د قانون حاکميت


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • رفیع الله نبیل
  • 687

نړیوال اسلامی پوهنتون – اسلام آباد
سینګا پور چې کله له مالیزیا جلا شو سیاسی شننوکو دا اندیښنه رابرسیره کړه, داسي یو هیواد چې په ځان بسیا طبیعی زیرمی، پیاوړې اقتصاد ونلري پر پښو نه شي درېدای، د سینګاپور هیواد به هم له پښو ولویږي او پاېښت به ونه لري . خو د سینګاپورد چارواکو هوډ اونیت پاک و او له صفره ېې کار پيل او په دې وتوانیدل چې یوه سالمه ، شفافه اداره رامنځته کړي، د ټولني بنسټ یې په داسې قانون ودراوه چې له هر چا پورته او په هر څه حاکم وه، چې له برکته یې نن ورځ سینګاپور د سیالانو په لیکه کې نېغه غاړه ولاړ دې.
د سینګاپور په څير، دا د هر حکومت دنده ده چې د خپلو وګړو د سر او ما ل ساتنه وکړي ، ټولو ته يو شان نیاو( عدالت) برابر او د ژوند اړتیاوی ورپوره کړي .
د سینګاپور په پرتله افغانستان پریمانه طبیعی زیرمي لري قانون هم شته ( محکوم) که له یو پلوه سینګاپور پرمخ تللي اقتصاد لري، د نړۍ په کچه پنځم هغه هیواد دي چې اداري یې سالمي او شفافي دي. خو له بل پلوه د افغانستان اقتصاد په کچکول تکیه دی، په اداري فساد، اختلاس، بډو کې له سومال را وروسته دویم ځای لري. ددې هر څه قیمت خوار ولس پري کوي،ټپونه ېې د رغېدو پر ځاي نور هم شړيږی. خو که چارواکي خپل مسؤوليتونه وپيژني او د قانون په پلي کولو کې له اخلاصه ډګ ګامونه پورته کړي، ورسره د مور او ميرې سلوک ونه کړي، باور دى چې د  زورېدلي  ولس د ستونزو ګراف به له مستۍ پريوزي او لنډ به شي.
مونږ دلته يوازې د اساسي قانون هغه مادو ته اشاره کوو چې تر نورو ډېرې محکومي او د تېري ښکار دي، چې له امله يې د ولس ورځنی ژوند  تريخ دي.
درويشتمه ماده:
ژوند د خداي جل جلاله بښنه او د انسان طبېعي حق دی ، هېڅوک له قانوني مجوزې پرته له دې حقه بې برخې کېداى نشي.
څلېريشتمه ماده:
آزادي د انسان طبيعي حق دی . دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته چې د قانون له ليارې تنظمېږي حدود نلري .
د انسان آزادي او کرامت له تېري خوندي دی .
دولت د انسان د آزادۍ او کرامت په ساتنه او دروناوی مکلف دی.
اته دېرشمه ماده:
د شخص استوګنځی له تېري څخه خوندي دی.
هيڅوک د دولت په ګډون نشي کولای د استوګن له اجازې يا د واکمنې محکمې له پریکړې پرته او بې له هغو حالاتو او لارو چې په قانون کې ښودل شوي ، د چا کور ته ورننوزي يا يې وپلټي.
د څرګند جرم په مورد کې مسؤل مامور کولای شي د محکمې له مخکنۍ اجازې پرته د شخص هستوګنځي ته ورننوزي يا هغه وپلټي. نوموړی مامور مکلف دی کورته له ننوتو يا د پلټنې وروسته، په هغه موده کې چې قانون يې ټاکي د محکمې قرار تر لاسه کړي.
څلوېښتمه ماده:
ملکيت له تېري څخه خوندي دی.
شېر شاه سوري خپل زوى لدې کبله د  لښتو لاندي واچوه، کله چې په فيل باندې سپوروه او د يو غريب سړي ميرمن يې په لاره کې ځورولې وه .
سلطان محمود غزنوي د خپل وخت غښتلی واکمن ؤه، سلطنت يې تر لېرې غزونې کړې وې . دده دسلطنت په محوطه کې کاروان ولوټل شو، اويوځوان هلک په کې ووژل شو. د ځوان مور د سلطان دربار ته عارضه شوه، او په ترخه لهجه يې سلطان ته شکايت وکړ. سلطان د عذر د وړاندی کولو په بڼه وويل هغه خو ډيره لېرې پرته سيمه ده. بوډۍ په غوسه شوه او ورغبرګه يې کړه، هغه سېمې چې د خلکو د سر او مال ساتنه په کې نشې کولاى ولې فتحه کوې. سلطان سمدلاسه د يو کنډک عسکرو لېږدلو امر وکړ، تر څو هلته د خلکو د سر او مال ساتنه کړي.
له انبياؤ کرامو پرته هېڅ انسان له تېروتنې او سهوې خوندي ندى. زمونږ اسلافو ته ( د اوسنيوچارواکو په خلاف) د سهوې او اشتباه منل، او د هغې په بدل کې بښنه غوښتل د ځان سپکاوى نه ښکارېده، او هر رنګه مشوره ېې په پراخه ټنډه اورېده. د هغوى په دربار کې د کار پله د تشريفاتو په پله درنده وه.پخواني حاکمان که څه هم مطلق العنان وه او له خدای جل جلاله پرته بل هېچا ته مسؤل نه وه ،خو بيا هم هغوى ته لاس رسى د هر کس په وس پوره وه. له همدې امله امير جهانګير د خپلې دروازې په سر زنګ ځړولى وه، هر اړ او مظلوم کس ورته په اسانه لاس رسي لره.
د اروښاد موسی شفيق د پلار ارواښاد ( مولوي محمد ابراهيم کاموي) په اړه يوه خاطره لا تر اوسه ولس په خپلو ناستو کې زمه زمه کوی : کله چې خدای ج بښلى د مزار شريف د مرافعه محکمې له رياست نه تبديل شو، سيمه یيزو چارواکو يې د سامان لېږدونې لپاره يو موټر لېږلی ؤه ، خو دی چې له خپل استوګنځای راووت ، يوه زړه بستره، يو تور چای جوش او څو ګيلاسونه ورسره وه. چارواکو داسې ګڼلې ؤه، چې کېدلاى شی په دغه موټر کې به يې هم قالينې او نور سامان ځای نه شي خو چې و يې کتل د هغه ټول سامان د يوې غوټې په کچه دی هک پک شول. ددې په خلاف زمونږ د اوسني نظام يوه قاضی القضاة په دې پاکه او مقدسه دنده کې خپلې جامې دومره داغي کړي چې پاکول خو يې پريږده کفن به ېې هم ورځنې زېم واخلي.
د کرامت او درناوي په هکله به په دغه بېلګه بسنه وکړو: د هند د دفاع وزير جورج فرناندس امريکا ته ولاړ ، د هوايي ډګر امنتيي مسؤولينو د امنتيي ملحوظاتو له امله د تالاشۍ غوښتنه ځنې وکړه، وزېر د غوښتني په اورېدو بېرته الوتکې ته راستون او نېغ هند ته راوګرځيد . په بدل کې ېې هند د هر امريکي وګړي د تالاشي کولو حکم صادر کړ، اګر که هغه سفير هم وي.تصادفاً يو څو ورځې وروسته د پخواني اولسمشر کلنټن سفر هم هند ته پلان شوى ؤ چې هغه هم د نوي حکم ښکار شو. د نوي امر له برکته امريکی له هنده په ليکلې بڼه بښنه وغوښته، او دا ډاډ ېې هم ورکړ چې په راتلونکي کې به داسي تېروتنه نه کېږي.
زمونږ عام ولس ته چې په کور دننه څه پېښيږي ټول پرې ښه خبر يو، خو زمونږ وزيرانو او وکيلانو ته چې په نړيوالو هوايي ډګرونو کې څه پېښېږي په هغې خدای جل جلاله ، د ډګرونو کارکونکي او خپله همدوى ښه پوهېږي ولس ترې همداسې نا خبره ښه دى.
په پای کې دې پايلې ته رسيږو چې د اوسنيو چارواکو د وزرو لاندې زمونږ ژوند،آزادي،کرامت،استوګنځي، ملکيت څومره خوندي دی ؟ د قوانينو تر پښو لاندې کولو، غلا،بډو،چورچپاول او اداري فساد په مقابله کې څوک ګټونکى دى، چارواکې او که ولس؟؟؟
الله جل وعلا دې نور زمونږ په هیواد کې د وینو لختي وچ کړی،داسې دولت دې را په برخه کړی چې د هغه قانون په کې حاکم وي تر څو په سوله او مینه کې ژوند وکړو.