د محمد ګل خان مومند اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمداسمعيل يون
  • 332

محمد ګل خان مومند د پښتني تاريخ يو داسې شخصيت دى، چې د ځينو نورو پښتنو مشرانو په څېر يې شخصيت له څو بعدونو څخه جوړ دى، هغه که له يوې خوا ښه پوځي و، نو له بلې خوا ښه اديب او ليکوال هم و، هغه که له يوې خوا ښه سياستوال و، نو د ملي مشرتوب، جرګه مارۍ او مرکې د ځواک وړانګې هم په کې ځلېدې. د محمد ګل خان مومند د شخصيت ژوند او اثارو په باب يو شمېر بهرنيو او کورنيو ليکوالو څه ناڅه ليکنې کړي دي، خو دا ليکنې دومره جامع او زياتې نه دي، چې د وزير صيب د شخصيت او اندو ژوند پوره جاج دې ترې واخيستل شي. خو په ولس او زموږ د خلکو په زړونو او فکرونو کې د هغه په باب ډېر څه شته، کيسې شته، روايتونه شته، نکلونه شته، يادونه، خاطرې او ډېرې نورې نا ليکلې خبرې.
د بهرنيو پوهانو له ډلې څخه ډاکټر پيچکا چکوسلواکيايي د محمد ګل خان مومند يادونه کوي، هغه د پښتو يو لوى عالم بولي او په خپل اثر ((پښتو خجڅېړنه)) کې د محمد ګل خان مومند له اثارو څخه ګټه اخلي.
استاد عبدالروف بېنوا هغه د پښتنو د يو مشر او مبتکر ليکوال په توګه راپېژني او په ((اوسني ليکوال)) کې يې پېژندنه داسې کوي: (( خو دلته دى د وزير يا رئيس په حيث نه معرفي کوو، بلکې ده ته د پښتنو، پښتو او پښتونولۍ د يوه لېوال مشر او مبتکر ليکوال په نظر ګورو. مبتکر يې ځکه بولو، چې ده د پښتو ژبې د ليکنې او ګرامر لپاره له ځانه د تورو نوي شکلونه او نوي تعبيرونه منځته را ايستلي وو، چې د ده ځينې اثار په همغو اشکالو او تعبيرونو چاپ شوي هم دي.)) (٢٣)
(( پښتونستان)) نومي اثر ليکوال، عبدالمنان دردمند يې د پښتنو د نوميالي مشر په توګه راپېژني. د ((زموږ غازيان)) مولف محمد ولي زلمى يې د ملي مشر، ستر خدمتګار، د پښتو ژبې د پالونکي او غازي په توګه معرفي کوي.
استاد محمد اصف صميم يې د يو بشپړ پښتون کرکټر او د خپلو ايډيالونو د اتل (زما اتل) په توګه راپېژني او همدارنګه نور ليکوال يې په نورو درنو نومونو او القابو يادوي. خو څرنګه چې په عمومي ډول افغاني ټولنه له ليک لوست څخه بې برخې ده، نو هغومره چې زموږ د اتلانو په باب زموږ د خلکو په زړونو او فکرونو کې يادونه پراته دي، هغومره نه دي ليکل شوي، ډېر داسې يادونه او خاطرې زموږ د ګړني (شفاهي ادب) برخه ګرځېدلي دي. په عوامو کې محمد ګل خان مومند ته د ((بابا)) او ((دادا)) لقبونه ورکړل شوي او دا هغه لقبونه دي، چې پښتني ولس يې خپلو مشرانو او خدمتګارانو ته د هغو د لويو قربانيو په بدل کې ورکوي او هرڅوک ((بابا)) او ((دادا)) کېدى نه شي.
د محمد ګل خان مومند په باب زموږ د هېواد له يو زيات شمېر روښاندانو، ټولنيزو شخصيتونو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره ډېر يادونه، روايتونه او حکايتونه شته، چې د ټولو بيان يې اوس زموږ د دې ليکنې له حوصلې څخه وځي. يوازې د هېواد د هغو څو تنو ليکوالو او مخورو نظرونه به دلته راوړم، چې ما ورسره د هېواد په اوسنيو کړکېچنو شرايطو کې وليدل او د هغو نظرونه مې راواخيستل.
((د قام غمخور محمد ګل خان مومند))
 
((که څو تنه خانان، زمينداران، سوداګر او درباريان ځنې وباسو نور نو د پښتنو ژوند ستړى ژوند دى او دا ستړى ژوند د دوى د ژوندانه د خرابو شرطونو زېږنده ده.
ددې کم بخته ستړي او سرګردان قام سارا شين تراوسه پورې لالهانده کوچيانى ژوند لري، نن دلته سبا هلته- چېرې چې يې ښه، هلته يې شپه- عمرونه يې په کوچ وبار کې تېر شول، په کېږدۍ کې زېږي، په کېږدۍ کې لويېږي او په کېږدۍ کې مري، اويا کلن زاړه او برنې لنګې پلي په اوښو پسې منډې وهي او په هر شواخون چې وي  ځانونه مزله ته رسوي، تراوسه پورې لا دا اسکېرلي ټاکلى وطن نه لري او نه يې ټاکلې هديره په نامه ده، د يوې کورنۍ پلار که د بابا غره په لمنو کې ښخ وي، کېدى شي چې د دغې کورنۍ مور د اباسين په غاړو کې خاورو ته سپارل شوې وي.
 
 
سره له دې چې ويل کېږي پاچهي د دوى د قام (پښتنو) ده، خو دوى تراوسه پورې لا د کور، کلا او باغ و پټي څښتنان نه شول او د پښو تڼاکې يې ورکې خو څه حتى لرې نه شوې.
دوى د رمو او تَووُ د ژغورنې لپاره له خونخورو لېوانو سره خپړې لګوي او د ځانونو او اولادونو د ساتنې لپاره له سرکښو اقليمي توپانونو سره ډغرې وهي، کله يې سېلونه کېږدۍ وړي او کله يې مالونه، کله يې ټکې پر رمو او تَووُ لوېږي او کله يې پر کليو او کېږديو.
وړۍ چې د دوى تر ټولو غټ عايد دى، خداى ناترسو ښاري سوداګرو سترګې ورته ډمارلې دي، د سکول په وخت کې د کوچيانو لارې نيسي او وړۍ په نيمه بيه ځنې ترلاسه کوي، د ښارونو خلک د دوى د مالونو په غوښو او غوړو اربوده دي، خو دوى په تروو او پياوو ګېډې مړوي، د ارواښاد مولانا سيقي په قول جامو ته دوى ځکه کالي وايي چې په کال کې که يوه جوړه ورميسره شوه، ځانونه نېکمرغه شمېري، د ښځو ملاوې يې ماتې شولې، چې د لرو ګودرونو يا ژورو څهانو څخه په ژيو او ګړيو کې اوبه راوړي.
هغه پښتانه چې په کليو کې مېشته دي او ديشين بلل کېږي، له څو تنو خانانو او زميندارانو پرته نور د کښت و کر لپاره کافي ځمکې او ډېرى يې حتى بېخي ځمکې نه لري، ځينې يې د بل بزګرۍ او مزدورۍ ته اړ دي او ځينې يې په لمنو، څادرونو او بوجيو (بوريو) کې خاورې د غرو لمنو ته په څه ستونزو او ستړياوو خېژوي، نازولي زوزات او خواخوږي تورسرې ورسره کار کوي او هلته پټي سازوي او د بارانو په هيلو څو دانې تخمونه په کې پاشي، په کوم کال چې اسمان پر ونه رحمېږي او کافي بارانونه ونه شي، حاصل خو پرېږده تخم يې هم هدر ولاړ شي دا کم بخت او د خداى له نعمتونو څخه بې نصيب قام جوار ترخه کوي، چې لږ وخوړل شي، که ځينې پښتانه واړه پټي ولري د تربرو سترګې پرې سرې وي، د پښتنو متل دى: (( د بل په لاس کې مړۍ غټه ايسي))، په لږه پلمه تربرونه يو د بل مرګ ژوبلې ته لېچې راوغزوي او يو د بل په مغزو ماتولو خپله باتوري ښکاره کوي، خوشال خان خټک څه ښه ويلي دي:
پــښتانـه واړه بـد خـوى دي        کور په کور کاندي غورزى
  يو چې سر کاندي لږ پورته           بــــــــل يــــې ووهـــي مـــغزى
 
يو تربور چې ووژل شي، بل تربور له کلي کډه په شا کړي، خپل هر څه پرېږدي د کسات له بېرې له خپل ولسه وتښتي او په نورو ولسونو کې پناه واخلي، د وژل شوي تربره وروڼه او زامن ټوپک په لاس د خپل خوني دښمن په لټه کې وي او خوني تربور د خپل مرګ په انتظار کې وي پر سر يې توره ټوټه په اومړي سپڼسي تړلې وي، جريب نيم ځمکه چې يې په کلي کې درلوده، هغه شاړه پاته شي او دى له خپلو اولادونو او ښځې سره در په در ګرځي، دا شوه تربورګلوي.
د پښتنو پېغلې د پلار پر کور زړېږي، ځوانان بې د ولوره او بابيرې توان نه لري، ځوانان زاړه شول خو د اولادو څښتنان نه شول، د چا چې بيا اولاد شته، هغه بېوزلي په لږه ناروغۍ د اخرت په سفر ځي، طبيب نه شته، روغتون نه شته، دوا نه شته، ځکه نو ناروغانو د علاج او دوا پرځاى دم دعا او تاويزونو زيارتونو ته مخه کړې ده او د دوى په فکر د افسونونو په زور ځانونه او اولادونه د پيريانو له پټو حملو څخه ژغوري. کوم کوچنيان چې د ژوندانه په قافله کې د کوي، شري، تورې غاړې او داسې نورو تر غاښو اوړي د هغو بيا د ښوونې او روزنې لپاره مکتبونه نه شته، مدرسې نه شته، معلم نه شته، مدرس نه شته، کتاب نه لري او کاغذ و قلم نه پېژني.
له بده مرغه پښتانه له صنعته بد وړي، د دوى په ټولنه کې کسبکارو ته په کمه سترګه کتل کېږي، حتى سيالان يې نه ګڼي. دوى خو بانک نه پېژني او تجورې نه لري، پخوا به يې د سپينو سکې په ګړيو او منګيو کې تر خاورو لاندې ښخولې اوس يې بيا بړستنو کې ګنډي، لوټونه ښه نه پېژني، زياتره جعلي لوټونه پر دوى تېرېږي.
زياتره پښتانه په کوچيانو مېلو (مېنو) کليو، بانډو کې زېږي، بې له دې چې د نورو ثقافت او مدنيت وويني او يا له هغو څخه څه د ځان کړي، مري، ځکه نو د دوى کوچيانى او کليوالي ثقافت هغه د شلو پښتو وړاندې ثقافت دى او نوښت په کې په اسانۍ سره ځاى نه دى پيدا کړى، دا وو کوچي او کليوالي پښتانه.
 
اوس به راشو ښاري پښتنو ته:
څومره چې کوچي او کليوالي پښتانه پر خپل ثقافت ټينګ دي، هغومره ښاري پښتانه د خپل ثقافت په خوندي کولو کې سست او بې پروا دي، په تېره بيا په ګډوله ښارونو کې، چې هلته نور قامونه هم د دوى په څنګ کې پراته وي، ښاري پښتانه ډېر ژر د پرديو تهذيبونواو ثقافتونو پيروي کوي او خپل ارثي ثقافت او په تېره بيا ژبه د نا پښتنو ګاونډيو په څنګ کې خورا ژر له لاسه ورکوي، له نورو قامونو سره چې د دوستي او خېښي وکړي، د هغو دود و دستور چټک مني، له کليوالو پښتنو سره يې اړيکي که ونه شلېږي سستېږي خو هرومرو، متين خان اندړ راته وويل: يو وخت زه د کابل په چاردهي کې جبارخان کلا ته ولاړم، چې له رئيس تميز عبدالرب خان اندړ سره ووينم،  کلا ته نژدې د ده زوى په مخه راغى د پلار پوښتنه مې ځنې وکړله، ده راته وويل: ( او کتى قومايش در مهمانخانه ششته))
تاسې وګورئ د پلار قوميان د ده قوميان نه شول، ځکه چې هغه په پښتو خبرې کوي، دى پارسي وايي او په پښتو نه پوهېږي يا يې نه وايي، ده دريشي اغوستې ده او هغو خپل پښتني کالي، هغو پګړۍ تړلي دي او دى لوڅ سر دى.
په ګډوله ښارونو لکه کابل او هرات کې اوسېدونکي پښتانه د دغې اثر پذيرۍ او انفعال ښې نمونې دي، په دغو ښارونو کې چې له لسو تنو سره وپېژنئ، ښځه به يې هرومرو درته ووايي: (( مه هم اوغان استم)) او که داسې ادعا د ځان په باب ونه کړي دا خو هرومرو درته وايي چې انا مې پښتنه وه، يو وخت زه په ليننګراد کې وم، د ختيځ پېژندنې له پوهنځي څخه تليفون راته وشو: (( يو ډاکټر د عالي تحصيلاتو په نيامت له افغانستان (کابل) څخه دغه اوس رارسېدلى او ستا په لټه کى دى)) ما چې په ټليفون کې له هغه نوي مېلمه سره خبرې وکړلې ومې نه پېژانده، خو د وطندارۍ په خاطر مې ورته وويل: (( دغه دى دستي دررسېږم زما لاره څاره))- زه چې پوهنځي ته ورغلم له نوي راغلي وطندار مېلمه سره مې روغبړ وکړ، اب شي ژيت (ليليې) ته مې بوت، ځاى مې ورونيوه، ښاغلى ډاکټر... چې خداى په اماني راسره کوله، تر کور ودانۍ ويلو وروسته يې دا هم راته وويل: ((مادر کلان مه نورزايي بود))
مفکر محمد ګل خان مومند (١٣٠٣هـ ق زوکړى) د خپلې زمانې يو باخبره، پوه او ځيرک منصبدار و، له اګاهۍ، پوهې او ځيرکتيا سره يې د قام درد او خواخوږي هم درلوده او د پښتنو دغو بدو ورځو ته ښه ځير و، ده ډېرې شپې د پښتنو د غمخورۍ په فکر کې سبا کړلې او ډېرې ورځې د قام په غم کې لالهانده کرهرانده پرې تېرې شولې، پاى ته يې وپتېيله هر راز چې کېږي د کم بختو پښتنو د ثقافتي پرمختګ، سياسي ويښتابه او اقتصادي نظم هر کار ته به هرومرو وردانګي او څو يې وسه رسي د قام ماته بېړۍ به د ژغورنې غاړې ته پورې وهي، هر څوک د هر کار تر عهدې نه شي وتلاى، سترو کارونو ته ستر همتونه په کار دي، دا مفکر او هوډيالى محمد ګل خان مومند و، چې د قام ماتې بېړۍ ته يې اوږه ورکړله ( خو افسوس چې تر غاړې ونه رسېدله) او خپل توان او قدرت يې د دوى فرهنګي او اقتصادي ودې ته وقف کړ.
ده په فرهنګي برخه کې د قام ژبې (پښتو) ته توجه وکړله، تر ټولو دمخه يې په ١٣١١ ل کال کې هغه وخت چې دى د دغه ولايت رئيس تنظيمه و پښتو انجمن جوړ کړ، د کندهار جريده (طلوع افغان) يې درسته پښتو کړه، په خپله يې قلم راواخيست پښتو سيند ( د ١٣١٦ل چاپ) يې وليکه، چې تر څلورو زرو زيات پښتو لغتونه په کې معنا شوي دي، د حرفونو (تورو) حرکات و سکنات يې په مخففاتو ښوولي دي، د مصدرونو په برخه کې يې اشتقاقي تفصيلات هم شته يعنې د زمانو په لحاظ يې د صيغو اشتقاق ته هم اشارې کړي دي.
د مفکر محمدګل خان بله مولفه د پښتو ژبې لياره (د١٣١٧ چاپ) نومېږي چې د پښتو ژبې صرف ونحو، يې په کې څېړلې ده، د دغه کتاب په درېيمه برخه کې يې ١٥٦٦ مصدرونه د شاونديو، al,edal,wal,kawal د وېش له مخې راوړي دي، د دغې برخې يوه ښېګڼه دا ده چې د هر مصدر، متمم مصدر يې (که په ژبه کې وي) هم راوړى دى لکه له ((ليدل) سره ((وينل)) او له ((کتل)) سره ((ګورل)) او داسې نور...
مفکر محمد ګل خان د دغو دواړو کتابونو په ليکدود کې هم نوښتونه لري مثلاً: ټ يې ت، ج يې ح (1) - ډ يې د، ړ يې ر،ڼ يې نړ ليکلى دى او د کلمې په منځ کې زور يې په (ه) ښوولى دى، لکه سړه ى (سړى) کټوره ى (کټورى) او داسې نور..
د ماموريت په وخت کې چې به مفکر محمدګل خان په هر ځاى کې و هلته به د پښتو ژبې او ادب د پوهانو انجمن جوړ و، ده به پښتو پوهان تشويقول چې په خپلو اثارو، پښتو ژبه غني کړي- کتابونه وليکي، لغتونه راټول کړي او د پښتو ګرامر وڅېړي، ده غوښته چې پښتنو کوچنيانو ته دې تعليم په پښتو ژبه وشي، ولې چې په بله ژبه کې تعليم او تحصيل د شاګرد ډېر وخت نيسي او پر ذهن يې دروندوالى زياتوي.
مفکر محمد ګل خان د پښتونوالې پر مثبتو رواجونو ټينګ و او نور پښتانه يې هم د پښتونوالې د ګټورو دودونو باندې ټينګار ته تشويقول، له دروه و درغل، درواغو او غوړه مالۍ څخه يې ډېر بد وړل او ويل به يې دا عادتونه او خصلتونه نه يوازې د دين له پلوه غندل شوي دي، بلکې په پښتونواله کې هم دغو خصلتونو ته د کرکې او نفرت په سترګه کتل کېږي او د پښتني فضايلو له منځه وړونکي دي. ده چې په خپل ژوند کې څومره سياسي تقوى، پاک نفسي او له قام سره خواخوږي درلوده له نورو خلکو څخه يې هم د دغو فضايلو هيله درلوده او خلک به يې دغو چارو ته تشويقول. وزير صاحب محمدګل خان خورا صريح اللهجه او پر حق ټينګ سړى و، علي احمد خان ((والي)) چې په ننګرهار کې د پاچهي اعلان وکړ، ده په څرګند ډول له دغه اعلان سره مخالفت وکړ، هر څه ايرادونه او تهديدونه چې ورکړل شوه له خپلې هوډې څخه نه واوښت.
د مفکر محمد ګل خان پام د قام د ځوانانو د تربيې په څنګ کې د قام اقتصادي بهبود ته هم اوښتى و، د هندوکش په شمال کې ډېرې سرکاري ځمکې خورا شاړې پرتې وې اوبه بېکارې بهېدلې او شاړې ځمکې ځنګلونه کېدل، د سيمې خلکو د کرنې په کار کې ځانونه ډېر نه زهيرول، د للمې لپاره ډېر دښتونه او راغونه د دوى په واک کې وو فقط يوې او تخم يې له دوى څخه غوښت، نور به نو اقليمي شرايطو (موسمي بارانونو) کښتونه  ورپخول، په پراخو دښتو او ويړو راغو د سيمې د خلکو وس نه رسېده چې ټول وکري او حاصل ترې واخلي، خو په افغانستان کې ځينې سيمې په تېره بيا د پښتنو ټاټوبي داسې وو چې غلو دانو يې د سيمې خلک نه شواى مړولاى، ځمکې نه وې چې وکرلې شي، د سيمې خلک به دې ته اړ وو چې د مزدوريو لپاره د هندوستان لټو ته ولاړ شي او غنم و جوار له هندوستانه راوړي.
مفکر محمدګل خان دغه بې ځمکې خلک او کوچيان په منتونو په زاريو زواوو وروبلل او بې خاونده ځمکې يې د هندوکش په شمال کې پر وېشلې، ده په دې کړو د هندوکش د شمالي برخو ډېرې بې خاونده او بې حاصله ځمکې حاصل خېزې کړلې او د وطن بېکاران يې په کار واچول، د نورو له مزدوريو يې راوګرځول او د خپل ملک په ودانۍ يې اخته کړل، د ملک حاصلات يې زيات کړل او وږې سيمې يې د خپل ملک په حاصلاتو مړې کړلې.
مفکر محمد ګل خان د قره قلي پوستکو انحصاري سوداګري د جهودانو له لاسه وکښله، د سيمې خلک يې تجارت ته تشويق کړل، د ((رښتيا)) او ((يووالي)) په نومونو يې په مزارشريف او بلخ کې شرکتونه جوړ کړل چې وروسته دغه شرکتونه په خپلو سوداګريو کې ډېر پرمخ ولاړل او د ښو پانګو څښتنان شول.
د رسمي ماموريت ترختمېدلو وروسته هم د محمد ګل خان ټاټوبى د پښتو ژبې او ادب د پوهانو او هوا خواهانو ټولنځى و. مفکر محمد ګل خان تر مرګه پورې (١٣٨٣هـ ق) د پښتنو د بهبود چرتونه وهل.
زما ښه ياد دي د افغانستان د خپلواکۍ د بيا اخيستلو څلوېښتمه کاليزه وه، فخر افغان (عبدالغفارخان) هم کابل ته راغلى و، په بابر باغ کې د خوشال لېسې او رحمان لېسې ځلميو شاګردانو رسم ګذشت ورته وکړ، تر رسم ګذشت وروسته اتڼونه پيل شول د شاه جوى د خروټيو اتڼ چيان هم راغلي وو. دوى چې اتڼ کاوه رنګه دسمالونه يې په لاس کې وو او هغه به يې د اتڼ له حرکتونو سره سم ښورول، قام پال محمد ګل خان مومند چې د فخر افغان پاچاخان ترڅنګ ناست و، د خروټيو د اتڼ دغه خصوصيت يې خوښ نه شو، ناڅاپه ودرېد او خپله لکړه يې د اتڼ له حرکاتو سره سمه د تورې په دود ښوروله او څرخوله، خروټيو اتڼ چيانو ته يې ور ږغ کړ: (( وغورځوئ دا د تور سرو څپوڼي (دسمالونه)، ستاسې پلرونو او نيکونو په اتڼ کې تورې ګرځولې او تاسې د ښځو په شان څپوڼي ښوروئ.))
وزير صاحب محمدګل خان په دغو کلو کې د ګوزڼ په ناروغۍ مبتلا و، پښو يې ښه ملګري نه ورسره کوله، خو بيا هم له دغې ناروغۍ سره يې له تورو سره د اتڼ حرکتونه د پښتنو ځوانانو د روزنې په خاطر تمثيل کړل.
محمد ګل خان او پاچا خان  دواړه اوس په موږ کې نه شته (خداى(ج) دې دواړه وبخښي) د پښتنو لښکر، بې قافلې شوى دى او قافله هم سالار نه لري، زه ګومان کوم، د دې بې سالارې قافلې خطرناکې ايندې ته به دغه دواړه لارښوونکي مشران(رح) هېښ پاته وي او په ډېر حسرت به دغو پر شلو لارو روانو پښتنو ته ګوري.)) (٢٤)
 
 
 
 
((زما يادښت))
 
((د نړۍ هر ولس که د انساني فرهنګ له پلوه ډېر وروسته پاتې هم وي، يو سرغنه او مشر، يا په بله وينا، يو لارښود او سمونوال لري او دا مشري او سرغندويي ان تر دولتي اډانې هم رارسېږي چې د قانون په چوکاټ کې د خپل ټبر او ولس د ښېګڼې لپاره هلې ځلې کوي. بده مرغه ټولنه به هغه وي، چې په يوه ټاکلي چاپېريال کې د ځينو لاملونو له کبله له دغسې يوه لارښود او سرغندويه بې برخې پاتې شي او ورسره ورسره پرې يو زورواک دولت واک چلوي، لکه همدا نن سبا پر افغاني ټولنه باندې.
په روانه پېړۍ کې پښتون ولس دوه پياوړي مشران لرل، په لره پښتونخوا کې پاچاخان (عبدالغفار خان) او په بره کې مومند بابا (محمدګل خان مومند). دوى هر يوه په خپله خپله برخه کې د پښتنو د مشرتابه نقش پر غاړه درلودلى او لکه څنګه چې ښايي، په پوره مخسوري يې دغه نقش لوبولى دى.
په ښکاره خو داسې برېښي چې د پاچا خان رول سياسي و او د مومند بابا فرهنګي، مګر که په ځير سره وکتل شي، د دواړو د هلو ځلو پيره زياته فرهنګي وه که د پاچاخان د خدايي خدمتګار غورځنګ د سياسي ويښتابه توله يو څه درنه وه خو فرهنګي هغه يې هم دومره سپکه نه وه او د مومند بابا فرهنګي او بيا په ځانګړې توګه د پښتو ژبې غورځنګ خو بره خوا هر پښتانه بچي ته جوت دى. مومند له اماني پېره بيا تر نادر، ظاهري پېره يو پياوړى پوځي بولندوى پاتې شوى او په همدغه واک و ځواک يې پښتو ژبه د يوه ملي پېژند نښې او سمبول په توګه پر افغان دولت او حکومت منلې او هغه يې له نورو نړيوالو ژبو سره د سيالۍ جوګه کړې ده.
د محمد ګل خان مومند ( وزيرصاحب، مومند بابا) له نامه سره يوه داسې پرتمينه پښتني تاريخي څېره سترګو ته نېغه درېږي، چې د پښتني، يا په بله وينا، افغاني فرهنګ وروستى اويا کلن څپرکى ورسره نه شلېدونکي اړيکي لري. ده له ټولنيز (عام، نړيوال ديموکراټيک دود سره سم د ((ډېرښت)) آر او اصل پر بنسټ د افغاني ټولنې ملي وکړ (هويت) په پښتني هغه کې ليده او پر همدې بنسټ يې پښتو، پښتونولي او پښتون او بيا ټينګه او سپېڅلې خو پراخ ليده اسلامي ګروهه ددغه ملي وکر ټاکنده پېژند نښې ګڼلې.
ددغه ډيموکراټيک آر له مخې ورته ټوليز افغاني کولتور له پښتني فرهنګ  پرته نور څه کېدى نه شو.
ددغې ليارې انګېزه:
وايي، کله چې مومند بابا هلکينه کې له پلار سره له کابله خپل کلي ته تللى و، چا ورته پېغور ورکړى و چې ولې يې پښتو نه زده، هماغه و، چې کابل ته له ستنېدو سره يې پښتو زده کړې ته ملا وتړله او دومره په کې مخ ته ولاړ چې ټول برخليک يې ورترغاړې شو او ټول اند و ژوند يې ورته وښانده. زما په اند په تورکيه کې يې پوځي زده کړيزه استوګنه د دغې ليارې تر هر څه ستره انګېزه وه. ده له نژدې څخه د مصطفى کمال (اتاتورک) فرهنګي سمونواله (ريفورم) ليدلى و، چې څنګه يې خپله تورک ولس او تورکي ژبه له عربي او غربي اغېزه ازادوله او څنګه يې له دغې ليارې د يوې نوې او پرځان ويسا تورکيې د بنسټ پخولو ته مټې رانغښتې وې.
او په زړه پورې بيا دا چې په توره سقاوي واکمنۍ کې يې د ايران له استوګنې هم ډېر څه زده کړل، هغه مهال ايران غوښتل، د تورکيې په پېښو د خپلې پارسي په سپېڅلتيا او پياوړتيا خپل ځانګړى ملي وکر جوت کړي. مومند بابا د نجات په جګړه کې د يوه پاخه پوځي جنرال په توګه داسې غوڅ نقش ولوباوه چې د نادر او د هغه د نورو تش په نامه پوځي سوبمنانو ورونو خپل شپږم ورور وګاڼه لومړى د کندهار تنظيمه مشري ور ترغاړې شوه چې دترکستان د ((افغاني کولو)) پلان ورسره غوټه و. مومند بابا د قطغن او بدخشان د يوه تکړه نائب الحکومه (شېرمحمد ناشر خروټي) او داسې نورو همکارانو په مرسته وکړاى شول، په څو کلونو کې تورکي او افغاني توکم سره داسې واخښل راواخښل چې بيا چا د ((پان تورکيزم)) نوم هومره هم وانه خيست. له تازه دمونو مېشتوپښتنو، هزاره وو، بلوڅو، پشه ييانو او د افغانستان د جنوب نورو ټبرونو سره د تورکستان جبې نورې پر شولګرو او غنمګرو، پاليزونو او پومبو بدلې شوې او له دې سره سره زموږ پياوړى سمونوال (مومند بابا) په هغو سيمو کې د افغاني ورورولۍ بلينده ولګوله. د خوراک پوښاک او استوګنې ډولونه او بېلابېل دودونه جالونه سره همرنګ او هماهنګ شول، چې دا دى نن سبا په کې څوک د تورک و تاجيک، مغول او پښتون توپير په اسانه کولاى نه شي، مړى ژوندى يې سره ګډ دى او يو د بل پر ژبه لکه د يوې کورنۍ غړي پوهېږي.
دا تاريخ بيا وخته زبات ته رسولې ده چې د افغاني ټولنې په هويت ټاکنه کې د لوى مومند بابا ونډه څومره اغېزمنه وه.
دده په غوښتنه او نوښت پښتني اتڼ ملي اتڼ National Dance او د بيرغ غوندې درې رنګه پښتني کالي افغاني ملي کالي ومنل شول. د ژمي چې به ننګرهار ته راغى، خلک به پرې رامات شول او ده به هم ورته د خوراک، پوښاک، مړي ژوندي او ښو ښو دودونو او رواجونو او بيا د نوي ژوند واک تبليغ او لارښوونې کولې، ژبه به يې ترې زده کوله او ژبه به يې ورزده کوله، جومات ته به چې لمانځه ته ولاړ، ملايانو ته به يې د ديني لارښوونو او ورمونو ترڅنګه د خلق الله د خدمت ډېر ټينګار هم کاوه. د طالبانو او چټانو اتڼونه به يې هم ورسمول او د دې لپاره چې تقليدي اتڼ يې ورته ملي کړى وي، په خپله به پاڅېد، لستوڼي به يې وايستل او پر اتڼ به يې ورته پيل وکړ. ده به د يوه پلان له مخې هر ژمى خپل استوګنځى بدلاوه، کله به خپل کلي ((ګلايي)) ته ولاړ، کله به کونړ او کله کومې بلې ختيزې سيمې ته، اوړى به يې هم همداسې کله پر کابل او کله پر سمنګانو يا کومې بلې سيمې تېراوه. د ننګرهار او کونړ خلکو تر مومند بابا دمخه له سبو او ترکارۍ سره دومره مينه نه درلوده او نه له ونې غنې او مېوې دانې سره.
معياري (کره) او نږه پښتو:
مومند بابا لومړى روښاندې او بيا پښتو مين ليکوال و چې تر هر څه دمخه د (( يوې يوازينۍ کره او نږه پښتو)) ربړې ته پوره ځير شوى و. زموږ له اوسني معياري غورځنګ سره يې توپير دا و چې ګړنۍ او ليکنۍ پښتو يې همزمان سمول غوښتل او دغه کار يو نادوده او ناشونى دى. موږ د وزير صاحب همدغو هلو ځلو ته له نويو ژبپوهنيزو آرونو سره سم پايښت ورکړ او تر هر څه دمخه مو د ((يوې يوازينۍ بشپړې کره ليکنې)) پښتو ربړه رامنځته کړه. د غږ پوهنې له پلوه د ((منځنۍ)) د پښتو معياري ګرځول بيا هم له همده څخه راپاتې دي، په تېره د ( سه x) او ( ر g) په برخه کې. سره له دې چې د ويي رغاونې له آرونو سره يې کومه سستماتيکه پېژندګلو نه درلوده، خو ډېرې نوې رغاونې (نيولوجيزمونه) يې له پښتو ويي رغاونې سره ناباندې وو، لکه تکرست (ورزش، پاس پاس (هسک)، توپن (نرى)، تپنى (سياح)... هڅوب له بېلابېلو ټکو (هـ، ح،و، ب) څخه رغولى و ( هغه څه چې ولسونه بېلوي، چې انګرېزي ( هوکې= no kill = O.K.) ته ورته برېښي. د ژبپوهنې په برخه کې يې ((پښتو ليار)) او ((پښتو سيند)) د نوي علمي ژوند له ګټورو پيلامو څخه ګڼل کېږي.
برى او برياوې:
د مومند بابا د ناپايه هلو ځلو- پېړۍ او برياوې پر ١٣١٦ (١٩٣٧) کال د يوازينۍ ملي او رسمي ژبې په توګه د پښتو رسمي کېدلو سره پيل کېږي، همدارنګه د شلمو کلونو په سر کې په ټول هېواد کې د يوازينۍ تعليمي ژبې په توګه او په پښتو ژبو سيمو کې د دفتري ژبې په توګه د پښتو دودېدنه د همدغو هلو ځلو له پايلو څخه ګڼل کېږي. په راډيو، ورځپاڼو او نورو ټولنيزو رسنيو او علمي خپرونو (لکه اريانا، دايرة المعارف او جغرافيايي قاموس) کې د پښتو ورګډېدل د مومند بابا له نامه سره ټينګ تړون لري. پر پښتو ټولنې سربېره په تاريخ ټولنه او نورو علمي او خپرنيو څانګو کې د پښتو ونډه هم همداسې درواخله.
د مومند بابا اند و ژوند د وروستيو شېبو وروستنۍ پېره همدا وه چې خبر شو، د ١٣٤٣ په نوي اساسي قانون کې پښتو او دري يو شان رسمي ژبې کښل شوې وې، له ايبکو څخه يې اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته تليفون وکړ چې: ((اخر مو پښتو له پاړسو سره څلېښت کړه!)) پاچا ورته وويل:
_ په کميسيون کې پښتانه نماينده ګان لکه مجروح، شفيق، حامد... هم وو...  .
هغه ورغبرګه کړې وه، زه دا يو هم نه پېژنم...
هغه و چې محمد يوسف صدراعظم د قانون د توضيح  په وينا کې ((ملي)) ټکى له پښتو سره ونښلاوه او مياشت دوه وروسته دغه جنګيالي او فرهنګيالي پښتون د تل لپاره له نړۍ سترګې پټې کړې.   ياد دې تلپاتې وي.)) (٢٥)
���
((د محمد ګل خان وروستۍ ليدنه))
((کله چې محمد ګل خان بابا، جرمنيانو په سروبي کې له روغتون څخه رخصت کړ، نو دى ننګرهار ته راغى او په ننګرهار کې د حبيب خان پر ځاى دېره شو. زه د ده په پښتونولۍ ډېر مين وم ځکه چې لومړى ځل ما په کندهار کې عريضه نوشته کوله، نو عريضه ليکونکي په پښتو نوشته کړه، زما پښتو نه وه زده، ورته مې وويل چې عريضه رانوشته کړه، دغه عريضه ده، په پښتو ده، وزير بابا امر کړى دى هېڅ شى بې له پښتو په بله ژبه نه شي ليکل کېدى. له پښتونوالې سره دغې مينې زه دېته مجبور کړم چې له کابل څخه د (لته بند) پر لاره باندې نرنګ ته راشم، د بېسودو پُل نه و، په جاله کې راغلم. وزير بابا چې زه وليدلم وې ويل: (( زه د دې سړي په تندي کې دا ليکه وينم چې دى به د پښتو ډېر خدمت وکړي.)) نو زه يې په غېږ کې ونيولم نو وې ويل: ((سردار کېږه مه د پښتو خدمتګار شه او دا خبره مې هېره نه کړې فولکور را اخله، ټول کارونه به دې په فولکور وي)) ما ورته وويل چې بابا زه ستا دا قول او وعده سرته رسوم. ده وويل: (( حبيبي، خادم، جرار دا مې پښتانه کړل او د پښتو د خدمت لپاره مې وګومارل، ته يې هم ملګرى شه چې پرې يې نه ږدې.)) ما د ده لاسونه مچ کړل او ده په سر مچ کړم او له هغې وعدې وروسته دا دى پنځوس کاله کېږي خپل خدمت ته دوام ورکوم.
کله چې وزير بابا د لويې جرګې مشر و، نو ده افغانستان د غرب له غلامۍ نه خلاص کړ ځکه چې تر دغه وخته پورې د نادر خان کورنۍ د غربيانو له اشارې پرته هېڅ نه شول کولاى، خو مومند بابا د لويې جرګې طرحه داسې پيش کړه چې افغانستان کولاى شي له هر مملکت سره روابط وساتي او کومه ګټه چې د افغانستان لپاره ترې حاصلېږي هغه حاصله کړي. دغه نظر و چې افغانستان د غير منسلکو ملکونو په ډله کې وشمېرل شو او تر هغه وخته پورې دې حالت ادامه درلوده چې د (خلکو ډيموکراتيک ګوند) قدرت لاسته راوړ، تر دې دمخه افغانستان د وزير بابا توسعه عملي کړۍ وه.)) (٢٦)
 
(1) د (ج)) لپاره د (ح)) شکل تر محمد ګل خان مومند دمخه هم کارول شوى دى (و گ. د ايچ. رتن چند کندهاري رهنماى پښتو چې پر ١٨٩٢ع کال په کوټه (کويټه) کې چاپ شوى دى) ما چې د کابل چاپ خيرالبيان د مقدمو په برخه کې (٧٤مخ) ((ح)) شکل د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد بللى دى، سهي خبره نه ده هغه وخت ما د رتن چند کندهاري رهنماى پښتو نه وه ليدلې. (رشاد)