رودوال د مينې سندربول


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • صديق الله بدر
  • 273

هر هغه شاعر، چې د ويلو لپاره يوه خبره ولري اوهغه هم پخپل ډول كې له پوره نويوالي او درد نه برخمن وي، كله چې يې وپوښتې نو بې له ځنډه وايي، چې شاعري يې يو اندروني كيفيت دى. كله، چې په ژوره توګه د داسې شاعرانو هستونې په پوره دقت له نظره تېروو، پر ډېر عاطفيت او درد سربېره اوچتې ښكلاييزې تومنې ته هم په كې ځير كېږو.
ډېرى ادبپوهان په دې نظر دي، چې زموږ دغه شمېر شاعران د خپل كلام په نسبت ډېر صادق وي او همدغه صداقت د شاعر د كلام او د لوستونكي تر منځ د نږديوالي او صميميت د پيدا كېدو سبب ګرځي. دا په دې معنى، چې عاطفه په شعر كې يو تر ټولو اغېز ښندونكى عنصر دى او د انسان باطن ته لاره كوي. دا به پرېږدو، چې ژبه، موسيقي او خيال د لوستونكي د ښكلا خوښونې حس راپاروي. زموږ اوسنى ځوان شعر تر ډېره بريده له همدغې ځانګړنې برخمن دى. موږ دلته د يوه همداسې ځوان شاعر په شعر و شاعرۍ درسره غږېږو، داسې شاعر، چې ډېر ځله خپل شخصي او خپل اندروني كيفيت راسره شريكوي:(( كه په دې خبره باندې ډېر بد ښكاره نه شم او څوك رانه خپه نه شي، په واقعيت كې زه شاعري د خپل ځان لپاره كوم. د هر هغه څه لپاره، چې زه شاعري كوم، زه هغه خپل خودي او اندروني كيفيت ګڼم.))
دا ځوان او نوښتګر شاعر، ښاغلى ډاكتر منقادالرحمن رودوال دى. د رودوال دا خبره دا معنى لري، چې دى د يو هدف پر بنياد شاعري كوي، كه څه هم، چې هغه د خودي او اندروني كيفيت لپاره وي. ښه شاعر هغه څوك دى، چې شعر يې هغه پر لوستونكي او اورېدونكي وپېژني او ومني. رودوال هغه شاعر دى، چې شعر يې له دغه كمال نه برخمن دى.
زموږ د ادبپوهانو په اند ښه شعر هغه دى، چې شاعر راته راوپېژني، چې هغه څوك دى او څه ويل غواړي؟ معنى دا، چې هغه له خپلو محسوساتو او مكنوناتو نه راته خبرې وكړي، خپل كيفيات او اندروني حالت له خلكو سره شريك كړي. د دغه شمېر ادبپوهانو په نظر، دا چې موږ محجوب خلك يو، زياتره وخت كوښښ كوو هغه څه، چې پخپل اندرون كې يې لرو هغه له خلكو پټ كړو، خو رودوال كوښښ كوي، چې له خلكو سره خپل اندروني كيفيات او حالت، چې تر ډېره خودي بڼه هم لري، شريک کړي.

پېژندنه:
ډاكټر منقادالرحمن رودوال د ښاغلي سيف الرحمن زوى، له نن څخه ۳۲ كاله وړاندې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د بړو په كلي كې زېږېدلى دى.
نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې په خوشال بابا او ننګرهار لېسو كې تر سره او په ۱۳۷۶ كال كې د ننګرهار طب پوهنځي ته بريالى شو. د ننګرهار په طب پوهنځي كې له څه مودې زده كړې وروسته، د ځينو سياسي ستونزو له كبله د كابل طب پوهنځي ته راغی،  چې اوس يې دغه مزل په برياليتوب سره پاى ته رسولى دى.
رودوال په تنكى عمر ( هغه وخت چې لس كلن دولس كلن و ) د شعر د ښاپېرۍ ورغوى پرانستى: (( فكر كوم دا پېريان وو، اول يې نښې نښانې موجودې وې، وهم يې و، توهم و، يوه وېره وه، يو احساس و، يوه انګېرنه وه، چې بيا راښكاره شو، بيا راباندې راغلل، ان په دويم او درېيم ټولګي كې د لين سر ته به ترانې ته راوتم. هماغه وخت كې يو شاعرانه ازانګۍ په ما كېناستې.
له هغه نه را وروسته بيا د خوشال بابا لېسې ته راغلم او دا هغه وخت و، چې زه فكر كوم شاعرانه بهير ته ورګډ شوى وم، دا د ۱۳۶۷ -  ۱۳۶۸ كلونه وو.))
د ( رود په تال كې ) د رودوال لومړۍ شعري ټولګه ده، چې په ۱۳۷۸ كال د هيلې مجلې د ادارې له خوا، په ۵۰۰ ټوکو كې دانش خپروندويې ټولنې چاپ كړې ده. په دغه ټولګه كې، د شاعر د لومړنيو هستونو ۴۳ ټوټې غزلې، څلوريځې او ازاد شعرونه خوندي شوي دي. دا په داسې حال كې، چې له پيله تراوسه ښاغلي رودوال بلا ډېره شاعري كړې، خو تر كومه بريده، چې زه د يو دوست په توګه هغه پېژنم، هغه خپل ځينې شعرونه، چې د يوې پاكې مينې سندرې دي، ډېر شخصي ګڼي او چاپولو ته يې زړه نه ښه كوي.
پر شعر و شاعرۍ سربېره رودوال، كله كله لنډې كيسې هم ليكي، خو لنډې كيسې يې په هغه كچه نه دي، چې له شعرونو سره يې سيالي وكړى شي.

شاعري: 
كه څه هم موږ له پخوا راهيسې پخپل شعر كې له فكري پلوه د پام وړ شاعري درلوده او لرو يې، خو دا هم بايد له ياده ونه باسو، چې موږ ډېر كم داسې شاعران لرو، چې په هستونو كې يې منظم او منسجم فكري قوت موجود وي. دا ځكه، چې له فكري لحاظه زموږ ډېرې هستونې د تقليد پر ستنو ولاړې دي او 
رودوال د اوسمهال له هغو ځوانو او نوښتګرو شاعرانو څخه دى، چې په شعر كې يې فكري قوت زيات محسوس دى.
په شعر کې د فکر د شتون په اړه دا خبره هم بايد سره شريک کړو، چې موږ څه ډول فکر پخپلو شعرونو کې رانغاړو، ايا کوم فکر، چې غواړو وړاندې يې کړو، د وړاندې کولو ارزښت لري او که نه؟ ايا دغه فکر نوی دی او که تقليدي؟
رودوال، د اوسمهال له هغو ځوانو او نوښتګرو شاعرانو څخه دی، چې په شعر کې يې فکري قوت ډېر زيات محسوس دی، چې په ډېر عاطفي انداز يې وړاندې کوي. د رودوال شاعري له پيله بيا د هغه د لومړۍ مجموعې تر خپرېدو پورې يو ساده او صميمي بيان دی. کله، چې د ده د رود په تال کې ټولګه لولو، نو دغه ساده ګي او صميميت ته له ورايه ځير کېږو. دا هغه مرحله ده، چې شاعر يو څه حس کړی او بيا يې په ډېر لږ توپير هغه د وزن او موسيقيت په ګاڼه پسوللی دی. رودوال په دې مرحله کې د يو داسې چاپېريال انځور زموږ مخې ته ږدي، چې د اور او وينو سيوری پرې راخور دی: 

مازيګر

قانون جنت كې د سقر جاري دى
زموږ په كلي كې محشر جاري دى
وخته رالېږه مېلمانه غمونه
د زړه د غوښو مې لنګر جاري دى
خدايږو منزل ته به رسيږو كنه؟
تر څو مو دا د غم سفر جاري دى
ربه ماښام سره سپوږمۍ راولې
چې د ظلمونو مازيګر جاري دى
وينو كوچ وكړ شاو خوا سيمو ته
باران د غشو په ځيګر جاري دى
شېخانو كومې كانې پاتې شولې
لا د ختيځ لوري نه لمر جاري دى
د ډاکتر رودوال د شعر ښکلاوې ډېرې دي، لومړنۍ ښکلا او کمال يې دا دی، چې له فکري ښکلا سره ژبنۍ ښکلا هم په کې موجوده وي. استاد اسدالله غضنفر، د نورو زلمو شاعرانو په پرتله رودوال په ژبه ډېر ښه برلاسی ګڼي: (( دى كه څه هم د طب ډاكټر دى، ادبيات يې نه دي لوستي، خو د ژبې له باريكيو او د ژبې له ظرافتونو سره داسې بلد دى، لكه يو پوخ ليكوال او لكه يو پوخ اديب، چې بلد دی.))
په شعر کې د فکر شتون، د شعر محتوا جوړوي او محتوا هغه وخت ډېر خوندور او رنګین پرېوځي، چې شرنګ په کې موجود وي.د رودوال په شعر کې محتوا او موسیقي غاړه غړۍ دي سره. غضنفر د موسیقۍ له پلوه د رودوال شعر ډېر جالب ګڼي: (( اكثره شعرونه يې او ازاد نظمونه يې له موسيقۍ نا مالا مال دي، كه مبالغه نه شي، زما له نظره كه يو څوك په پښتو ژبه پوه هم نه شي، خو كه د رودوال صاحب شعر واوري، د هغه له موسيقۍ به خوند واخلي. البته د شعر موسيقي هغه وخت ډېره په زړه پورې وي، چې د شعر له محتوا سره هماهنګه وي، يانې داسې نه وي، چې د شعر موسيقي يې يوې خوا ته روانه وي او شعر يې بلې خواته.))
د غضنفر په وينا كه موسيقي مسته وي او د شعر كلام، مضمون او پيغام غمجن وي، دا موسيقي بيا نه لګېږي او دا شعر بيا كامياب شعر نه دى: (( خو رودال  داسې نه دى، هغه خپل شعر ته همېشه داسې موسيقي انتخابوي، چې د ده د شعر له محتوا او مضمون سره سمون خوري او دا يوه لويه كاميابي ده.))
نورالحبيب نثار  هم په همدې نظر دی او وايي، چې موسيقيت له شعر سره تړلی دی: (( كوم شعر، چې موسيقيت ونه لري، هغه خو بيا شعر نه شو، له موسيقيت نه مطلب اهنګ دى، سرو تال يا د اواز هماهنګي ده، چې د شعر خاصيت او ضروري شى دى.))
نثار د رودوال شعر، په ځانګړي ډول ازاد شعرونه ټول له يو خاص اهنګ او موسيقۍ نه برخمن ګڼي: (( په شعر کې، اصلاً موږ خپلې عشقي تجربې بيانوو، نو طبعا بايد په دې کې هارمونيم او د اوازونو تناسب وي. دده شعرونه بهترينه موسيقي لري.))
د رودوال د شاعرۍ يوه ښکلا دا هم ده، چې په عين صميميت کې ډانګ پېيلې خبره په کې نغښتې وي که هغه سياسي وي او که عشقي. ډاکتر بشير احمد پرهر،چې د رودوال د شعرونو يو ترټولو ښه مينه وال دی، د هغه د شعر دغه خاصيت داسې بيانوي: ((  هغه هره خبره ډانګ پېيلې كوي، كه هغه مذهبي وي، سياسي وي او كه  عشقي، خصوصا په پښتني ټولنه كې عشقي خبرې ډېرې پټې وي، ډېرې تر پردې لاندې وي، خو رودوال يې په  ډاګه وايي، لکه دا لاندې څلوريزه يې:
رنګ لره يې خړ يمه عذر ته يې پړ يمه
نور يې د دروازې ملنګان زه يې د انګړ يمه
شېخه ته مې ښكلو پسې مه وژنه
بس دى، چې په خپله پسې مړ يمه
دا د ښاغلي رودوال هغه څلوريزه ده، چې د ښې سندرېزې ارايې له کبله د ژبو په سر ده. ډيری ښاغلی رودوال د همدغه شعر له مخې پېژني.
دا هم د ښاغلي ليوال هغه غزله، چې مينه، عاطفه او ښکلا يې په سندريزه بڼه سره پېيلي دي:

غزل
شيبه شيبه مې يوه زړه کې اوسي
ذره ذره  مې يوه   زړه کې  اوسي
مينې سره مې زړه نه  وايسته خو
نفرت  سره مې يوه  زړه کې اوسي
رڼا  رڼا    رڼا    رڼا      ده     رڼا 
خو په تياره مې يوه زړه کې اوسي
ټوله  مې ده په زړه کې  ده راټوله
خو ره  وره مې   يوه زړه کې اوسي
نه نه نه  نوې مې څوک نه  ده په زړه
ډيره زړه مې  يوه  زړه کې  اوسي
لکه    قبله   مې   يوه   مخې ته ده
لکه سجده مې يوه  زړه کې اوسي
کټ مټ  هماغسې هغه نه  ده خو
 هغه  څيره مې يوه زړه کې اوسي

کله کله ښاغلی رودوال، د خپل همدغه انداز له مخې يو مفهوم په يو څه تضاد خو داسې هنري بڼه ارايه کوي، چې په هيڅ ډول نه بې خونده کېږي: (( رودوال صاحب ځينې وخت تضاد كليمې په ډېر خواږه انداز كې را اخلي، چې حتی د سړي ورته فكر كېږي هم نه، رودوال د شور تر سرليك لاندې په يو غزل كې وايي:
نه له اوره نه له شوره څوك خبر شول
د زړګي خونه لمبه شوه غلې غلې
د زړګي ميونده پاتې درته څه دي
چې ملاله دې ستنه شوه غلې غلې
ملاله د يوې حماسې، شور او شرنګ نوم دى، په پښتو ادب كې څوك دا جرئت نه كوي، چې ملاله غلې كړي، له ملالې سره همېش د ټپې غږ وي، د ميوند غږ وي، په ميوند كې غزا وي، ډول وي، تېښته او جګړه وي. نو له دې کبله هېڅ وخت د غلي توب غږ نه راوځي، خو رودوال ملاله په يو هنري انداز غلې كړې ده.))
له دې موضوع سره په تړاو پرهر وړاندې وايي: (( رودوال له غشې نه هم ځينې وخت د ګل كار اخلي، د ستم او عفت خبره كوي، د تندر خبره كوي، خو په هغې كې يو بل مطلب پروت وي، له بلې خوانه له يو ډېر خوږ مطلب وي او د يوې ډېرې خوږې لمحې تمثيل په کې پروت وي. لكه چې وايي:
غېږ كې مې په ښكار د هوسۍ ونيسه
ټول ستم ستم شه پرما پرېوځه
ستا عفت ستا تندر دې راپريوځي
ته ورسره هم شه پر ما پريوځه.))
که څه هم رودوال کله کله د خوشال بابا په څېر څه ناڅه داسې سپينې خبرې کوي، چې کېدای شي عام ولس ته یو څه د تامل وړ ښکاره شي، خو دده دغه ډول بيان د انساني  مينې  يو انځور او يو درد وي، چې د انساني مينې ټوله ښکلا په کې موجوده وي. استاد غضنفر، چې وايي ښه شعر نه يوازې دا چې ښكلى وي او نه يوازې دا چې له حقيقت سره يو ژور تړاو لري، له خير، نېكۍ او له وجدان سره هم تړاو لري: (( زما په نظر يو شعر هېڅكله پوره نه شي كېداى، مګر داسې چې د وجدان اواز وي. فرضاً يو ځاى جنګ دى، يو ځاى ډېره بدبختي ده، ظلم روان دى، ته كه د دې ظالمانه حالت لپاره داسې شعر ووايې، چې يو قسم تمجيد او ستاينه يې وي، كه يو څوک ډېر لوى استاد هم وي، نو د دې حالت به يو كامياب شعر  ونه وايي، د ډاكټر منقادالرحمن په شاعرۍ كې د ضمير اواز ډېر پياوړى دى، دى هېمشه د انسانيت د پاكې مينې، د سړيتوب او د وطن د درد خبرې كوي او يو قسم د زړه له تله يې كوي. د ده په شعرونو كې به هېڅكله يو بيت پيدا نه كړئ، چې د نصيحت، پند او اخلاقو خلاف وي.))
رودوال، چې كومه مينه انځوروي، هغه كاملا يوه وجداني مينه ده، چې په اجتماعي لحاظ د ارزښت وړ خبره ده او د ده هنر ته يې يو عمق او ژورتيا وركړې ده.
استاد غضنفر په دې نظر ، چې ممكن د رودوال په عشقي شاعرۍ كې كله نا كله داسې يو بيت ووينو، چې كه زموږ دوديز  او زاړه پالي خلك، هغه واوري نو و به وايي، چې دا خو والله تر  حده تجاوز شوى دى، غضنفر  په دې اړه وړاندې وايي: (( زما په خيال د مينې په حصه كې شاعري تر دې، چې سړى يې له خپل زوړپالي كولتور سره وتړي بايد له خپل وجدان او انسانيت سره يې هم وتړي، كه موږ د ده د مينې د شاعرۍ هغه شوخې برخې ته د وجدان او انسانيت په ايينه كې وګورو، نو بيا دې پايلې ته رسيږو، چې له سړيتوب، انسانيت او له پاكې مينې سره ژور تړاو لري.))
د رودوال شاعري په دوو مرحلو کې د مطالعې دی، چې يوه يې لومړنۍ او بله يې اوسنۍ شاعري ده، چې د ملګرو شاعرانو په اند اوسنۍ شاعري له ښکلاييز او مانيز پلوه ډېره اوچته ده. مطرح شاعر او ليکوال پيرمحمد كاروان په همدې نظر دی: (( نننۍ شاعري يې له پخوانۍ شاعرۍ نه ډېره دنګه ده او ډېره قوي ده، هغه څوك، چې بايد يو كتاب يې چاپ كړى وي، له هغه نه وروسته، چې بيا بل كتاب چاپوي او يا نوره شاعري كوي او له هغه پخوا نه يې شعرونه پاخه شي او ښه شي نو دا زه د شاعر لپاره يو ښه ګام ګڼم، چې دا خوشبختي د ډاكټر صاحب رود وال په نصيب شوې ده. خداى دې وكړي، چې له دې نه نور هم دنګ او ښكلي شعرونه ووايي. دی ډېر با احساسه ځوان دى، په پښتو باندې مين ځوان دى، له پښتو ژبې سره ډېره مينه لري او د دې مينې له بركته دى په سياسي محفلونو كې هم  ډېر ښه ځلېدلى دى.))
دا هم د ښاغلي رودوال هغه شعر، چې پورته يادې ښکلاوې په کې ځل وهي:

شعر
ستا يادونه دي پرېمان ياره وريږي
نن شېبه شېبه باران ياره وريږي
د باران څاڅكي سپېڅلي دي جانانه
ملايكې ورسره دي له اسمانه
ځكه ته هم رايادېږې ډېر بې شانه
ستا د ياد او د باران ترمنځ جانانه
يو تړون د مقدسې مانا پټ دى
ځكه ته هم ډېر سپېڅلى يې سپېڅلى
هسې ټول عمر مې ياد يې خو قسم چې
د باران په ورځ مې دومره را يادېږې
چې حيران يم تا څنګه په دې پوه كړم
تا ته څنګه دا حالت داسې انځور كړم
چې په كوم كيفيت كې زه يمه ته هم شې
دا هم سمه ده ته نه يې

خو دا سترګې
خو دا سترګې ممثلې جادوګرې
ستا د رنګ او د باران تمثيل کې پټې
هسې ستا تصويرول يې اصيل خوی دی
نن بې شانه پخپل خوی اصيل کې پټ يې
د باران له هر يو څاڅکي سره ښکارې
په غره اوورې په ځنګله اوورې راوورې
په شېبه شېبه په زړه اوورې راوورې
ته رحمت يې ته رحمت يې
ته زما د زړه فطرت يې طبيعت يې
ستا رنګونه ستا يادونه رنګيني ځان سره راوړي
ستا د ياد او د باران تفاوت نشته
چې ګلونه سپرلني ځان سره راوړي
رودوال د غزل او ازادو شعرونو ښه تجربه لري، خو ډيری د هغه د غزلونو مينه وال دي. نوښتګر شاعر نورمحمد لاهو تر ازادو شعرونو د هغه غزلونه غوره ګڼي: (( د ده په شاعري کې ساده ګي او په ساده ګي کې يو ډول رنګيني موجوده ده، چې دغې رنګينۍ د ده شعرونو يوه خاصه ښکلا وربښلې ده. زما د ده غزلونه ډېر خوښېږي، په غزلونو کې يې، چې کوم غزل زما ډېر خوښېږي، يو څو بيتونه يې درته وايم:
د ښکلا هسک نه شه رابر جانانه
پر ما راوغوړېږه لمر جانانه
بر مې د سترګو کوز د زړه کې ليکې
ته وايه کوز يې او که بر جانانه
قدم قدم کې چې بيا بيا وګورې
په زړه مې غم ږدي غر په غر جانانه
چې مې هرڅومره يې نظر نه لرې
بيا مې يې هم نظر نظر جانانه
که څه زموږ د ځينو شاعرانو له انځوريز پلوه ډېر پياوړي وي خو پر چا دومره اثر نه ښندي. خو کله کله زموږ ځينې شاعران بيا د ساده الفاظو په رانغاړلو سره يو ښه تصوير  وړاندې کړي، چې ډېر ژر د لوستونکي او اوريدونکي زړه ته لاره کوي. مثلا که خاطر اپريدی په پام کې ونيسو، هغه يو ځای وايي:
ستړی مزدور سحر وختي پاڅېږي
د شوګيرو مئين اوده پاتې شي
که ځير شو دلته له يوې کمزورې تشبيه کار اخيستل شوی، خو د اوچت عاطفي بيان له مخې زړونو ته لاره کوي. رودوال هم ډېره هڅه کوي، چې ساده وغږيږي او له ساده تشبيهاتو کار واخلي. تر ټولو مهمه خبره دا، چې دی په ساده کلماتو کې يو ښه تصوير وړاندې کوي.))
د پورته خصوصيتونو په نظر کې نيولو سره، غضنفر صاحب، رودوال د اوسمهالې شاعرۍ د کتار په سر کې دروي: (( کال په کال د ده په شعرونو کې نوی والی ترسترګو کېږي او نوي موضوعات رانغاړي.))
رودوال د ملي فکر خاوند شاعر دی او د همدغه فکر په رڼا کې قلم چلوي او هغه څه انځوروي، چې ښايي د ډېرو کمو شاعرانو ورته پام شوی وي. د رود په تال کې شعري ټولګه کې د نوم تر سرليک لاندې د ده همداسې يو شعر خوندي شوی دی:
نوم
زه لا کوچنی وم، په خبرو لا سم نپوهېدم
 چې پورته کړنګ شو
او هرڅه لمبو تالا ترغې کړل
وينې خورې شوې
پښې ارې شوې
مټې ډېرې پرې شوې
زما مور نه وه، پلار مې نه و
زه نور پوه نه شومه
ځکه لوګي وو او کاته لمبو تالا ترغې کړل
اوس مې له ورايه راکتل، چې ستا خوږو کتو راواخيستمه
زه په ګوډي سوالګر مشهور يم دلته خير ټولوم
اوس چې په هرڅه پوه شوم
له تا پوښتنه کوم
زما لومړۍ پوښتنه
زما سوالګرې مورې
زما نوم څه دی مورې
تا ته به ياد وي که نه
تر ډېره زموږ دا بحث د ښاغلي رودوال د شعر وشاعرۍ پر لومړيو تجربو يو څو خبرې وې، د هغه د نوې او اوسنۍ شاعرۍ په اړه بيا سره غږېږو.

www.lawang.blogfa.com