د افغانستان د ستونزې دپاره دسياسي حل ضرورت


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 278

د افغانستان جمهور رئيس محترم حامد كرزي د روان  ميلادي كال  د جنورۍ د مياشتې په 28 د افغانستان د پاره د لندن په كنفرانس كښې له طالبانو سره د خبرو آترو پيشنهاد وكړ   او يوه  طرحه يې    وړاندې كړه  چې ددې طرحې په اساس به  طالبانو ته په حكومت كښې وظيفې  وركول كيږي  او همداشان به  له دوي سره مادي مرستې كيږي  چې  په هيواد كښې عمراني چارې پيل كړي .
د لندن  په  كنفرانس  كښې   په لاندنيو  موضوعاتو بحث وشو
1-  په افغانستان كښې   امنيت او اقتصادي برمختيا
2-   د افغانستان  حكومت او له اداري  فساد سره مبارزه
3-  په افغانستان كښې   د سولى او امنيت   او استقرارپه راوستلو كښې د  كاونډيو  هيوادونو د همكارۍ  څرنګولى .
4-  له طالبانو سره خبرې
پورتني موضوعات دوه حقيقتونه څرګندوي :

لومړی حقيقت دا دى  چې د اوبا ما پخوانۍ ستراتيژۍ  چې څو مياشتې د مخه جوړه شوى وه ، ناكامه شوې ده  او او س  چې كومې خبرې روانې دي هغه  دا څرګندوي چې د اوباما ستراتيژي بدله شوې  او په ځاى يې  يوه بديله ستراتيژي جوړه شوې ده.
دوهم حقيت دا دى چې  د افغانستان كاونډي هيوادونه ددې نوې ستراتيژۍ  مسؤليت په غاړه لري . كاونډي هيوادونه با يد  په  لاندنېو   چارو  كښې  مرسته او همكاري وكړي :
1-  د افغانستان  بيا رغونه
 2-  د افغانستان اقتصادي پرمختيا
3-   طالبانو ته قناعت وركول چې له جكړې نه لاس واخلي  او سياسي پروسه كښې برخه واخلي .
4-  له طالبانو سره د روغې جوړې په پروسه  كښې  مشاركت   او ددې پروسې څارنه .
واقعيت دادى چې امريكه او ناټو په افغانستان كښې له خپلې ماتې  نه ويره لري  او اوس  دا كوششونه كوي چې په څه چل  له افغانستان څخه خپلې قواوې وباسي .  امريكا او ناټو اوس له كاونډيو هيوادو څخه  په افغانستان كښې د امنيت او استقرار   ضمانتونه  غواړي .
 د اوبا ما په ستراتيژۍ كښې  درې مهم  مطلبونه موجود دي :
1-    يو دا چې امريكا غواړي چې په سيمه كښې بايد د القاعدې قوت ختم شي  چې په آينده كښې ونه  شي كړاى   له دغې  سيمې  نه  په استفاده په امريكا او اروپا كښې   تروريستي اعمال  تر سره كړي  او  دا  سيمه  ددوي  د پاره د امن ځاى وي.
2-   بل شى چې امريكه يې غواړي هغه دا دى  چې   د افغانستان  دطالبانو  د قوت او نفوذ مخه ونيول شي  او دا كار   دامريكائيانو په نظر  په افغانستان كښې  د امريكې د قواو د زياتولو په صورت كښې امكان لري  ، اوباما  په همدې خاطر 30،000  نوى قواوې افغانستان ته ليږلي دي چې   همدا اوس وخت كې   په هلمند  او قندهار كښې  د طالبانو په مقابل كښې له همدې قواو څخه استفاده كيږي .  امريكې د ناټو له نورو هيوادو څخه هم غوښتي دي چې افغانستان ته اضافي قواوې وليږي  خو د ناټو يو شمير هيوادونه  د نورو زياتي  قواو  ليږلو  ته  زړه نه ښه كوي.
3-  په  هغه  موده كښې چې د امريكې  او ناټو قواوې  د طالبانو  د ملا د ماتولو د پاره   فعاليت كوي ، په دې موده كښې به امريكه  د افغانستان د اردو او  پوليسو  د تجهيز  او تدريب  د پاره كار كوي  تر څو وكولاى شي  په راتلونكي كې    په دې قادر شي چې  د مخالفينو د تهديد مخه ونيسي  او  امريكې او ناټو ته دا زمينه  مساعده شي چې  په آبرومندانه ډول له افغانستان څخه خپلې قواوې  وباسي . دا نيټه د اوباما له خوا د 2011 م كال د  جولاى مياشت ټاكل شوې ده.
   د افغانستان جمهور رئيس   محترم حامد كرزي د  دې  كال د جنورۍ د مياشتې په 28 د لندن په كنفرانس كښې   خپله  نوې پروژه او استراتيژي  وړاندې كړه او هغه د كنفرانس د غړو له خوا ومنل شوه .
 د محترم حامد كرزي  په   پرګرام  كښې دوه  موضوع ګانې  ځاى   لري .
لومړې  دهغو زرهاو طالبانو  د  ځوانانو د سرنوشت  خبره ده چې  په فكري او عقيدوي  ډول  له  القاعدې سره كومې اړيكې نلري ، دا ځوانان  كولاى شي چې په آسانۍ سره او پرته له كومې ويرې په  خپل  وطن    او خپل  كلي كور كښې خپل ژوند وكړي  ،   دولت  به له دوي سره  مذاكرې  وكړي چې له خپل دولت سره يو ځاى شي . ددې پروګرام په اساس  به دغو   طالبانو ته په حكومت كښې وظيفې وركړل  شي ، دوي  سره به مرستې و شي چې  په هيواد كښې عمراني چارې پيل كړي .
دوهمه  موضوع  د طالبانو  د هغو  سياسي رهبرانو سره   د خبرو  ده  چې  يو شمير يې  له  نورو هيوادو  او القاعدې   سره اړيكې لري . له دغو طالبانو سره د مصالحې  په خبرو كښې  هغه كاونډي هيوادونه  چې د مصالحې له مفكورې سره موافق دي  او علاقه لري ،  مهم رول لوبولاى شي.
د طالبانو د جلب او جذب لپاره كافي پيسو ته ضرورت دى او د طالبانو له سياسي  قيادت سره د مصالحې د پاره د كاونډي او دوستو هيوادو همكارۍ ته اړتيا ده.
له طالبانو سره د مذاكرات :

له طالبانو سره د مذاكرې موضوع د  اوباما  د  ستراتيژۍ    اساس ګڼل كيږي   .  دا ستراتيژي د  امريكې  د حكومت او ناټو له خوا د تائيد وړ ګرځيدلې ده  .
له طالبانو سره د مذاكرې او مصالحې  د ستراتيژۍ  په وړاندې ډير خنډونه پراته دي چې يو  شمير  يې  په لاندې ډول دي .
1-  اول دا چې طالبان  له دولت سره مذاكره او مصالحه ردوي. د طالبانو  استازو  په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو له نماينده كاى ايده سره د خبرو موضع رد كړه ، او  دايې هم وويل چې  په پيسو باندې څوك طالبان اخستلى نه شي. دوي وايي چې ددوي اساسي شرط له افغانستان څخه د خارجي قواو وتل   او په افغانستان كښې د طالبانو د اسلامي امارت  اعاده كول دي.
فكر نه كيږي چې د امريكې او بين المللي ټولنې لخوا د طالبانو دا شرط ومنل شي .  له طالبانو سره مذاكره بايد د سميې د استازو له لارې صورت ونيسي .  د افغانستان  جمهور رئيس ته ښايي چې  د هيواد له مخورو ، متنفذينو ، ديني عالمانو ،  ملي او قبائيلي مشرانو له نفوذ څخه په استفاده له طالبانو سره د مذاكرې دروازه پرانيزي . دا كار  د كرزي  صاحب په حكومت كښې د طالبانو  د تحريك خلاف عناصر نه شي تر سره كولاى ځكه چې دا عناصر اصلا له طالبانو سره د مذاكرې طرفدار نه دي. همداشان  كاونډي هيوادونه هم له طالبانو سره د افغانستان ددولت  له مستقيمو مذاكراتو سره  مخالف دي . 
2-  د امريكې د ستراتيژۍ  د عملي كيدو  په وړاندې دويم اساسي خنډ د افغانستان د دولت اپوزسيون دى . دغه اوپوزيسيون له طالبانو سره ددولت له مذاكراتو څخه خوښ نه ښكاري. ددې دليل دا دى چې  د طالبانو د نظام  په نسكورولو كښې اوپوزسيون   چې مشري يې اوس ډاكټر عبدالله عبدالله كوي  لاس دلرلود .  اوپوزيسيون   د طالبانو په مقابل كښې  د جكړې د دوام پلوي دي  . له بلې خوا طالبان هم  د كرزي له حكومت سره  مذاكراتو ته ځكه زړه نه ښه كوي چې  ددغه حكومت له خوا له طالبانو سره د مذاكرې سمه اجندا وجود نه لري . دا اجندا بايد جوړه شي او طالبانو ته دې وړاندې شي ، له هغه نه پس به  معلومه شي چې مذاكرت صورت مونلى شي او كه نه .
3-   په افغانستان كښې  د اروپايي  هيوادو تر منځ  د افغانستان د قضيې د حل په لار كې يو واحد نظر وجود نه لري. د هالند حكومت د افغانستان  د قضيې په سر و پاشيده  ، په نور و اروپايي هيوادو كښې  د حكومتونو په وړاندې  د افغانستان په سر مشكلات شته . د افغانستان  په قضيه كښې د اروپايي هيوادونو په موقف كښې  د يوالي د نه شتون موضوع د امريكې د استراتيژۍ د عملي كيدو په وړاندې يو ه ستر خنډ دى.
4-  بل خنډ  دا دى چې د  افغانستا ن د كاونډيو هيوادو تر منځ د افغانستان په  سر رقابتونه موجود دي.   ايران او پاكستان له سعودي عربستان او تركيې سره رقابتونه لري.
 سعودي عربستان  له طالبانو غواړي چې له القاعدې نه بيل شي ، دا هغه څه دي چې شايد پاكستان يې مخالف وي ځكه چې القاعده ، طالبان او د پاكستان د استخباراتو اداره په ځينو مواردو كښې ځانته  مشترك  منافع لري .  سعودي عربستان  د طالبانو او د افغانستان  د دولت  تر منځ په يو شرط منځكړتوب كوي چې طالبان له القاعدې نه بيل شي  او اسامه بن لادن  ته پناه ورنكړي.  سعودي عربستان غواړي چې  طالبان  دې ته آماده شي چې  په رسمي ډول  له القاعدې سره د بيلتون  په موافقت نامه لاس ليك  وكړي.   دا نن سبا چې د ناټو له خوا په طالبانو نظامي فشار راغلى دى ،  ددې يوه وجه داده چې طالبان له جنګ نه لاس واخلي  ، له القاعدې څخه فاصله واخلي او په سياسي پروسه كې  شريك شي .
 5-  بل خنډ دادی چې طالبان په ساحه كښې  خپل پرمختك ته ادامه وركوي .  تيره جمعه چې په كابل كښې د طالبانو له خوا يوه بله زړه دردونكې تروريستي حمله وشوه او په لس هاو بيګناه كسان ووژل شول ، له دې نه طالبان  غواړي دا  ثابته كړي  چې  دوي لا په قوت كښې دي او كولاى شي د كابل زړه  ته ننوځي او هغه په لرزه راولي.  طالبان غواړي چې  كوم شرايط چې دوي يې لري هغه ومنل شي.
كه چيرې دا پورتني خنډونه له منځه لاړ نه شي  ،  نو   د سياسي  حل   به   لاس  ته رانه شي  او  د امريكې دا نوې ستراتيژي به  ناكامه شي . كه دا ستراتيژي ناكامه شي نو  عواقب به يې  ډير خطرناك وي او ټوله سيمه به  لا نوره  په اور كښې وسوزي.
اوس څه په كار دي  چې وشي   :

1-  سوله او امنيت :
د سولې او امنيت د پاره جدي هلې ځلې او تلاش .
په افغانستان كښې د سولې او امنيت د تأمين دپاره  ملي اردو او ملي پوليسو ته ضرورت دى ، دا دى نهه كاله تير شول تر اوسه پورې مونږ قوي اردو او قوي  پوليس نه لرو .
 څو ورځې د مخه  د قندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس  ارواښاد  عبدالمجيد بابى  ترور شو . آيا ډير افوس نه دى چې د هيواد يو فرهنګي شخصيت داسې په مفته له منځه ځي.؟  دبابي په شان په سل هاو نور علمي ، سياسي ، اجتماعي  او فرهنګي شخصيتونه ترور شوي دي . آيا  دا زمونږ  تاوان نه دى ؟ آيا دا زمونږ بدبختي نه ده چې په زرهاؤ علمي ، فرهنګي ، سياسي او اجتماعي  سرونه مو د خاورو لاندې كيږ ي ؟  
د جمهور رئيس ورور احمد ولي كرزي  د پوليسو په بې كفايتۍ تنقيد وكړ او د كورنيو چارو له وزارت نه يې وغوښتل چې  د عوامو د امنيت غم  وخوري.

2- كار او روزكار
د خلكو د پاره د كار او روزكار برابول ، دا كار ځانته يوه خاصه ستراتيژي او پروګرام غواړي.  پرته له كومې مشخصې ستراتيژۍ او مشخص پروګرام دا كار عملي كيداى نه شي.  د ناټو عمومي منشي  راسموسن  دا غوښتنه كړې ده چې  خلكو ته بايد د كار او روزكار زمينه مساعده شي   چې  ددوي اقتصادي حالت ښه شي  او د طالبانو په ګټه له جنګ نه لاس واخلي  . د خلكو د پاره د كار او روزكار زمينه په هيواد كښې د امنيت  د راتلو نه پس  امكان لري . پوښتنه داده چې دا امنيت به څه وخت  او په څه ډول  راځي ؟ ددې كار  د عملي كيدو د پاره ډير وخت او ډير كار ته ضرورت دى. دا كار هغه وخت عملي كيداى شي چې د دولت او طالبانو تر مينځ يو سياسي   حل منځ ته راشي.  ددواړو خواو تر منځ يو سياسي  حل  ته ضرورت دى  ، دا سياسي حل خو هسې په تشو خبرو منځ ته راتلاى نه شي . همدااوس  د طالبانو په مقابل كښې جكړه په شدت سره روانه ده ، د طالبانو  مشران نيول كيږي .  څه موده مخكښې  ملا برادر او مولوي كبير په پاكستان كې ونيول شول   . شايد ملا برادر او مولوي كبير به  دى ته آماده شوي وو چې د افغانستان له دولت سره  د خبرو ميز ته كيني ، د پاكستان استخباراتو دغه دوه مهم كسان ددې د پاره ونيول چې دوي په خپل سر د افغانستان له دولت سره  مذاكرې  ونكړي ، د پاكستان د استخباراتو هدف دادى چې دوي بايد په مذاكراتو كښې برخه ولري.     پخوا هم داسې شوي دي . ملا رباني د پاكستان په يو روغتون كښې وفات شو . ملا رباني هم د مذاكراتو طرفدار ؤ .  ملا ضعيف ، ملا متوكل او يو شمير نور د طالبانو مشران له پاكستان څخه  ناراضه دي . همدا پاكستان ؤ چې دوي يې امريكې ته د پيسو په مقابل كښې وسپارل او دكوانتانامو زندان ته  وليږل شول.   فكر كوم په دې حساس او تاريخي وخت كښې پاكستان ته ښايي چې  په افغانستان كښې د سولى او له طالبانو سره د مصالحې په پرسه كښې  له واقعيت بينئ نه كار واخلي او په اخلاص سره همكاري وكړي كه پاكستان دا كار ونه كړي نو په پاكستان كښې به دا اوسنۍ امنيتي ستونزې نورې هم زياتې او دوام داره شي د پاكستان د پاره بهترينه لار له افغانستان سره د دوستۍ  لار ده او پاكستان بايد په دې لار روان شي. 
 
3-  تعليم
د افغانستان خلك د خپلو اولادونو د تعليم په غم او فكر كښې دي ، د تعليم  د پاره امنيت ته ضرورت دى ، دا د امنيت راوستل د چا كار دى ؟  د مخالفينو له خوا  ښوونځي سوزول كيږي ، زمونږ اولادونه له تعليم نه پاتې كيږي ، دا لوى مصيبت او لويه ستونزه ده. تر څو چې په هيواد كښې سرتاسري امنيت ټينګ شوى نه وي نو تر هغه پورې به د تعليم په برخه كښې د خلكو ستونزې حل نه شي . بيا هم د سولى او امنيت د رواستلو د پاره  سياسي حل ته ضرورت دى . دا سياسي حل د مذاكراتو  له لارې منځ ته راتلاى شي. كاونډي هيوادونه په افغانستان كښې د سياسي حل لار بندوي. كه سعودي عربستان د سياسي حل د پاره د همكارۍ اقدام وكړي نو د ايران له خوا يې مخه نيول كيږي ، كه تركيه د طالبانو او دافغانستان ددولت تر منځ د مصالحې د پاره  يو قدم اخلي نو هلته ايران او پاكستان يې مخه نيسي ، كه هندوستان په دې لار كښې پښه مخكښې ايږدي نو د پاكستان له خوا دا پښه پرې كيږي . افغانستان د بزكشئ ميدان  ګرځيدلى دى او افغانستان د بزكشۍ  وزګړی دى ، هر څوك يې ځان ته راكشوي ، خداى خبر چې څوك  به په پاى كښې په دې بريالى شي چې دا وزكوړی  د لوبې په  دايره كښې واچوي  او قهرمان شي .   فكر كوم چې تر  هغې پورې به ددې وزګوړي د بدن ټول اعضاء  پارچه پارچه شي او هيڅ به پاتې نه شي.
ددې د پاره چې افغانستان د خارجي هيوادو د رقابتونو  په اور كښې له سوزيدو نه وژغورل شي نو ددې كار  د پاره د افغانانو تر منځ  اتحاد او اتفاق  ضروري دى ، متاسفانه دا هغه څه دي چې د افغانانو په وس كښې نه ده . افغانانو په يو شي اتفاق كړې دى چې اتفاق به نه كوو.  خداى دې وكړي  چې دا خبره سر چپه شي و افغانان  په خپلو كې د اتفاق  د پاره متفق شي.
4-  صحي  خدمات
د افغانستان خلك څرنګه چې ډوډۍ ته ضرورت لري همداشان صحي خدماتو ته هم ضرورت لري. د صحي خدماتو د پياوړي كيدو د پاره هم امنيت ته ضرورت دى. كه امنيت ښه وي نو ډاكټران او د روغتونونو عمله په آرام فكر سره كار كولاى شي او په آرام فكر سره د مريضانو  علاج كولاى شي.  خارجي هيوادونه له طالبانو سره پټې  معاملې كوي ، هغوي ته پيسې وركوي تر څو په افغانستان كښې ددوي د صحي  خدماتو مخ نيوې ونه كړي ، دا كار  د رشوت په وركولو كيږي خو چې كله رشوت ورنكړ شي نو بيا ډاكټران هم ترور كيږي ، روغتونونه هم ورانيږي ، د خلكو په زړونو كښې ويره هم پيدا كيږي . دا عملي كار نه دى ، دا يو داسې كار نه دى چې دوام ولري ، دوام دار كار او عملي كار په هغه صورت كښې امكان لري چې د افغانستان د لانجې   سياسي حل  لاس ته راشي . پرته له دې په چل او ول كار مخكښې تلاى نه شي . 
5-    د بمباريو بنديدل .
لويه ستونزه په مدني خلكو ړندې بمبارۍ دي.  څو څو ځله دا كار تكرار شوى دى ، عذرونه  وړاندې شوې دي  ،  بيا بيا د ببماريو د نه كولو وعدې وركول شوي دي خو سره له دې بيا هم بمبارۍ كيږي. ددې معنى داده چې څه خلل موجود دى . دا خلل بايد له مينځه لاړ شي. يو خراب موټر چې د يو سم مستري په لاس جوړ شي  هغه بيا ډير وخت كار كوي او چليږي  خو كه يو ناپوهه او بې تجربې  مستري دا كار وكړي  او  خلل  له منځه يو نه سي   نو بيا دغه موټر بيا بيا خرابيږي او په لار كښې ودريږي.   
6-   اداري فساد :
 اداري فساد  يوه بله ستره ستونزه ده. د افغانستان د حكومت په ادارو كښې اداري فساد  موجود دى او همداشان    د خارجيانو لاسونه هم په فساد كښې رنګ دي  . د اداري فساد د له منځه وړلو د پاره خاصه توجه په كار ده. دا فساد هم هغه وخت له منځه تللى شي چې يو سياسي حل منځ ته راشي.  يادونه وشوه چې خارجيان طالبانو ته رشوت وركوي چې ددوي د كار او فعاليت مخه ونه نيسي . يو مثال يې په سروبي كښې  د فرانسويانو له خوا طالبانو ته د رشوت وركول دي چې دا خبر په رسنيو كښې هم خپور شوى دى.
د سولې او امنيت په لار كښې ډير خنډونه پراته دي . دا ټول خنډونه په  تفاهم سره له منځه تللى شي . په افغانستان كښې سوله او استقرار  د افغانستان د خلكو د پاره ضرور ده ، په افغانستان كښې سوله او امنيت د افغانستان كاونډيو هيوادو ته حياتي ده ، په افغانستان كښې سوله او امنيت بين المللي ټولنې ته مهمه  او مفيده ده .
نو بهتر ده چې  كاونډي هيوادونه او بين المللي ټولنه  د افغانستان  له دولت   سره  يو ځاى د سياسي حل د پاره   مخلصانه كار او هلې ځلې وكړي او  مشكلات  له منځه يوسي.
په افغانستان كښې د جنګ حالت بايد د سولې   په حالت بدل شي  او د جنګ منطق د سولې په منطق واوړي . د افغانستان  مشكل د جنګ  او زور له لارې نه شي حل كيداى ، ددې مشكل د پاره سياسي حل ته ضرورت دۍ نو ځكه ښايي د سياسي حل لار ونيول شي  او تعقيب .