هېوادمل که هېواد..ل


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ساحل سمندر
  • 305

د معمول له مخې مې انټرنېټ چلان کړ چې د افغانستان او نړۍ په اړه د حال نه ځان خبر کړم چې څو ډانګه شوې ده.
د عادت له مخې  لر او بر، بېنوا، روهي، تاند، ټول افغان، سمسور، خوست او خبرونه هره ورځ بې لاناغه ګورم. نن مې د هم د معمول له مخې د بېنوا ويبپاڼې په يو سر ليک سترګې ولګېدې (  د حامد کرزي د حکومت د څلورو وزيرانو د فسادکارۍ دوسيې بشپړي شوي دي )   (۱)
په زړه  کې  مې تېر شول بيا به د کوم وزير د غلا خبره وي چې ددې مظلوم ملت مال ورته د موزيګي مال  ښکاري  او دا مهال د کور دننه او دباندې يې  پدې ډول کې  تيږي  اچولي دي  چې بايد د غلا او غلو مخه ونيول شي خو دا به وخت وښايي چې  څه به وشي او ددې ډول اواز به څومره ريښتيا وی او دا ډول څوک وهي د افغان په غم غمجن او که د افغان د اوښکو پورې ملنډې وهونکی
خو په هر حال! د ليکنې په مينځ کې مې د هېواد مل ( غل ) نوم تر سترګو شو چې کلونه کلونه يې د پښتو د نوم څخه په ګټې د پښتنو په مرۍ لکه د روې خوله ښخه کړې ده او دهغوۍ وينې څښي. دده په نوم سره مې يوه تېره خاطره ياد ته راغله چې کلونه کلونه يې ځورولم: کله چې  د کرزي د دولت په لومړيو کې شمال ټېلوالې د پښتنو پر ضد د بېلا بېلو خواو څخه سنګر ونېوه نو ځينو بااحساسه پښتنو لکه د ماليې اوسني وزير ډاکټر عمر زاخېلوال او اسماعيل يون او نورو... په ښکاره ډول (پټ د کرزي په مشوره ) يو پلان ونيوه چې د ختيځ پښتانه راټول او اسماعيل يون يا بل کوم سترګور او ملاتړلی پښتون يې مشر شي  او ددغه بدنامه ډلې په وړاندې يو خوځښت پيل کړي چې دا پروسه د همدغه هېواد..ل له خوا سبوتاژ شوه دا چې سپين ګويه اسماعيل  يون پدې خبره ولې چوپ دی او ولې دغه څېره نه بربنډوي دا دهغه کار دی!
نوموړي د زياتره پښتنو تر مينځ د کتلست ( شيطان ) په نوم ياديږي ځکه د کرزي په کابينه کې دده دنده د شيطانت او لوغت نه پرته بل څه نه ده. څومره  کارنده او کارپوه وزيران  ( جلالي، بشردوست، احدي او ستر نړيوال مفکر احمدزی ) چې د کرزي  څخه زړه بدي شوي دي ٪۷۰ پکې دده لاس وو او دی . دټولټاکنو پر مهال مې  مې د ټول افغان د خبرونو برخه لوسته چې د يو خبر په پايله کې د سيد مبين شاه  په نوم يو تن تبصره ليکلې وه (سره له دې چې زما په آند په هغه تبصره کې يو څه د ډاکټر زاخېلوال په حق کې زياتې شوی وو (چې نه غواړم زه پرې و غږيږم ) په نوموړی تبصره کې يې د هېواد..ل کړه وړه ښه واضح کړي دي (۲) 
په ۲۰۰۹ ز کال  په لومړيو کې د افغانستان ټايمز لپاره يو ريس  د ډاکټر احمد غلام  په نوم وروپېژندل شو، ډاکټر احمد په اسلام کې ماسټري لري ډير نومتې او پوه شخص دی هېواد..ل انګېرله چې ډاکټر احمد هم لکه دده په څېر د چوکۍ وږی او غلا ته راغلی دی نو په لومړيو کې ترې زيات استقبال وکړ کله چې ډاکټر احمد دنده تر ګوتو کړه نو يې د ښه خدمت په موخه د ادارې په سمونه کې لومړی د پيسو په چارو پسې څرک ولګاوه چې پوه شو چې هر څه په درغلۍ ولاړ دي او په اداره کې نزدې ټول دده لاسپوڅي دي  او هر څه د هېواد..ل په لاس کي دي نو يې د ټولو درغليو نه يو بېلګه چې د ددولت څخه ۲۰۰۰۰ ډالر د نوو کمپيوټرونه د رانيولو لپاره راغلې وو مګر د کمپويټر درک نه وو او ټول هماغه زاړه د وخت نه تېر پراته وو د هېواد..ل مخ ته کېښوده . نو هېواد ..ل په ځاي ددې چې درست ځواب ورکړي  ورته وايي چې ډاکټر صيب تاسې دوه تابعيته لرۍ او د افغانستان د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې  دنده نشۍ اجراکولي تاسې افغان نه ګڼل کيږئ!
حال داچې هېواد..ل هم دوه تابعيته لري او له دې سربېره د جرمني داستخباراتوغړيتوب لري همدا لامل دی چې هېوادغل ته دا مهال پښتانه د .... په سترګه هم نه ګوري او نه يې هغه پخوانی قدر شته ماته افسوس په دی راځي چې نوموړی د درون  روهي صيب زوم دی او د هغه پاکه اروا يې په خپلو کړو نارامه کړې ده
زه خپلې خبرې نه اوږدوم پدې هيله يم چې  دغسې غله ډير ژر رسوا شي  خير که په دار نه راځړيږي تر څو خپل ناولي کړه د خپل وجدان په ايينه کي وګوري او لږ تر لږه پخپل ځان خو لعنت ووايي

وګورئ
۱: http://www.benawa.com/details.php?id=32808
۲: http://www.tolafghan.com/comments/14902