ۱۳ زره نه وو څنگه دومره عرب چين ته ولاړل ۔ ؟
هغه وويل ته په هر څه کې دليل وايي ان په اسلام کې ۔ ما وويل ستا په نظر نو په اسلام کې دليل اومنطق نشته اوله منطق نه بايد کار  وانه اخيستل شي ۔ هغه سم دواره وويل اسلام يواځينی دين دی چې دبابا ادم نه تراوسه پورې موجود دی ۔ کله چې حضرت عمر دويم خليفه په ايران حمله وکړه دلارو دواړو خواو ته ايراني ښځي اونر بربنډ پراته وو اونه  مسلمانيدل ۔ نو دټولو سرونه يې پرې کړل ٬ داځکه چې په ايران کې اوس هيڅ څوک دعمر نوم په خپلو اولادونو نه ږدې ۔ ما ويل موږ افغانان ترې ډير ښه يو۔ځکه چې د ضيالحق دپاکستان جلاد مشر چې افغانستان يې لوټی لوټي کړ۔اودافغانانو وژل يې  خپله ايماني دنده گڼله  اوس زياتره مجاهدينو په خپلو اولادونو دضياالحق نوم ايښی دی ۔ ۔ موږ څومره بې تعصبه خلک يو ۔ هغه ويل ايرانيانو ښځي په لارو کې بربنډې پرتې وې اومسلمانې نه شوې ۔ ما ويل کاشکې  چې ته په هغه لاره برابر شوی واېې  يوه خو به دې په نکاح کړې وه ۔ څومره به ښه وايي ۔ 
هغه ويل له ما نه هم زما دواده سره ستا ډيره سودا ده ۔  
داشنا له کمالاتو يو هم دادی چې کله کوټې ته راشي اوخپل چپرکټ باندې يې له ورايه سترگي ولگيږي نو سم دواره ورته په خرهارې پيل وکې ۔ بيا ای پاد راواخلي  اودپرديو دکورونو بيي گوري ۔خو نن يې په يوه کليمه سترگې ولگيدې وی پوښتل: داداعتماد رايه څه ته وايي ؟ما ويل ووټ ته وايي  .هغه ويل پوه نه شوم  ما ويل لکه ته چې په ځان باور لري چې خوب کې خرهار نه کوي  خو خرهار درنه راووځي ۔ دې ته داعتماد رايه وايي ۔
اشنا مې  هم کله نا کله په لاره کې دوعا کوي اوراته وايي چې خدای دی په نيکه لاره سم کړه۔  دخدای له پاره زه ورته وايم زما نو کوم ځای کوږ دی ۔ ؟ هغه وايي زه په تصميم کې کمزوري يم ۔ سست يم ۔ډير ښه اواز لرم ۔ارمونيه هم لرم يا غواړم ډم شم اوسندرې وايم اويا غواړم تبليغي شم اويا دقران حافظ شم ۔ خو زه ورته وايم لومړی انتخاب دې ډير ښه دی ۔ گوره چې دسرو اوسپينو زرو به درباندي باران وي ۔ دډمتوب گټه به دې هم ډيره وي اوخلکو ته به دې گټه هم ورسيږي  اوکه کندهاريان په محفل کې وي نو قدر خو به دې بيخي زيات وي ۔ خو که تبليغي  شي  اويا حافظ شي فايده به دې يوازې دجومات ملا ته ورسيږي اوپرته له دې چې خلکو ته دوزخ جوړ کې بل څه به ونه کي ۔ خو هغه ژر خپله خبره بدله کړه وی ويل : چې که دا وار لندن ته ولاړ شم ارمونه ماتوم اوچيرته جومات کې اړوم خو زه ورته وايم چې ستا وړيا ډوډی ته زړه شوی دی ۔ هغه وايي : ولي چې تبليغي شم نو وړيا ډوډۍ به خورم ؟ خو زه ورته وايم خير نو په تبليغ کې خولي تويوي اوکوم سخت فيزيکي کار کيږي  هغه بې ځوابه کيږي ۔ 
نه کنه استاده ته سمه خبره ورانوي دخدای لاره له  برکت نه ډکه ده ۔ 
- زه وايم چې برکت په کې شته 
- زه نه وايم چې برکت په کې نشته خو ستا زړه شوی دی چې جومات کې دختمونو اوخيراتونو ډوډۍ وخوري اوڅټ پکي وکړې ۔ 
- هرات ۲۰۱۴ کال مارچ