غمخمور د پښتنو غمخور شاعر


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 503

مونږ پښتانه د تاريخ په داسې يو پړاو كې قرار لرو چې  په سياسي ، فرهنګي ، اجتماعي ، اقتصادي او نورو  حياتي عرصو كې له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان يو.
زمونږ په سرنوشت لوبې كيږي ، په مونږ فرهنګي يرغل كيږي ، په مونږ سياسي لوبې كيږي ، زمونږ تر منځ د نفاق تخم شيندل كيږي او له دې سره مو ټولنيز ژوند هم بې خونده كيږي.
خدايبخښلى عبدالله غمخور د يو باشعوره او بااحساسه پښتون شاعر په حيث پورتنيو ټكو ته متوجه ؤ او پوهيده چې حالات ددوي په طرف نه دي ، نو ځكه هغه د ملي وحدت  د احيا په خاطر خپل  له تاثير او درد  نه ډګ غږ  او چت كړی ؤ او د اولس د بيدارۍ د پاره يې په ولس كښې د وحدت  دپاره ، په اولس كښې د بيدارۍ د پاره ، د ولس تر منځ د مينې او محبت  د پاره او د ځان ځانۍ د وركولو د پاره يې  داسې چيغې  و هلې.
وخت د ايثار او د محبت دى
وخت د وحدت او اخوت دى
وخت د عمل او مصلحت دى
وخت د يو والي د  قيادت دى
د تاريخ چيغه ده دا چه محو كيږو
كه نن يو نه شو سبا وركيږو

په پښتنو كښې بې اتفاقي ، د سياسي شعور كمزورتيا او د سم قيادت نه شتون هغه بدبختۍ او بدمرغۍ دي چې په سياسي ډګر  کښې يې د پښتنو وجود   له خطرونو  سره مخامخ كړی دى او ددوي د ترقۍ او پرمختك د كاروان لاريې  سخته  او بيچيلې   ګړې ده.

د خوشحال خټك له وخت نه رانيولى تر غمخور صاحب پورې د هر با احساسه پښتون ، د هر غيرتي او باتور پښتون ، د هر با شعوره او په قام مين پښتون  لړمون د پښتنو د بې اتفاقۍ له لاسه شين شوې دى  او دا خبره يې کړې ده چې كه په پښتنو كښې اتحاد او اتفاق  پيدا نه شي نو ددوي د هيلو او آرزوګانو غوټۍ به  ګلونه نه شي ،  دوي به د ترقۍ او پرمختك  له كاروان څخه لا نور ډير روسته پاتې شي  ،د  دوي   د ژوندانه د بهبود خوبونه  به  په حقيقت بدل نه شي ، دوي به   هيڅكله  د زمانې   د  قهر  له توپان نه په امان كې پاتې نه شي ، دوي به د سيالانو سيال نه شي  او همداسې به   له  تاريخ  سره په دشمنۍ   اخته وي.
خوشحال بابا وايي :
اتفاق په پښتانه كښې پيدا نه   شو
ګني ما  به د مغل ګريوان  پاره كړ

غمخور صاحب وايي :
كه چيرې يو نه شو نو د بخښلو نه يو
د زمانې له قهره د خلاصيدو نه يو 
چاته بيا په غټو سترګو د كتلو نه يو
د سيالانو صف ته نور د ورتللو نه يو
په دښمنۍ د تاريخ بس اخته كيږو
كه نن يو نه شو سبا وركيږو

په پښتون قام له هر لوري د غمونو او ماتمونو پيټي  باردي . په پښتنو بمبونه  وريږي ، ټانكونه غريږي او توپونه ډزيږي.
دا قوم  څوك نه لري ، بهرني دوستان نه لري ، په داخل كې هم همدردان نه لري.
غمخور صاحب وايي :
نه مې څوك وو نه مې پكار شو
په يك تنها صورت په ما راغله غمونه

ارواښاد غمخور په خپلو بې انتها ښګلو اشعارو كې  ملي موضوعاتو ته ځاى وركړی دى . هغه په مشرانو  غږ كړی دى ، هغه په مشرانو سالم تنقيونه كړي دي ، هغه مشرانو ته مشورې وركړي دي ، هغه په فساد كې كکړو مشرانو ته  نصيحتونه كړي دي ، هغه جنګسالاران غندلي دي ، هغه جنګسالاران چې د خوږ وطن خواږه بچيان يې  په بې رحمۍ سره وژلي دي.
هغه  په هغو ظالمانو غږ كړی چې  د مظلومانو زخمي زخمي زړونه يې داغ داغ كړي دي .
ارواښاد غمخور هغو رهبرانو ته د انسانيت   سبق وړاندې كړى دى  چې د رهبر په بڼه يې  لكه ليوانو خون خوري كړې ده ، د انصاف پر ځاى يې نا انصافي كړې ده او د تاريخ په لمن  يې تور تور داغونه لكولي دي.
ارواښاد غمخور هغو مشرانو ته توصيې كړ ي دي  چې د هيواد ښګلې ماڼۍ يې په خپلو كرغيړنو  لاسونو نسكوه كړې ده او د دې ماڼۍ هستي بې لوټ كړې ده.
ارواښاد غمخور په هغو مشرانو لعنتونه ويلي دي چې  د مسلمان په ناموس يې سوداګري كړيده  او  هغه مشران يې رټلي دي چې د خپلو شخصي ګټو د پاره يې  سياسي تجارتونه كړي دي.
غمخور بابا هغه مشران رسوا كړي دي چه په پټه يې  د غليم سره صلا كړې او د قام او وطن عزت يې لوټ كړی دى.
غمخور بابا هغه مشران د تاريخ حكم ته سپارلي دي چې د خپل ملت په ستوني يې  د وحشت  چاړه كش كړې ده.
له ارواښاد غمخور سره
د بې پلاره ماشومانو د اوښكو غم ؤ .
له هغه سره د شهيدانو د مدفن غم ؤ.
هغه به ويل :
دا اوښكې پاكې كړئ .
هغه به ويل :
د شهيدانو په مدفن  سلام ووايئ.
 د خداى د پاره !
دا بمبارۍ بندې كړئ .
دا زمونږ ښكلي ماشومان مه يتيمان كوئ
دا زمونږ مظلومان مه شهيدان كوئ  
  د غمخور بابا آواز د او لس آواز ؤ .
 د هغه آواز د مظلوم آواز ؤ .
د هغه آواز د يو سپين ږيري مشر آواز ؤ.
هغه دغه آواز ټولې دنيا ته ورسولو .
دا  آواز د انسانيت آواز ؤ.
هغه دغه آواز د انساني او مدني ټولنو غوږونو ته و رسولو.
غمخور بابا د وطن په درد او غم كښې ژړيدلو .
هغه نه غوښتل چې د هيواد د عظمتونو په تاريخ د بې ننګۍ  دوړې  پريوځي.
له هغه سره د ولس د در په درۍ غم ؤ .
له هغه سره د اولس د وينو د بهيدو غم ؤ .
هغه خپل غږ  د هغه چا په ضد او چت كړی ؤ چې د ولس په شتمنيو او مال يې چړچې او ميلې كوي .
هغه د هغه چا پر ضد آواز اوچت كړی ؤ چې د ملت په پيسو يې فيشني موټرې او ښګلې  قصرونه اخيستي  او خپلو شوم مقاصدو ته رسيدلي دي.
غمخور صاحب د هغه چا په مقابل كې  خپل  د سوز نه ډګ  آواز اوچت كړی ؤ چې د ملت  ارمانونو نه او آرزو ګانې يې تر پښو لاندې غوبل كړي دي.

ارواښاد غمخور
 د افسانو په پښتون پسې ژړا كوله
هغه د كارنامو په پښتون پسې  ژړا   كوله   
هغه د زمانې  د نامدار پښتون پسې ژړا كوله
هغه  د ننګيالو شهسوار پښتون پسې ژړا كوله
هغه خپه ؤ
هغه پوهيده چې  خاورې د پښتون په سر دي  او سټه يې ختلې ده.
هغه د شير شاه پښتو غوښتله
هغه د خوشحال د ننګ شمله غوښتله
هغه   د سيالانو سيال پښتون غوښتلو
هغه   د رهروانو مشال پښتون غوښتلو
هغه په ننګ سمبال پښتون غوښتلو
هغه د مينې  ليوال پښتون غوښتلو
غمخور بابا  هغه پښتون نه غوښتلو چې  په پيسو  او څو كو خرڅيږي
غمخور بابا هغه پښتون نه غوښتلو چې په طمو او آسرو خرڅيږي
غمخور بابا هغه پښتون نه غوښتلو چې په يو موټي چڼو خر څيږي
د هغه سترګې   تل له اوښكو ډكې وې
 هغه د پښتنو  په بد حال ژړل
غمخور بابا  د اختر په خوشحاليو نه پوهيده .
هغه په اخترونو كې هم د خپل قام په غم كښې خپه ؤ
هغه به ويل :
په دې وطن كې بې جرمونو څه نه دي شوي
بې له جنګونو او مرګونو  نور څه نه دي شوي
بې  د وحشت له يرغلونو نور څه نه دي شوي
بې د حسرت له هجرتونو نور څه نه دي شوي
په دې مرګوني ژړغوني حال څه ووايم
په كومه خوله باندې سړو مباركي ووايم
په هر طرف كې د بمبونو غلبلا خوره ده
په لوي اختر كې د مرګي لويه غوغا خوره ده
په غر او سمه د دهشت توره بلا خوره ده
د ماتمونو د غمونو انګولا خوره ده
اوښكې مې څاڅي له چشمانو نه او س څه ووايم
ملګرو چاته د اختر مباركي ووايم

غمخور بابا  د 1385 لمريز كال د ثور په 15 نيټه   په  باجوړ ، وزيرستان ، قندهار   كښې  د ماشومانو او سياسرو او سپين ږير  په وژل  كيدو خپل تأثرات داسې څرګند كړي دي :
د باجوړ ، وزيرستان به درته څه ووايم
په قندهار كې لوي واړه او زنانه وژني
هر څوك پوهيږي امريكا د خپل غرض د پاره
په لره او بره پښتونخوا كې پښتانه وژني

ارواښاد  غمخور  صاحب  د افغانانو تر منځ د وحدت پلوي ؤ ، هغه د افغانستان ټول قومونه د يو ملت  د  بدن  اعضاء ګڼل  :
که پښتون دى كه تركمن دى كه تاجك دى
پشه يي ، نورستاني  دى، كه ازبك دى
د ملت د تن اعضا دي همه واړه
هر يو تن مې د چشمانو مردمك دى

ارواښاد غمخور صاحب  يو ډير سنګين او دروند شخصيت درلود . هغه به له هر چا سره په ورين تندي  خبرې كولى ، د هغه مجلس  خوږ ؤ ، د هغه خبرې پستې او خوږې وې ، هغه به تل خلكو ته ښې مشورې وركولى .
ارواښاد غمخور صاحب  له ارواښا رشتين بابا سره د دوستې او ورورۍ ډيرې  ټينګې  او نه شلينونكې اړيكې درلودې .
زه له غمخور صاحب څخه ډيرې ښكلې خاطرې لرم .  يوه خوږه خاطره  دا ده :
زه  تنکى ځوان وم ، يوه ورځ خدايبخښلى غمخور صاحب له ارواښاد  ر شتين بابا سره په موټر كښې ناست ؤ  . زه هم په موټر كې وم. له پښتو ټولنې نه راووتو او زمونږ د كور په طرف روان شو. دواړ و خدايبخښلو سره پخپلو كښې  د پښتو ژبې ، ليكوالو ، شاعرانو په باره كې په ډير صميت سره خبرې آترې كولې . ارواښاد غمخور صاحب وويل : " چې  رشتين صاحب  دا قلم راته تا په لاس كې راكړی دى. نن چې زه څه ليكم نو هغه ددې قلم بركت دى . ډير نور ليكوال  او شاعران ستا له بركت نه ليكوالان  او شاعران شوي دي  او لكيا دي د پښتو ژبې خدمت كوي."
هو ! دا خبره د ارواښاد د زړه خبره وه . هغه  د يو با احساسه پښتون په حيث  ددې خبرې په كولو خپل مسؤليت رفع كولو . مابه چې هر وخت له ارواښاد غمخور صاحب سره   په  حيات آباد  كښې  ليدل نو هغه به د رشتين بابا يادونه كوله او خاطرې به يې يادولې.
 ارواښاد غمخور صاحب    رشتين بابا ته  خپل  د  عقيدت   پيرزوينې  د شعر په ژبه كړې دى او څو شعرونه يې د هغه په وصف كښې ويلي چې د هغه د ښكلي ديوان زينت  ګرځيدلي دي. ارواښاد غمخور صاحب د ډيرو پښتنو مشرانو ، پوهانو ، سياست مدارانو  ، ليكوالو او ملګر  و د علم او پوهې ستاينه  د شعر په ژبه كړى ده.
دا لاندې شعر يې يوه نمونه ده :
پښتون نواز رښتين
چا د پښتون ناوې له جوړ كړه قيمتي شالونه
چا ورپه سره كړه پښتنې ته پښتني شالونه
چا د ادب له تورو وتړله توره لونګۍ
چا كړ پلو له مخه لرې له دې سپينې خولګۍ
چا د قلم په څوكه  ليك وكړ د زړه د څوكو
څوك د ښارو په شان روان وو د پښو په نوكو
چا د تحقيق  په  سردرو كې غلبلې وكړې
چا د مرغۍ په څير په ډكي باندې شپې وكړې
چا دا بې سره رباب سر كړ د هنر په ګوتو
چا تروږمۍ      له مينځه يوړه د سحر په ګوتو
چا پښتنو له د پښتو نه  قلمې جوړې كړې
چا د وربشو د ځكو نه قتلمې جوړې كړې
چا د قومنو د عمرونو تنده ماته كړله
چا د پښتو د ارمانونو روژه ماته كړله
چې يې تر مرګه سر او څڼه د پښتو كړيده
بې له \" رښتينه " وايه چا دغه پښتو كړې ده.

ارواښاد د وطن د آباديدو په ارمان  له دې فاني دنيا نه رخصت واخيست .د هغه په  پاك زړه كښې د وطن د آبادۍ او ترقۍ د پاره په سل هاو ارمانونه وو ، هغه له خپلو نيمګړ الرمانونو سره له مونږ څخه لاړو .
دا وطن به خداى آباد كړي مونږ به نه يو
د هر چا زړكى  به ښاد كړي مونږ به نه يو
دا چې  نن خانه به دوش دي درپه دره
دا به هم پخپل  مراد كړي مونږ به نه يو

 د هغه ارمانونه د هر با حساسه وطن دوست  ارمانونه دي . ارواښاد په مونږ ټولو ډير ډير حقونه لري . مونږ به خامخا د ارواښاد د  ارمانونو د پوره كولو د پاره كوشش كوو .
ارواښاد د هجرت په ديار كښې سترګې پټې كړې . هغه له يوې ګيلې سره لا ړ .
او هغه كيله د پښتونخوا له  دوستانو څخه وه .
هغه به ويل چې ګيله له خپلو نه كيږي. - كوم وخت چې د وزر سوو پتنګانو سيلونه د غرونو نه راووختل او په پيښور يې سر ولګيد نو طمع وه چه زمونږ په زخمونو به د عزيزولۍ او ورورولۍ پټۍ ولګي او دمه به راكاندي - مګر بدبختانه كومو خلكو ته چې ډير اميدونه  وو هغه د طمې ځاى خالي وخوت او چانه  چه طمع نه كيده  هغوي لاس راكړ- اوس  په  كوم ټكي  زمونږ ګيله كيږي هغه دا چې زاړه ياران دې  زمونږ په زخمونو مالګې  نه دوړوي او نور دې د ورور ولۍ او پښتونولۍ نوم په خوله نه اخلي - ځكه دوي هغه څه وايي چې په  اوريدو يې سړى شرميږي  - له دې امله وايم چه خاموشي يې پرده ده - بياهم كه زړه يې وار نه كوي او خامخا دغه ټكي  ګردانوي نو مونږ  به په دې بسمل حالت كې د دې ټپې په ويلو مجبور ه شو:
په ځنكدن   مې حاضر نه شو  ې
د جنازې لاندې مه مځه مختورنه

   ارواښاد پوهاند رشتين هم  كله چې پښتونخوا ته مهاجر شو نو ددې سيمې دوستانو يې پوښتنه ونكړه . ولي خان  ورته  نه په ژوندون او نه په مرګ راغې . اجمل خټك جنازې ته راغى او په خپلو خبرو كښې يې وويل :
( رشتين صيب په اخلاص او ايماندارۍ ، رښتينولۍ ، پښتون ولس ته خدمت كړی دى . رښتين صيب د يو نغري ، د يوې قبيلې ، د يوې كورنۍ ، د يوې سميې نه ؤ ، بلكې د هرې كورنۍ ، د هرې  قبيلې او بيا په مجموع كښې د ټول پښتون قام د سر تاج ؤ.)
خو اجمل خټك د پښتون د قام د دغه سرتاج  پوښتنه په ژوندون ونكړه.
ارواښاد  غمخور صاحب ګيله هم په ځاى ده .  رشتين او غمخور به  تل كابل ته  د پښتونخوا  نه  د راغلو ميلمنو ميلمه پالنه كوله . غمخور صاحب به ورته د استقبال د پاره د تورخم   په  دراوزه كښې ولاړ ؤ . رشتين بابا به ورته په  رسمسي ډول د  انتركانتننتال  په معتبر او شاندار  هوټل كښې  د استوګنې د پاره   بندوبست   كولو ، تحفې  به يې وركولې  ، ملمستياوې به يې ورته كولې  او  ډير  به يې نازول .
 ارواښاد رشتين بابا  نهه لس كاله  په پيښور كښې مهاجر ؤ ، او په پيښور كښې يې   د تل د پاره سترګې پټې شوې . ده به تل ويل او ګيله به يې كوله چې ولي خان ، اجمل خټك  او نور  دوستان مې پوښتنه نه كوي . مونږ به دلاسه كولو او ورتعه به مو ويل چې  دادا خپه كيږه مه. هغوي سياستمداران دي ، په سياست كښې بوخت دي ، او بله دا چې دوي په سياسي ملحوظاتو هم له ويرې  له افغانانو سره ځانونه لرې ساتي .
نن سبا په پښتونخوا كښې د نشنل پارټي په قدرت كښې ده  خو افغانان  د پوليسو له خوا په يوه او بله بهانه نيول كيږي  ، ټكول كيږي  او بنديان كيږي ، په افغانانو باندې  يې  بده ورځ   راوستې ده . . د پاچاخان  د پارټۍ خلكو ته  چې حكومت يې په لاس كښې  دى ، ښايي چې  په  افغانانو  د ظلم زياتي مخه ونيسي.  پاچاخان وصيت كړی ؤ چې  په   جلال آباد كښې خاورو ته و سپال شي."    هغه ولې دا سې وصيت كړی ؤ ؟ هو! دا ددې د پاره چې   دا ټپه حقيقت ومومي :
د خيبر لار د تلو او د راتلو ده .
په كابل او پيښور كې افغان يو دى.
هغه دا كار د پښتنو د وحدت د پاره كړی ؤ ، هغه دا كار د د پښتنو تر مينځ د عزيزولۍ او ورورۍ د پاره كړی ؤ.
ددې  عزيزولي او ورورۍ    ماڼۍ د اسلام د مبين دين په بنياد ودانه ده.
په  پښتونخوا كښې چارواكو ته ښايي چې  د خپلو افغاني ورڼو سره له لطف او محبت څخه كار واخلي ، تر څو په دې سخت وخت او سختو حالاتو كښې له نورو مصيبتونو  سره مخامخ نه شي. دوي ته ښايي چې د خپلو وروڼو د رنځونو  اساسي علاج وكړي .   دا هغه هيله ده  چې ارواښاد رشتين بابا ، ارواښاد غمخور صاحب  كوله او دا هغه هيله ده چې هر پښتون يې كوي .
خوشحال بابا وايي :
د هغه طبيب نوم څه اخلى په ژبه
چه بيمار ورله راشي بيمار ځي

څه چې په پښتونخوا كښې پښتنو   چارواكو  په لاس كښې دي او څه مرسته چې يې له لاسه كيږي ، ښايي هغه له خپلو افغاني   وروڼو سره وكړي  تر څو  د شاعر ددې بيت ترجماني وكړاى  شي :

سرې سرې اوښكې دې په مخ عبدالقادره
خپل آشنا ته د ياقوتو  مهماني  ده