زما نوم خان دی خو زه ترورست نه یم


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • آرش ننګیال
  • 326

My Name is Khan د هغه هندی شهکارفلم نوم دی چې نړیوال یې خانانو یانې پښتنو ته متوج کړی دي.
 ددې فلم سوژه هغه مهال د شاه رخان زړه ته لار وکړه چې، دی یې د امریکا په یوه هوايي ډګر کې ددې لپاره څو ساعته نظربند کړی وچې، تخلص یې خان یانې پښتون دی او پښتون یانې مسلمان. د شاهرخان نظر بند کېدلو باندې، د هند دولت سخت غبرګون وښوده، ځکه چې شاهرخان د هند له سترو سینمایي ستورونه بلل کېږي. دغې پېښې په شاهرخان خورا بده اغیزه وکړه، همدا چې بېرته هند ته راستون شو، نو له مشهورفلم جوړونکی (کرن جوهر) سره یې په دې اړه خبرې وکړې چې  د پښتنو په هکله یو په زړه پورې فلم ورته جوړ کړي او هم پکې دده د نظر بند کېدو موضوع راونغاړي، شاهرخان ویل ما چې ټوله نړۍ پېژنی او دا ډول سلوک را سره کېږي، نو له یو عادی پښتون مسلمان سره به څه ډول سلوک کېږي، هغه ویل چې پښتانه په نړۍ کې د ترهګرو په نامه شهرته لري، باید چې دا نوم ورنه لرې کړای شي، نو په همدې موخې یې کوښښ پیل کړ، چې د فلم پر مټ نړیوال پوی کړی چې پښتانه ترهګر نه دي.
 نو له څه وخت ورورسته په نړۍ کې د شاهرخان د نوي فلم
My name is khan د جوړېدو خبرې په مطبوعاتو کې خپرې شوې، دې فلم ته نړیوال سخت په تمه و او هرڅوک یې لیدلو ته لیواله و، چې افغانان یې هم سخت مینوال و،  کله چې دغه فلم په هند کې نندراې ته وړاندې کېده، نو د هندوستان یو شمېر نشنلیستانو  خورا لوې لاریون وکړ او ګواښ یې وکړ چې پرانیستې ته به یې نه پریدی، خو له ټولو ګواښونو سره، سره بیا هم نندارې ته وړاندې شو او ښه تود هرکلی یې وشو، کله چې دغه فلم افغانستان ته راغی، نو وامې خیست او له ملګرو سره مې یو ځای ننداره کړو، فلم زموږ له تصور نه لوړ و او دا خبره خو یې د هرچا په ژبه کې ناسته چې (زما نوم خان دی خو زه ترورست نه یم)
 که چېرې د فلم په پیغام خبرې وکړو، نو دا ویلاى شو چې موږ او ټولو پښتنو ټول عمر له خپلې ژبې نه دفاع کړې ده او تل مو پرې خپل ځوانان کربان کړي دي او میندې مو ورباندې بورې کړي دي، نو شاهرخان هم خپل ځان پښتون معرفی کړ  او د پښټتنو په پاللوکې یې خپله ونډه واخیسته او ان په هندوستان کې یې خپله پښتونولي ښکاره کړه. په فلم کې همدغه خان د رسنیو خبر جوړونکې جوړېږي، ځکه چې پښتني کاورنه تر سره کوي. دی په دې تمه د واشنګټن په کوڅو کې کرځی ترڅو ولسمشر ته ووايي چې زه پښتون یم خو ترهګر نه یم، چې پای کې د امریکا ولسمشر د ټولو امریکایانو پر وړاندې ورته په خپله ژبه وایی زه تا پېژنم ( ستا نوم خان دی خو ترهګر نه یې ) نو که موږ هم د تورې ترڅنګ د هنر له لارې خپلې ژبې او قام ته خدمت وکړو، نو موږ به هم د رسنیو خبر جوړوونکي اوسو. حق یوازې په تروه نه تر لاسه کېږي!!!
 آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه