خبرتياوې گزارشونه

ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره او مېله ترسره شوه

د نارنج ګل مشاعره د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري جوړه شوې وه، چې په کې د هېواد له ګڼو ولایتونو سربېره د کوزې پښتونخوا یو شمېر شاعرانو هم برخه اخیستې وه. د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس دغه مشاعره کې...

د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

  نیالګي اېښودل او د وچکالۍ له منځه وړل، د نیالګیواېښودلو کمپاین سږنی شعار دی. د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې د کرنې وزارت له خوا پیل شو. د ریاست ال...

د نفتو استخراج ۱۳۵۰ټنو ته لوړ شوی

  د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، په امو نفتي حوزه کې د شپږو نویو څاه ګانو په کیندلو او فعالېدو سره د نفتو د استخراج ورځنۍ کچه۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې ده. د یاد وزارت ویاند همایون افغان پر «ایکس»‌پاڼه لیکلي چې په آمو سیند...

بهر ته د تللو افغان خبریالانو د بېرته راغوښتلو لپاره کمېسیون جوړیږي

  په کور دننه د رسنیو د ملاتړ ادارو مسوولین د حکومت له خوا د هغه کمېسیون جوړېدل ستایي چې پر اساس به یې له هېواده وتلي خبریالان بیرته هېواد ته راستانه شي. د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې رییس هجت الله مجددي هم یاد اقدام ستايي او وايي، کو...

وروستیو ورښتونو؛ مالي او ځاني زیانونه اړولي

د هېواد په ډېری ولایتونو کې د وروستیو واورو او بارانونو د ورېدو له کبله هېوادوالو ته په ځینو سیمو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملاجانان سایق وايي،چې د وروستیو واورو او بارانونو له کبله د هېواد په بې...

د ګنیو زیات کښت؛ سږکال ننګرهار کې د ګوړې تولید زیات شوی

ګني د ننګرهار په زیاتو ولسوالیو کې کرل کېږي خو کامه، ښيوه او بټي کوټ بیا هغه ولسوالۍ دي، چې د ګنیو زیات حاصلات ترې ترلاسه کېږي.  د تېرو کلنو په پرتله سږکال د ګنیو د زیات کښت له امله د ګوړې ښه تولید ترڅنګ په خرڅلاو کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی....

ننګرهار کې د شولو حاصلات کم شوي

    ننګرهار کې سږکال د شولو(غټو وريجو) په حاصلاتو کې کموالی راغلی په داسې حال کې چې د تېر کال په پرتله د ننګرهار په ډيرو ولسواليو کې شولې کرل شوې وې” خو هغسې چې تمه وه، حاصل ترې نه دي ترلاسه شوي. تېر کال د ننګرهار په يولسو (۱۱)...

سوړ ژمی را ورسېد؛ خو له پاکستان څخه را اېستل شوي افغانان سرپناه نه لري

سوړ ژمی په را رسېدو دی؛ خو لاهم له پاکستان څخه په جبري ډول  د افغان کډواالو د اېستلو بهیر نه دی پڅ شوی. دلته د تورخم په پنډغالي کې زرګونه را اېستل شوي افغانان مېشت دي. دوی که څه هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ خو د سرپناوو نشت یې هغه لو...

ښوونکي: د کورونو د کرایو وس نه لرو؛ زموږ غصب شوې نومرې راخلاصې کړئ

سره له دې چې د ننګرهار پوهنې ریاست د ښوونکو د غصب شویو نومرو د خلاصون لپاره یوه کمېټه هم جوړه کړې؛ خو بیا هم ښوونکي شکایت کوي، چې نومرې یې نه دي ورکړل شوي. دوی وایي، اوږد انتظار یې کړی؛ خو لا یې هم دولت ورکړې نومرې له غصب نه دي خلاصې شوې. د میا عمر...

پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند سر ټکوي

په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان وایي، د ویزو له پای ته رسېدو او د پاکستاني پولیسو لخوا له ځورول کېدو وروسته اقتصادي هغه ستونزې دي، چې ورسره مخ دي. دوی د جمهوریت له سقوط کېدو وروسته پاکستان ته راغلي او د خبریالانو له نړیوالو بنسټونو او اړوند سرچینو...