لالهنده مزل


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نجیبه سارا بیاباني
  • 334

فلصفي نثر
د ټولې ورځې د هلو ځلو سره سره د ستومانۍ لالهنده او پرله پسې منډو څخه وروسته د زېړي مازیګر او بې بنیاده انتظار د سکڼي ماښام په
غمجنو زړونو باندې د تورې شپې څادر ورو ورو غوړوي څوک دمه شي  او تر سباؤون پورې د خپلې ستومانۍ د ایستلو دپاره وروسته له
يوې نمړۍ وچې يا لمدې لکه کاڼی د اوبو په خواږه خوب ډوب او دمه شي ، خو څوک د ټولې ورځې د کړاؤ سره سره د غریب ماښام د تیارې سره سم سترګې په لاره او په شومه دم کې د تور کچکول نه دانه دانه سپینې ملغلرې په ډېرې نازکخیالۍ سره د احساس په نري تار کې پېيي . د اسمان لمنه له ستورو ډکه شي د تپې تیارې په بې رحمۍ سره د بېلتانه په کور کې ښادي جوړه شي خو د مینې انتظار د وصل دپاره هماغسې کاروان په ستومانۍ سره د مزل لاره لنډوي او نه ودرېږي ځکه د ژوند کاروان له خپلې ستومانۍ نه خلاصېږي .
خلک وايي : د ورځينۍ ستومانۍ دمه شپه ده خو زه وایم : د انسان دپاره دمه هله پيدا شي چې له مايوسۍ خلاص شي او د ژوند د سرګردانۍ به هله خلاص شي چې د ابد په خوب ویده شي .
07.09.1996