حکمت‌یار: کور مو نه دی محاصره شوی؛ د اوسېدو ځای بدلوو

حکمت‌یار: کور مو نه دی محاصره شوی؛ د اوسېدو ځای بدلوو


  • 1 مياشت دمخه (25/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 194

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار زوی وایي، د دوی د اوسېدو ځای نه دی کلابند شوی، بلکې په کابل کې د اوسېدو ځای بدلوي.

حبیب الرحمن حکمتیار پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې تړاو یې له چارواکو سره له څو میاشتو راهیسې خبرې روانې وې؛ خو اوسني حکومت له پخواني حکومت سره د سولې هوکړه د منلو وړ ونه بلله. 

هغه لیکلي، چې له تېر حکومت سره د سولې  په تړون یوازې کې همدا د اوسېدو ځای پاتې و. 

تر دې مخکې په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې اوسني حکومت د حکمتیار پر کور چاپه وهلې او هغه ته یې د تخلیه کولو امر کړی دی. 

تر دې وړاندې د دولتي ځمکو د تصفيې کمېسيون ویلي، هغه کورونه چې حکمتیار ته ورکول شوي او دفتري چارې په کې مخته وړي، د دفاع وزارت ملکيت دی او بايد ترې ووځي. 

ګلبدین حکمتیار له اوږدو مذاکراتو او له یوه جوړجاړي وروسته د جمهوریت د ملي یووالي حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

نوموړی د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې کابل ته راستون شو او په دارالامان سیمه کې د اوسېدو لپاره ځینې کورونه ورکړل شول.‌   

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وخت ناوخت په خپلو بیانونو کې د اوسني حکومت چارواکو پر کړنو توندې نیوکې هم کوي.