سوړ سالنګ او دحكومت ساړه تدابير


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 212

پر سالنګ كې د واورو د ښوئېدو او يخنۍ له امله د وژل شويو شمېر تردې مهاله شاوخوا ۱۸۰ تنو ته ورسېد ښايي دا شمېره تر دې هم لوړه شي، دا ۱۸۰ تنه هغه اشخاص دي چې مړي يې تر لاسه شويدي.
رسمي سرچينې وايي چې شاوخوا ۳۰۰ لوى او كوچني موټر تر واورو لاندې پټ دي. دا چې له بده مرغه زموږ په هېواد كې ترافيكي جريان منظم ندى، د نقليه وسايطو د تګ راتګ يا عبور او مرور لپاره د كمپيوترايز خو پرېږده آن د عادي ثبت كوم پلان هم نلرو نو په دقيقه توګه دا سپينول ګران دي چې په رښتيا هم څو عرادې موټر او زموږ څو تنه هېوادوال به تر واورو او كنګل لاندې بند پاتې وي. د دولتي اداراتو د ويناله مخې، د جنوبي سالنګ كم تر كمه درې كيلو متره ساحه دواورو تر يرغل لاندې راغلې، خو عيني شاهدان او په واورو كې بند خلك بيا وايي چې د سويلي او شمالي سالنګ تقريباَ ۶۰ كيلومتره سرك واورو پوښلى خو په ځينو سميوكې د واورو حجم ډېر زيات او ځينو سيمو كې كم دى چارواكي وايي د جنوبي سالنګ د كلينر د قبر له ساحي تر خاكي پول پورې تر اوسه ۴۵ ځله واوره ښوئېدلې ده.
دا يواځې نقليه وسايط ندي چې د واورو غرونو لاندې كړيدي، بلكې په دې سيمو كې ولسونه او كلي هم ژوند كوي چې هغوى هم يا تر واورو لاندې شوي او يا يې واورو ژوند په ټپه درولى دى.
دا لومړى او دوهم ځل ندى چې په سالنګ او د هېواد په نورو سيمو كې خلك تر واورو لاندې دژوند له نعمت څخه بې برخې كېږي، بلكې داسې لسګونه دردوونكې نمونې لرو. خو له بده مرغه چې حكومت يې په اړه ډېره بې تفاوتي ښيي او هېڅ پروخت اقدام نه كوي. دا سمه ده چې دطبعي پېښومخنيوى ناشونى دى خو ددې پېښو وړاندوينه او ددې پېښو د تلفاتودمخنيوي لپاره چمتووالى خو ناشونى ندى. حكومت خو دافغانستان له اوبو اوهوا(اقليم) سره نابلده ندى،هغه سيمې ډېرې ښې پيژني چې هرژمى دواورو، باداوباران ، سړو او سيلابونو له ګواښ سره مخ وي. دا چې اوس سالنګونه د واورو تركوم يرغل لاندې راغلي دي حكومت له دې طوفان او سړې سيلۍ څخه خبروو.
دولت په خپل تشكيل كې دهواپېژندنې اداره هم لري او هره ورځ په راډيو اوتلويزيون كې دهواحالات هم بيانوي داسمه ده چې پردې وړاندوينې ډېر حساب كېدلى نشي خو له حقايقو ډېرې لېرې او له ګټوډېر تش هم نه وي . همداراز هره ورځ به رسنيو خبر وركاوه چې هغې سړې سيلۍ چې په چين كې ګڼ خلك ووژل او ژونديې په ټپه ودراوه اوس افغانستان او په ځانګړې توګه د هندوكش غرونو ته مخه كړې ده، حكومت بايد وار دمخه هلته د مرستې ګروپونه، خوراكي او تودوونكي توكي، تودې جامې، ګليډر، بلدوزر او نور ماشين الات سيمې ته وررسولي واى.
همدا راز د واورو له پيل سره سم يې بايد د ترافيكو جريان محدود او يا درولى واى. هغو موټرو ته يې بايد له سره پر سالنګ د ورختلو اجازه نه واى وركړې چې فعالې بخارۍ، ګرموونكې يا يخ ضد اوبه (انتي فريز) ځنځيرونه يا چاينونه نلري.
لكه چې وموويل يواځې سالنګ د واورو له ګواښ سره مخ ندى، بلكې همدا څو ورځې وړاندى هم چارواكيو د هېواد په نورو سيمو كې د واورو او يخنۍ له لاسه د ۲۰ تنو هېوادوالو د وژل كېدو خبر وركړى وو. همدا اوس هم د واورو له امله د اروزګان – كندهار، وردګ – باميان، غور – دايكندي او نورې ډېرې لويې لارې بندي دي، د دايكندي په شهرستان ولسوالۍ كې واورولسګونه كورونه نړولي او خلك يې وژلي دي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال رجب ويلي دي چې دوى هېڅ داسې وسايط نلري چې په مرسته يې په واورو كې بند موټر راوباسي.
آن خبريالان وايي چې د سخت باد او د واورو د ښوئېدو د خطر له امله مرسته كوونكي اشخاص هم د بندو خلكو مرستې ته نشي ورتللى. عيني شاهدان او په واورو كې بند خلك د تيليفون له لارې پر حكومت او ولس غږ كوي چې كه دوى ډېر ژر ونه ژغورل شي نو ښايي له ژونده لاس ومينځي.
په دولت كې له طبعي حوادثو سره د مبارزې پر ادارې سربېره ګڼې نورې ادارې هم شته چې دنده يې له همدې ډول پېښو سره مبارزه، د هغو مخنيوى، له ځپليو سره مرسته او پر وخت سيمې ته وررسېدل دي، د همدې موخو لپاره د ولسمشر د دوهم مرستيال كريم خليلي په مشرۍ يوه كمېټه هم جوړه شوېده. له بده مرغه دوى هغه وخت د اقدام فكر كوي چې ،ستونزه راپېښه شي. سره له دې چې دا هره يوه اداره ځانته بوديجه او تشكيل هم لري، معاشات او امتيازات، كورنۍ او بهرنۍ مرستې هم اخلي. دوى هېڅكله هم مخكې تر مخكې چمتووالى نه دى لرلى. آن ځينې يې ځكه ددا ډول غميزو لارڅاري چې د دوى غوا پكې لنګه شي دوى د بل په شر كې خپل خيرلټوي.
زموږ په هېواد كې يو ناسم دود دادى چې حكومتي ادارې او شخصي انجوګانې د دا ډول پېښو له تر سره كېدو وروسته پر نړيوالو د مرستو غږ كوي، چې يو خوله ځايه دا مرستې له دوى سره ډېرې ناوخته تر سره كېږي بيا دوى پكې چاڼ كوي او آن څو مياشتې وروسته له غوا څخه غدودى مستحقينو ته وركول كېږي چې ښې بېلګې يې د دايكندي اوسېدونكي دي چې اسماني افت پرې تېر كال ژمى راغى خو مرستې يې په پسرلي كې ورورسېدلې يا دا چې د غزني له مصيبت ځپليو سره مرسته شوي ښه غنم، په بې كيفيته او ورستو غنمو بدل شول .
بل ناسم دود دادى چې حكومت په داسې مواردوكې يواځې په غمشريكۍ، ژمنو، ډاډګېرنې او غندلو بسيا كوي په داسې حال كې چې دا سم كارندى، آيا د سالنګ د همدې اوسنۍ پېښې حجم دومره كوچنى دى چې په يواځې تشريفاتي غمشريكۍ بسيا وشي؟ نه هېڅكله نه، حكومت بايد ددې لپاره يوه ورځ ملي ماتم اعلان كړي، هغه مسؤولين محاكمه او مجازات كړي چې دسستۍ او بې غورۍ له كبله يې دا غميزه را منځته شوه او هغه اشخاص بايد تقدير او ونازوي چې د ځپليو او بندو هېوادوالو په ژغورلو كې يې هڅه كړېده.
د افغان دولت مسؤولينو په دې اړه ډېره بې غوري وكړه، د كورنيو چارو او دفاع وزيرانو اوله طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې چارواكيو تېره ورځ له رسنيو سره په خبروكې داسې وښوده لكه دوى چې رسنيو ته خپله بريا او تر سره كړي كارونه شمېري، يا دا چې احصائيه وړاندې كوي ، دفاجعې پر عمق ، لاملونو اوروان حالت هېڅ ونه غږېدل په داسې حال كې چې ملت له دوى څخه ډېرې هيلې لري او دوى هم په دې اړه ګڼ مسووليتونه لري. د سالنګ په پېښه كې د ايساف، ملي اردو او پوليسو په څه نا څه هڅو هم سترګې پټول بې انصافي ده او بايد كور ودانى ورته وويل شي خو دا په هېڅ ډول كفايت نه كوي.
حكومت، بايد دپاتې كسانو د ژغورنې لپاره بېړني هراړخيز ګامونه واخلي، له ملت، بهرنيو ځواكونو او نورو خيريه موسساتومرسته وغواړي. او له ځپليو سره هم بېړنۍ مرستې وكړي.
داسې مرستې نه چې په يوې كلچې صابون او يوې ارزان بيه كمپلې يې وغولوي او مرستې هم له اختر وروسته دنكريزو بڼه خپله نكړي. همدارازبايدپه راتلونكي كې دداډول غمېزود مخنيوي لپاره هراړخيز پركتيكي ميكانيزم جوړ كړي. داسې پلان چې ترمخه يې بايد ښكار دام ته و نه رسېږي.