اجمل خټګ د خپل عصر عظيم شخصيت


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 349

اجمل خټك د خپل  عصر  يو عظيم شخصيت ؤ ، داسې يو شخصيت  چې په لكونو كسانو كښې    او په  پيړ يو پيړيو  كښې په نادر ډول  يو يو پيدا كيږي .
اجمل بابا يو بې جوړې سياست دان ؤ ، هغه يو بې جوړې شاعر او اديب ؤ ، هغه يو بې جوړې  فيلسوف ؤ  ، هغه يو بې جوړې ستر انسان ؤ .  
اجمل خټګ   بابا  د  خوشحال خان خټك له خاورې سر راواچت كړ ، په اباسين او تاتره يو بل مشال شو ،  د غيرت يوه چيغه شوه  او په ټوله پښتونخوا يې د خپل علم ،  پوهې ، سياست او  معرفت  رڼا خپره كړه  ، ددې رڼاپه بركت  د علم او معرفت  په زركونه تياره ذهنونه  روښانه شول .    . اجمل بابا  د خلكو په زړونو كښې  له وطن سره د مينې  داحساس  د ژوندي كولو په خاطر رنګارنګ ترانې وويلې ، په  پښتون قام  كښې يې د اتفاق او اتحاد  د پيدا كيدو د پاره په زور زور چيغې ووهلې .
هغه د  پښتون قام  بد حال ته  كتل او دا يې ارمان ؤ چې  دا قام  لږ رابيدار شي ، لږ احساس پيدا كړي ، لږ حركت وكړي  ، لږ  له  سيالانو نه وشرميږي  او په  ځان  كښې  بدلون راولي .
 هغه په خپلو سترګو ليدل چې  د پښتون قام در په در دى ، د پښتون قام د ظلمونو  ښکار دى او  دا قام  له ډول ډول  ستونزو  سره مخامخ دى .
هغه   ليدل چې  د بې عدالتۍ په دې  جهان كښې    د پښتنو حق خوړل كيږي .
 هغه ليدل چې دپښتنو  په ښګلې  پاكه او جنتي   خاوره  اور بل دى  او  جهنم  ترينه  جوړ شوى دى .
هغه ليدل چې    پښتانه په خپل كور كښې او  په خپل وطن كښې درپه در او سرګردانه  دي  .
هغه ليدل چې په رڼا ورځ  د پښتون په حق  سترګې پټې  كيږي .
هغه ليدل چې د  پښتون وينه په ناحقه توئيږي .
هغه ليدل چې  پښتانه په بمونو الوزي ،  كورونه يې ورانيږي ، خاورې يې په سر كيږي   خو  څوك يې نه  په غم او نه په قيصه  كښې دي.
هغه پوهيده چې پښتون د طالب په نوم وهل كيږي او وژل كيږي.
هغه پوهيده چې پښتون د مسلمان او  ملا په نوم له منځه ځي.
هغه پوهيده چې د پښتنو د تعليم مخه نيول كيږي
هغه پوهيده چې د پښتنو په فرهنګ  لوبې كيږي ..
هغه پوهيده چې   پښتون  ته په سياسي ، اقتصادي او امنيتي برخو كښې سختې  ضربې او  صدمې رسيږي .
 د هغه زړه داغ داغ ؤ ،د  هغه زړه  غمجن  او ناقرار  ؤ ، د هغه فكر پريشان ؤ .
 هغه د پښتون په بې غورۍ ژړل ،
هغه د پښتون په بې پروايۍ ژړل ،
هغه د پښتون په بې اتفاقۍ ژړل ،
 هغه د پښتون په سرتور سر او بربنډ لغړ   ځان ژړل .
هغه د پښتون په بد نصيبۍ  ژړل .
هغه د پښتون  په لوږه او تږه خپه ؤ .
 هغه د پښتون په  غريبۍ او مفلسۍ خپه ؤ .
نو ځكه يې   پښتنو ته  دا  خواست كولو چې :
اى پښتنو !  را ويښ شي  اول  ځان بدل كړي او بيا د ظلم او زور جهان بدل كړئ.  له حالاتو سره مقابله وكړي  او په نره مبارزه وكړئ.
له پښتنو څخه د هغه هيله  او غوښتنه دا وه چې  ځانته د مينې او محبت يو نظام جوړ كړ ي او په دې نظام كښې د  ورورۍ او عزيزولۍ  ژوند وكړي.
له پښتنو نه د هغه خواهش دا ؤ چې ځانته  د انسان د شرافت  يو كور جوړ كړي او په دې كور كښې  د عمر شپې سبا كړي.
اجمل خټګ د پښتون قام دښه ژوند د پاره ، ددې قام د عزت او وياړ د پاره په زړه كې   مقدسې  او سپيڅلې   هيلې او آرزو كانې درلودې
اجمل بابا د يو پاك او سپيڅلي لوي  زړه خاوند ؤ .
 هغه ټول عمر د پښتون قام په غم كښې تير كړ ، ږيره يې   د همدغه بدبخته قام د سرلوړۍ او ترقۍ په غم كښې سپينه شوه  ، ماغزه يې ويل شو ، نظر يې كمزورى شو ، د زړه طاقت يې ختم شو او په پاى كښې يې د تل دپاره سترګې پټې كړې او له دې فاني او جنجالي دنيا نه  يې رخصت واخيست . 
هغه  دعا كوله چې د پښتو ن  په تياره ژوندكښې  روښنائي را شي
هغه دعا كوله چې د پښتنو په سينو كښې د كينو او تربګنو زهر   د مينې او محبت  په خوږو بدل شي .
هغه دعا كوله چې د پښتنو   تياره ذهنونه د علم او پوهې په رڼا روښانه شي .
اجمل بابا د پښتون دښمن ښه پيژندلى ؤ ، هغه خپل دښمن ته  هيڅكله    تسليم نه شو .
هغه ته  د لوړو منصبونو وړانديزونه وشول .
هغه ته د دولت وعدې وشوې .
هغه ته  د رتبې او مقام  پيشنهادونه وشول.
خو هغه  د منصب دپاره خپله پښتو خرڅه نه كړه.
هغه  د دولت د پاره  ذلت قبول نه كړ .
هغه د رتبې او مقام د پاره   د  خپل غرور او عظمت  دروند  سر ټيټ نه كړ .
هغه  د د ښمن په چلونو او سازشونو پوهيده  ، هغه   په  خوله خوږ د پښتون   دښمن پيژندلى ؤ ،
نو ځكه   يې داسې وويل :
مونږ ټول خواږه دښمنان وپيژندل
مونږ زاړه نوي ياران وپيژندل
 ستا پخوانو او اوسنو ته سلام
اى زمانې ستا رنګينو ته سلام
د پښتنو دښمنانو  د اجمل خټك او د پښتنو د نورو مشرانو تر منځ  د بې اعتمادۍ فضا پيدا  كړه ، ځيني يې په دولت خوشحاله كړل او ځني يې په منصب خوشحاله كړل . د پښتنو هغه تحريك چې پاچاخان پيل كړی ؤ ، هغه تحريك  بې خونده   كړاى شو .
كله چې د پښتنو يو ستر سياسي ، ادبي ، فرهنګي ، علمي يا ملي شخصيت له دې دنيا نه رخصت واخلي نو بيا زما په شان ډير ليكوالان قلم په لاس كښې واخلي او  خپل تأثرات وليكي . كاش چې مونږ دا كار  هغه وخت وكړو كله چې د اجمل بابا په شان  عظيم  شخصيتونه  ژوندي وي .
خوشحال بابا څه ښه ويلي دي  :
 د خوشحال قدر كه اوس په هيچا نشته
پس له مرکه         به    يې    ياد كا ډير عالم

اجمل خټك چې ژوندى ؤ نو چا يې پوښتنه نه كوله خو اوس چې دغه نابغه شخصيت  له مونږ نه بيل شو نو مونږ  يې يادوو او صفتونه يې كوو.
كه اجمل  خټك د كومې بلې ژبې شاعر وې ، كه اجمل خټګ په كوم بل قوم پورې تړلى   ستر سياست دان وې  نو  نن به  د هغه قوم په هر كور كښې   وير او ماتم وې ، نن  به  چارواكو  لږ تر لږه يوه ورځ  د هغه ستر شخصيت  په احترام  عمومي  رخصتي اعلان كړې وې  ،  د هغه د تدفين  مراسم به يې په دولتي سطح په شاندار ډول  تر سره كړې  وې  او د هغه په ياد به يې مجلسونه او غونډې جوړې كړې وې .
د اجمل خټك د پايې سياستمدار ، شاعر او اديب  چيرته په پيړيو كښې هم نه پيدا كيږي.
خو څه وكړ و  پښتانه  د خپلو  مشرانو قدر نه كوي ، فخر افغان پاچا خان ويلي دي چې :
( په پښتنو كښې بغض او كينه ده . يو پښتون د بل پښتون دشمن دى .  اتفاق نشته ، ته زما په خوشحالۍ خوشحاله نه يې او زه ستا په خوشحالۍ خوشحاله نه يم. ته زما خير نه غواړې او زه ستا خير نه غواړم . ته زما په بربادۍ خوشحاليږې او زه ستا په بربادۍ خوشحاليږم . زه تا وژنم او ته ما وژنې )
اجمل بابا هم  پښتنو ته دا خواست كړی دى چې :
اى  پښتنو ! اى ليونو پښتنو !
يه تنس نس شوو پرګنو پښتنو
راځئ په كور كښې مركه شو سره
د سيالئ وخت دى چې جرګه شو سره
راځئ چې  د اجمل بابا په  پورتنى  خواست پوره كړو. مونږ پښتنو ته پرته له دې چې  په خپلو  كښې  اتفاق وكړو  او  اتحاد وكړو بله چاره نه لرو . مونږ پښتنو ته څوك خپل حق نه راكوي مونږ بايد خپل حق په خپله لاس ته راوړو .  د حق لاس ته راوړل   په حق باندې  په  عمل كولو  او په حق  باندې د ايمان لرلو په صورت كښې امكان لري.
كه  چارواكي د اجمل خټګ په شان د سترو سياسي او ادبي شخصيتونو  قدر نه كوي او د هغوي د خدمتونو حق نه پر ځاى كوي ، ددې سبب دا دې  چې مونږ پښتانه سست او بيكاره يو. مونږ پښتانه دومره خو كولاى شو چې په خپلو كښې سره جرګه شو او دداسې  سترو شخصيتونو لكه اجمل خټګ  د يادولو او د هغه د سترو سياسي ، علمي او ادبي خدمتونو د نمانځلو د پاره  يوه ستراتيژي او يو پروګرام جوړ كړو ، د هغه  په ياد سمينارونه او غونډې جوړې كړ و ، تحقيقي مركزونه جوړ كړ و ، د هغه په نوم   ښونځي جوړ كړو ، پوهنتونونه جوړ كړو ، ادبي او فرهنګي  ټولنې جوړې كړو.
په پښتونخوا كښې  د  نشنل پارټۍ حكومت دى ، دى حكومت ته ښايي چې  د اجمل خټګ   سترو خدمتونو  ته د درناوئ په خاطر  اقدامات وكړي.
زه خبر شوم چې د پښتونخوا د حكومت لخوا اجمل خټك ته پنځه لكه روپۍ  ليږل شوې وې خو خدايبخښلي اجمل بابا هغه پيسې مسترد كړې  او داسې يې وويل  چې  : "  له ما څخه نور ډير  محتاج خلك شته چې  مرستو ته ضرورت لري دا پيسې  دى هغوي ته وركړ شي." دا د اجمل خټګ د خود دارۍ ، عزت النفس او ستر شخصيت يوه نښه ده . هغه  په پنځو مرلو غريبانه كور كښې ژوند كاوه او په همدې غريبانه  كوركې يې له دې دنيا نه سترګې پټې كړې .
په ټول افغان كښې مې  دا خبر ولوست چې د ارواښاد  ولي خان له درنې  كوورنۍ  څخه د اجمل بابا په جنازه كښې څوك شريك شوي نه وو. زه په دې خبر  غمجن شوم .
كله چې ارواښادپوهاند رشتين د 1989 كال د نوامبر په 26 وفات شو نو اجمل خټګ  له اكوړه خټګ نه په ډير تلوار د سهار په نهو بجو ځان حيات آباد ته ورسولو او په جنازه كښې شريك شو او په دغه  وخت كښې يې يوه ډيره پر جوشه او له احساساتو نه ډګه  وينا وكړه. چې د هغې وينا څو جملې دادي :
رښتين صيب په اخلاص او ايماندارۍ  رښتينولۍ ولس لپاره خدمت كړی دى . رښتين صيب د يوه نغري ، د يوې كورنۍ ، د يوې قبيلې ، د يوې سيمې نه ؤ بلكې د هرې كورنۍ ۍ، د هرې قبيلې او بيا په مجموع كښې د ټول پښتون قام سر تاج ؤ ."
اوس زه وايم چې  د عصر دا عظيم شخصيت ،  اجمل بابا د ټولو پښتنو د سرتاج ؤ . نو  دا تاج به إن شاءالله د تل د پاره  زمونږ د  ټولو پښتنو  د  سر   ښګلا او زينت   وي.