مخاطب


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 316

څوک چې نورو ته د څه ویلو تکل کوي، که په هر بڼه وي، که په هر فورم کې وي او که د هر هدف له پاره وي باید د پیغام د مقابل لوري دریځ ته هم پام وکړي. د انسانانو تر منځ تفاهم داسې یوه معامله ده چې سړی یې په یوه ناهیلي کوونکي فارمول کې خلاصه کولای شي : «د یو لړ نا ممکنو چارو سره پرله پېیل».
د پیغام پیلوونکی (منبع) څومره باوري دی چې همدغه پیغام مقابل لوري ته رسول غواړي؟ څومره پر ځان ډاډ لري چې هغه څه چې افاده کوي هغه د ده اصلي پیغام دی؟ تر کومه حده په دې باوري دی چې د افادې پر وسیله (ژبه، رنګ، غږ، ننداره او نورو، حتی ګوزار) حاکمیت لري؟
د پیغام اخیستونکی هم خپل ځانګړي محدودیتونه لري. تر هر څه د مخه دا مالومه نه ده چې د پیغام اخیستو ته تیار دی که نه دی؟ بیا که د پیغام اخیستو ته تیار هم وي هغه مادي شرایط چې دی ورسره مخ دی تر کومه حده پیغام ته اجازه ورکوي چې تر ده ورسي؟ دا هم باید وکتل شي چې پیغام اخیستونکی ټول پیغام اخلي او که فلتر کوي یې؟
د پیغام رسولو وسیله بیا بل غم دی. تر کومه حده دا وسیله باوري ده؟ څومره پرازیت پرې اغیز ښندي؟ تر کومه حده د مطلوب پیغام د رسولو له پاره مناسبه ده؟
دا خو هسې د نمونې په توګه څو پوښتنې وې چې یادې شوې، دغه د ستونزو سلسله دومره اوږده ده لکه د بشریت تاریخ. په هر ځای، په هر کونج، په هر ګرزني کې سل بلاوې یا په څو دی، یا ویدې دي. چې سره له دې هم انسانان، او نه یوازې انسانان بلکې ډېری موجودات، د پیغامونو په استولو او اخیستلو بوخت دي او د دنیا نظام لا ورته ټینګ دی، که معجزه یې نه بولو، بل څه نوم ورته اخیستای شو؟
یوازې د ژبې او وینا په یوه وړوکې برخه کې به ځان محدود کړو. زه د ننګرهار د روداتو یم. له چا سره ځان په جوال کې اچول زما د سیمې یوه ډېره عامه اصطلاح ده چې په مشکله به څوک ترې بد تعبیر واخیستای شي. یو دوست ته مې په یوه لیکنه کې همدغه عامه، عامیانه اصطلاح و کاروله. هغه دوست، چې که څه هم پښتون دی، لیکوال دی، د ژبې په ټولو نازکیو پوهېږي زما دا خبره بده و منله. تر اوسه لا نه پوهېږم چې زما په دې خبرې کې کوم ځای د انتقاد وړ دی خو زما ژبني، ټولنیز، د چاپېریال فلترونه او زما د دوست هغه ظاهراً په یوه مېچ نه وو برابر. شاید په هغه چاپېریال کې چې زما دوست په کې خپل شخصیت ته وده ورکړې وه، د هغې سیمې پښتو یا په هغې سیمې کې بله کومه مروجه ژبه به زما دغې ډېرې عادي او مانوسې اصطلاح ته ورته بل کوم مفهوم لري چې زه ترې بې خبره یم او هغه پرې خبر دی.
دویمه بېلګه : په فرانسه کې د عتیق رحیمي فلم «خاکستر و خاک» د لومړي ځل له پاره ښوول کېده. کله چې له تالاره راووتو یوه کتونکي د تحسین په انداز کې وویل : «د ترانسپورت مشکلات یې خورا ښه تمثیل کړي دي.» د عتیق رحیمي فلم، چې زه پرې پوه شوی یم، په یوازې والي اوبې کسۍ کې د بې پایه انتظار انځور دی.
یو بل مثال : له دوو تنو دوستانو سره مې پر یوې کیسې خبرې کولې. یوه د څوارلس سوو کلمو لنډه کیسه د نا کافي تفاهم له پاره یوه ډېره تنګه ساحه ده. زما ملګري هم دواړه د کیسې د فن استادان وو. دا احتمال چې دلته دې هم د پیغام د انتقال ستونزې پیدا شې ما ته کم ښکارېده. خو زه تېر وتی وم. دواړو دوستانو مې په کیسه کې خبرې درلودې خو د دوی خبرې د داسې څه د نشتوالي په هکله وې چې د کیسې په متن کې ډېر جوت ښکارېدل. نه په لیکنه کې ستونزه وه، نه د لوستونکو په پوهه او درک کې نو ولې دا پوښتنې راپیدا شوې؟ علت یې بیا هم هغه فلترونه دي چې زما دوستانو د کیسې د لوستو پر مهال فعال کړي وو.
هغه څه چې زه یې ویل غواړم او هغه څه چې مقابل لوری یې اخلي ډېر کم داسې پېښېږي چې سره یو شی وي.
ژورنالیست وي، که کیسه لیکوال وي او تر یوه حده که شاعر هم وي، مجبور دی چې د لیکلو پر مهال د مقابل لوري فکر ورسره وي. لیکوال باید هڅه وکړي چې د امکان تر پولې خپل پیغام داسې جوړ کړي چې نورو ته یې اخیستل اسانه وي. لیکوال اثر پیدا کوي، مګر دا لوستونکی دی چې د لیکوال اثر ته واقعیت وربخښي. پرته د لوستونکي له همکارۍ د لیکوال اثر د کاغذ پر مخ توی شوی رنګ دی یا د غږونو یوه لړۍ ده، یا پر سکرین روښانه شوي ټکي دي. یوازې هغه مهال دغه مادي پدېدې په اثر، خصوصاً په هنري اثر، بدلېږي چې مخاطب ومومي.
د هنري اثر په تولید کې د مخاطب هېرول تر پیدا کېدو وړاندې د اثر وژل دي.