راکړه! دا کمره مېرمن غـ...!


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 347

Give me that f… camera!


له مزاره د کابل په لور رارون وو. زامن مې د لومړي ځل له پاره خپل پلرني هېواد ته راغلي وو. د خلکو دوستانه برخورد، د طبیعت ښکلا ، د کلیو او بازارونو رنګارنګي هر څه د هغوی له پاره په زړه پورې وو. د افغانستان په اړه چې په غرب کې کومې خبرې په مطبوعاتو کې خپرېږي د افغانستان واقعیتونه بېخي په مسخ شوي شکل وړاندې کوي. زوی مې د موټر په مخکیني سیټ ناست و او هر څه یې چې لیدل هغه فلم کول یې.
د ماښام په خړه کې پلخمري ته راورسېدو. نا څاپه خړې زغرورې واسطې زموږ له موټره وړاندې شوې او د ماشیندارې د میل شاته په تورو دستکشو یو پوښلي لاس را ته د څنګ ته کېدو قومانده راکړه. موږ هم موټر د سړک غاړې ته کړ. زموږ موټر لا بېخي نه و درېدلی چې شپږ اوه تنه وسله وال زموږ له موټره تاو شول، یو امریکایي سرباز د موټر مخکینۍ دروازه په شدت خلاصه کړه او لکه یو بدورګه ځناور چې غړمبېږي چغه یې کړه :
Give me that fucking camera! Who sent you?
یو دري ژبي ترجمان په هماغه بده لهجه د امریکایي عسکر د جملې یوازې وروستۍ برخه وژباړله :
- تو ره کی روان کد؟
زما زوی په دري نه پوهېږي. صحنه هم ډېره غیر مترقبه وه، بې جوابه شو. د هغه سکوت د امریکایي سرتېري عضب نور هم ډېر کړ. زه له موټره کښېوتم، په پوره ډار امریکایي عسکر ته ورنېژدې شوم ځان مې معرفي کړ او ورته مې وویل چې غوښتنه یې بې ځایه وه ځکه د هغوی کاروان زموږ له موټره مخکې شوی و او زموږ کامره لا تر مخه فعاله وه، موږ په خپل هېواد کې ګرزو نو ولې له موږ دا پوښتنه کېږي چې چا را لېږلي یو؟
زما د دولتي پوزیشن پېژندلو او په انګلیسيٍ ژبه ارام بحث امریکایي عسکر لږ سوړ کړ خو سره له دې یې زموږ کامره راڅخه واخیسته او را ته یې وویل چې د کېله ګي په کمپ کې به یې بېرته را کړي. د کېله ګي د کمپ په دروازه کې امریکایي سرتېري زموږ ټول یو ساعته کسټ له نظره تېر کړ. د هغوی د وسایطو عکسونه په کې نه وو، نو له تقریباً نیم ساعت ځنډ وروسته یې خپله کامره بېرته راکړه او د خپلو کړنو د توجیه له پاره یې را ته په خورا نرمۍ وویل :
- و بخښﺉ، خو تاسې پوهېږﺉ چې شرایط څومره سخت دي او زموږ د زلمیو ژوند هره شېبه په خطر کې دی.
*
په کابل کې ځان مرګي د برید په حال کې دي، زموږ تلویزیونونه صحنه نېغ په نېغه خپروي. شاید د ملي پولیسو د یو سرتېري پرمختګ دومره دقیق وي چې د برید کوونکیو توجه جلب نه شي کړای. خو که د برید کوونکیو د عملیاتو مشر چېرته د کابل په کوم کور کې تلویزیون ته ناست وي، دغه سرتېری ویني او کولای شي ډېر په اسانه د تلیفون له لارې د هغه موضع په دقیقه توګه خپلو افرادو ته وښیي. یوه ګولۍ کافي ده چې دغه زړه ور سرتېری له دنیا تېر شي.
د افغانستان امنیتي قواوې له رسنیو غواړي چې په دې برخه کې له احتیاطه کار واخلي. هالبروک او کلینټن په واشنګټن کې د افغاني چارواکیو دغه غوښتنه د مطبوعاتو ازادۍ ته یو ګواښ بولي او اعلان کوي چې دا موضوع به د افغانستان له ولسمشر سره مطرح کوي.
*
ظاهراً د یو افغان سرتېري او د یو امریکایي سرتېري ژوند د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه یو شان نه ارزول کېږي. امریکایي عسکر چې په عراق، سومالیا یا افغانستان کې عملیات کوي د عملیاتو ټوله سیمه د ژورنالیستانو پر مخ تړي او یوازې هغه ژورنالیستان هلته د کار حق لري چې د امریکایي استخباراتو تر چتر لاندې په زغرورو واسطو کې ناست، د عملیاتو ګزارش جوړوي او هغه د عملیاتو له پایه څو ورځې وروسته خپروي دا کار د مطبوعاتو له ازادۍ سره ټکر نه بلل کېږي خو د افغان چارواکیو تشه غوښتنه بیا داسې عکس العمل راپاروي.
افغان چارواکي د عادت له مخې د مطبوعاتو په وړاندې غیر مسوولانه برخورد کوي. همدغه د امنیتي عملیاتو پر مهال د ژوندیو خپرونو موضوع کېدای شول چې د یو ازاد سمپوزیم په ترڅ کې د امنیتي مسوولینو او د رسنیو د فعالینو د ازاد، منطقي، پر ملي مصالحو ولاړ بحث په ترڅ کې څېړل شوې وای او په ګډه یوه معقوله تګلاره پلټل شوې وای. یا به د امنیتي ځواکونو مسوولینو په خپل استدلال خبریالان قانع کړي وو یا به خبریالانو په خپل استدلال د امنیتیانو اندېښنې رفع کړې وای. له هماغه پیله د افغانستان حکومت له رسنیو سره د متقابل درناوي د فضا په ایجادولو کې پاتې راغلي دي. زموږ د رسنیو په دایره کې هم داسې غیر مسوول عناصر شته چې یا د بل په نغوته، یا د سیاسي شعور د ضعف له امله په هره موقع کې اور ته لمن وهي.
دا ستونزه باید افغانان حل کړي خو هغه «افغاني غرور» چې موږ پرې دومره نازېږو باید موږ ټول دې ته و هڅوي چې د یو بل هېواد مشران، که څه هم هغه هېواد زموږ ډېر نېږدې دوست او ځواکمن مرستندوی وي، دې ته پرې نه ږدو چې زموږ پر ځای زموږ د سرتېرو د ژوند نرخنامه راجوړه کړي.