ښاپېرۍ زما همزولې


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • لطيف بهاند
  • 242

نه پوهېږم چې څومره شاعر يم او څومره نه، زه چې اوس د خپل تېر ژوند په خاص ډول د ماشومتوب شېبې رايادوم، نو خپل ځان له اوس نه زيات په ماشومتوب کې راته ښه شاعر وبرېښي. همدا اوس هم د اوسنيو شېبو، تراژيديو، خوښيو او ښکلاوو د ښې انځورنې لپاره د خپل تېر ژوند په تېره- تېره د ماشومتوب رنګينې شېبې په پور اخلم او د خپل شعر د کورګي سندريز دېوالونه ترې جوړوم. په ماشومتوب کې چې د تورو او کلماتو ښاپېرۍ مې په حکم کې نه وې، نو ماشوم شاعرانه کيفيت خو مې په حکم کې و. د ښاپېريانو کيسې  مې دومره رښتيا ګڼلې چې دشپې به مې په خوبونو کې ليدې. په خپل ماشوم ذهن او خيال کې به مې يوه ښاپېرۍ جوړوله او ما به وې چې د وسپنې څپلۍ به ورپسې زړوم. په ځنګل کې يو ناست ملنګ به اسم اعظم راښيي، دعا به راته کوي او بيا به د ښاپېريو د وزرو جامې په راس لاځي. په ماشومتوب کې له فطرت او تخيل سره له تصنع او تعقل نه پاکه مينه کېږي او همدا مينه د سړي راتلونکى هم جوړوي.
کورنى چاپېريال هم د ماشوم په راتلونکي اغېز لري، که څه هم نه مې پلار شاعر و او نه مې مور شاعره وه، خو بيا هم مور او پلار مې ما ته ډېر شاعرانه کيفيتونه بښلي دي.
زما د مور د ماشومتوب او ځوانۍ ژوند ټول په غمونو او تراژيديو کې تېر شوى دى، تراژيدي مې له مور نه په ميراث وړې ده او تر ننه له تراژيدي هنر سره زياته مينه لرم. تراژيدي موسيقي مې خوښېږي، تراژيدي فلمونه، افسانې، ناولونه او شعرونه مې خوښېږي. زما د مور څلور وروڼه يو په بل پسې مړه شوي وو. کله چې زه لږ څه غټکى شوم، نو مور به مې د نورو افسانو تر څنګ، د خپلو وروڼو د مرګونو کيسې راته کولې. له کيسې وروسته به مې مور ژړل، ما به مې مور ښکلوله او زارۍ به مې ورته کولې چې بس دى، مورې مه ژاړه. کله- کله به مې مور د خپلو وروڼو په ياد يوه نيمه لنډۍ په غلي اواز ويله. د مور اواز به پر ما خوږ لګېده او ما ته به يې ژړا راوسته. ما مخکې وويل چې زه په ماشومتوب کې پر تورو او کلماتو لاسبرى نه وم، کنه ډېر کيفيتونه به مې د تورو او کلماتو په زور شاعرانه کړي وو. يوه خاطره دلته ليکم، چې شعر ته ډېره ورته ده:
مور مې د دويم پوړ په کوټه کې ټال راته جوړ کړى و، زه به په ټال کې زنګېدم، د دويم پوړ د کوټې له کړکۍ به مې مخامخ غرونو ته کتل، مخامخ غرونه به هم زنګېدل. زه نه پوهېدم چې دا غرونه څنګه زانګي؟ کله چې به زه له ټال نه راکوز شوم، دوى به هم ځاى پر ځاى ودرېدل. يوه ورځ نرى- نرى باران اورېدلى و، زه په ټال کې زنګېدم، ناڅاپه مې مخامخ غرونو ته پام شو، د غرونو پر لمن د بوډۍ ټال (شنه زرغونه) غوړېدلى و، غرونه زنګېدل، ما له ځانه سره وويل چې دا به د غرونو ټال وي او غرونه به په دې ټال کې زانګي، پر غرونو راخوره شنه زرغونه مې د غرونو ټال باله.
په همدې ډول له عجيبو شاعرانه کيفيتونو سره رالويېدم. پلار مې ډېر دينداره او امانتداره سړى دى. ډېر وخت به په نيمه شپه کې د تهجد لمانځه ته راپاڅېده. کله- کله به يې زه هم له ځان سره پاڅولم. د نيمې شپې چوپتيا او د ستورو ځلا به راباندې ډېره ښه لګېده. کله- کله به يې په اسمان کې هغه سره نژدې شوي دوه ستوري راښودل. يو ستورى به غټ، تک سپين و. پلار به مې ويل چې دا ليلا ده. بل ستورى به له سپين غټ ستوري نه لږ  وړوکى و او سوربخون رنګ يې و. پلار به مې ويل چې دا مجنون دى. دوى دواړه يو پر بل مينان وو او دواړه د خداى په قدرتونو اسمان ته ختلي دي. دوى په کال کې يوځل غېږې سره ورکوي او که چا غېږ په غېږ يوځاى سره وليدل، چې هر سوال يې له خداى پاک نه وکړ، سوال يې قبلوي. ما به په زړه کې ويل، کاشکې زه يې غېږ په غېږ سره ووينم. بيا به مې په زړه کې ويل ښه که غېږ په غېږ يې ووينم، نو کوم سوال به له خدايه کوم؟ سوال به مې نه خوښېده. په دې سوچونو کې به خوب وړى وم.
پلار مې د شاتو له مچيو سره ډېره زياته مينه لرله. کله به چې ژمى تېر شو، زموږ کډې به د غرونو بانډې ته تلې. زموږ غرونه د څېړيو په ګڼو ځنګلونو کې پټ دي، ځينې د نښترو ځنګلونه هم لري. پلار به مې د ځنګل په لمن کې د اوبو پر غاړه د شاتو مچۍ څارلې. د اوبو غاړې ته به يوه- يوه مچۍ راتله، اوبه به يې په خوله کې اخيستې او د څېړيو په ځنګل به ورننوته. پلار به مې هغه ځاى معلوم کړ. بيا به د څېړيو په ځنګل کې ورپسې ګرځېدو.
کله ناکله به مو د څېړيو په لويه ونه کې د شاتو د مچيو کور پيدا کړ، مچۍ به د لمر د وړانګو په غېږ کې لکه ګرځندې سپرغۍ د لويې ونې سوري ته ورننوتې او ځينې به ترې راوتې. دا انځور اوس هم زما په ذهن کې ژوندى دى او اوس هم دا ښکلا په لفظونو کې نه شم نغښتلى. پلار به مې د څېړۍ لويه ونه د شاتو په مچيو پسې سورۍ کړه. تختې- تختې شات به په کې وو، د شاتو د مچيو په ټوپکي کې به يې ګوتې وهلې، يوې نيمې به پر ګوتو او لاسونو وچيچه، خو د پلار به مې هېڅ چرت هم نه خرابېده.
کله به يې چې پر مخ او يا له سترګو سره نژدې وچيچه، نو ما ته به يې ويل چې دا لشې رانه وباسه.  ما به لشې ترې راوايستې. کله چې به زه د شاتو مچيو وچيچلم، نو ما به ژړل، پلار به مې راته ويل، چې ستنه يې درته ولګوله، دا د هر مرض دارو دي.
پلار به مې د شاتو د مچيو په منځ کې يوه اوږده زرينه مچۍ پيدا کړه، ما ته به يې راکړه. ويل به يې چې ورو- ورو يې په ګوتو کې ونيسه. دا ملکه ده او چيچل نه کوي. ما به ملکه ورو په ګوتو کې ونيوه، څومره پسته وه. زړه به مې يو ډول پرې خوږ شو. پلار به مې د واسکټ له جېبه کوچنۍ بياتي راواخيسته او د ملکې وزر به يې پرې کړل. بيا به يې د شاتو کندو ته واچوله. د شاتو د کندو  سر به يې خلاص پرېښود. مچيو به د شاتو د کندو پر سر ګرځنى کاوه او ډلې- ډلې به د کندو ګېډې ته ورننوتې. په يوه شېبه کې به ټولې مچۍ د شاتو کندو ته ننوتې، د شاتو د کندو سر به يې وتاړه. د مچيو له کور نه به يې د شاتو تختې راپرې کړې. ما ته به يې يوه کوچنۍ تخته شات راکړل، چې دوه درې ټوټې به مې وخوړل، موړ به يې کړم. يوه شېبه وروسته به شاتو تږى کړم. د ځنګل په لمنه کې به پر يخه چينه څملاستم او يخې اوبه به مې وڅښلې. پلار به مې له شاتو نه دېګى ډک کړ او له ځنګله به روان شوو.
پر لاره به خوشحاله- خوشحاله راتلو. زما مخ به د شاتو د مچيو له لشو نه پړسېدلى و. سترګې به مې تنګې شوې وې. پلار به مې مخ ته هنداره راته ونيوه. ما به په خپل ځان پورې خندل. د هر څه په باره کې به مې له پلاره پوښتنې کولې. له پلاره مې پوښتنه وکړه چې د شاتو مچۍ شات څنګه جوړوي؟ پلار مې راته وويل: مچۍ ګلان په څانګونو کې راوړي. دننه په صندوق يا کندو کې يې پاڼې پاڼې ږدي. د ګلونو د پاڼو له پاسه ملکه ورو- ورو ګرځي. له کومو ګلپاڼو نه چې ملکه تېرېږي، هغه ګلپاڼې په شاتو بدلېږي.
زموږ د کور په هره کوټه کې دوه يا درې د شاتو صندوقونه چې موږ يې ټمبکې بولو- وو. زموږ کور ته به له سهاره تر مازيګره مچيو په وزرونو کې رنګ رنګ ګلان راوړل. ګلپاڼې په څانګونو کې مچۍ ډېرې ښکلې ښکاري. زه د دويم پوړ په کوټه کې ويده کېدم او زما کټ د شاتو د مچيو له ټمبکې سره جوخت ايښى و. دشپې به مې له کړکۍ نه د ستورو ډک اسمان کوت. د ليلا او مجنون ستوري به مې کتل، چې څومره سره نژدې شوي دي؟ بيا به مې د شاتو د مچيو زمزمو ته غوږ کېښود.
کله- کله به مې د ټمبکې تخته ورو په څپېړه ووهله. د شاتو د مچيو ځوږ او زمزمې به لا پسې ډېرې شوې. ما به په زړه کې ويل چې اوس به د ډېرو ګلپانو له پاسه ملکه تېره شوې وي او اوس به ډېرې ګلپاڼې په شاتو اوښتې وي. په زړه کې به راوګرځېدل، کاشکې زه د شاتو ملکه واى چې ګلپاڼې مې په شاتو بدلولاى.
پلار مې د شاتو د مچيو په باره کې دا هم راته ويلي وو، چې دوى ډېرې اصيلې دي. په کوم کور کې چې بې ديني او بې اتفاقي راشي او يا ظالم پاچا پر وطن واکمن شي، نو دوى له هغه کوره ځنګل ته ځي، د شاتو مچيو د ښکلي پيغمبر  د ژړا تاب نه درلود. د پيغمبر اوښکې يې وځبېښلې او لوى خداى د شاتو جوړول پرې ولورول. پلار مې ويلي وو چې د شاتو د مچيو د ساتلو لپاره بايد په زړونو کې پاکي او تقدس وساتو. دا خبرې مې له پلاره اورېدې او زما په ياد کې پاتې کېدې. زما د ژوند شېبې لکه ګلپاڼې په غېږ کې مچۍ تېرېدې. اوس نو زه زلموټى شوى وم او ورو- ورو د بلوغ درشل ته ورنژدې کېدم. اواز مې لږ ډډ شوى و. خو لا تر اوسه مې هغه ډول خوبونه نه وو ليدلي، چې د بلوغ په باب مې په منية المصلي کې لوستي وو. يوه ورځ مې پلار د مچيو د ټمبکې (کندو) تخته خلاصه کړه. د شاتو د سپينو تختو دپاسه تورې مچۍ ګرځېدې. په يوه لويه سپينه تخته کې دوې غوټې وې. پلار مې ويل په دې هره غوټه کې يوه نوې ملکه اوسېږي. که چېرې دا غوټې داسې پاتې شي په دې کور کې به دوې نورې ملکې هم پيدا شي او بيا به د دې کندو نظام خراب کړي. نوې راپيدا شوې ملکې به يو- يو ټولى  مچۍ له ځانه سره وباسي او دا کندو به کمزورى شي. پلار مې چاړه راواخيسته. په داسې احتياط يې غوټې غوڅې کړې چې په غوټه کې د ملکې چنجى زخمي نه شي. پلار مې د کندو له تختې نه راتويه شوې خاوره لمده کړه. لمدې خاورې خوږ بوى وکړ. پر ما د شاتو بوى او د لمدې خاورې بوى ډېر خوږ لګېده. پلار مې په کندو پسې تخته بنده کړه. د تختې پر درزونو يې لمده خټه وموښله.
يوه اوونۍ وروسته د همدې ټمبکې له سوري ګڼې- ګڼې مچۍ راوځي او په هوا کې ګرځنى کوي. له ټمبکې نه يو لوى ټولى مچۍ راووتې. مچۍ په هوا کې تاوېدې. غوښتل يې چې د هغه لرې ځنګله په لوري لاړې شي. خو پلار مې د هغوى مخه ونيوه. د وړو شګو ګوزارونه يې پرې وکړل.
مچۍ يې زموږ له کور سره نژدې د توت ونې ته وروګرځولې. مچيو د توت په يوې هسکې څانګې پورې ټوپکى جوړ کړ. يوه مچۍ په بلې مچۍ پورې نښتې وه. د لمر شغلې پرې لګېدلې او دوى وزرې رپولې، ډېرې ښکلې برېښېدلې. کله به باد ټوپکى وښوراوه. ما وې چې اوس به د ماشومانو د شګو د کوټنۍ غوندې د مچيو دا کور هم راړنګ شي. خو نه پوهېږم چې ولې نه ړنګېده. پلار مې له وچ او تش کدو نه جوړ شوى د مچيو د راايسارولو لوښى هم له ځان سره توت ته وخېژاوه. زه هم توت ته پاس وروختم. پلار مې د ډېرو مچيو په منځ کې ملکه لټوله، تر لږې شېبې لټون وروسته يې د شاتو ملکه پيدا کړه. ورو- ورو يې په ګوتو کې ونيوه. ما ته يې وويل چې له جېبه مې بياتي دروباسه. ما يې له جېبه بياتي راوايسته او د ملکې وزرونه مې پرې کړل. پلار مې ملکه له کدو نه جوړ شوي تش لوښي ته واچوله. بيا يې ورو- ورو په لپو- لپو مچۍ تش لوښي ته پسې ورواچولې. د مچيو ډک لوښى يې له ځان سره راکوز کړ. د نوې ملکې دا لوى ټولى مچۍ يې په يوه بله خالي ټمبکه کې سمبال کړې. څو تختې شات يې هم ورته کېښودل، چې څو دوى خپل شات جوړوي، په دې تيارو شاتو به څو شپې ورتېرې کړي. ما مې له پلاره پوښتنه وکړه چې تا خو څو ورځې وړاندې په هغه ټمبکه کې د ملکې دوې غوټې غوڅې کړې، نو دا درېيمه ملکه له کومه راپيدا شوه؟
پلار مې په خندا کې راته وويل: دا ملکه ما پرايښې وه، ځکه چې هغه ټمبکه ډېره زوروره وه، ما وې چې يوه بله ټمبکه هم ترې جوړېداى شي. په دې لا دوې ورځې پوره نه وې تېرې، چې هماغې اولنۍ ټمبکې بيا شورش وکړ. يو کوچنى ټولى مچۍ ترې رابېلې شوې او په نژدې دېوال پورې پنډې شوې. پلار مې ملکه پکې ونيوه. دا ځل يې وزر پرې لنډ نه کړل. ما ته يې راکړه او راته ويې ويل چې په ورغوي کې يې ورو- ونيسه، چې درنه مړه نه شي. ځکه چې د ملکې مرګ د يوې پاچاهۍ د پاچا مرګ دى. ما ملکه په ورغوي کې ورو ونيوه، زما په ورغوي کې يې ورو- ورو وزرونه رپول. د وزرو له رپولو سره يې ان زما زړه تخناوه. پلار مې راته وويل چې دا ملکه يوسه او د غنمو په شنه کرونده کې يې خوشې کړه. زما په زړه کې يو سوال غځونې کولې. پلار مې نور څه هم راته ويل، خو ما نورو ويلو ته پرې نه ښود او ترې ومې پوښتل:
پلاره! تا هغه بل ځل ويل چې هغه بله ملکه ما پرايښې وه، چې نوى کور جوړ کړي. نو دا ملکه ولې نوي کور جوړولو ته نه پرېږدې؟ پلار مې موسکى شو. ويې ويل چې ته څومره ډېرې پوښتنې کوې. بيا يې په ځواب کې راته وويل: ځکه چې يو خو دې ملکې ډېر کم شمېر مچۍ له ځان سره ملګري کړې دي، يعنې يو پاچا بايد ډېر رعيت ولري او د دې ملکې رعيت ډېر کم دى، بله دا چې هغه پخوانۍ ټمبکه کمزورې کېږي. د دې ملکې غوټه ما نه وه ليدلې. کله- کله د ملکې غوټه په پټ ځاى کې وي. له سړي نه پاتې شي. زما د سوال ځواب وشو. اوس نو زه په خوشحالۍ له کوره راووتم. ما ته ځان ډېر غټ برېښېده. ځکه له ما سره د مچيو پاچا ملګرى شوى و. زه د غنمو تکې شنې کروندې ته ورسېدم. په يبلو پښو، په تکه شنه کرونده ورګډ شوم. شنه او تنکي غنم زما په چاودو او يبلو پښو زخمي شول او خوږ بوى يې په هوا کې خپور شو. دا بوى هم د شاتو او لمدو خاورو د بوى په شان پر ما خوږ ولګېد. ورو- ورو مې خپل ورغوى پرانيست. اوږده زرينه او ورېښمينه ملکه مې پر ورغوي ګرځېده. وزرونه يې هم جوړ وو. خو خداى زده چې ولې نه الوته. زما ډېر زړه پرې وخوږېده. ورغوي ته مې ورو پوکى وروکړ او په پوکي سره مې د شنو غنمو غېږې ته والوزوله. کور ته په خوشحالۍ راستون شوم. بيا مې له پلاره پوښتنه وکړه چې ولې دې ملکه له کوره لرې شنې کروندې ته راباندې يووړه؟
پلار مې بيا په موسکا کې راته وويل: “ځکه چې له کور او نورو ټمبکو لرې وي. که دلته نژدې مو ازاده کړې واى، بيا به کومې ټمبکې ته ننوتلې واى او يوه جوړه پاچهي به يې خرابه کړې واى. بله دا چې د ملکې مرګ لويه ګناه ده. بس د پاچا مرګ دى. ما وې چې ملکه ډېره تنکۍ وي، په شنو او تنکيو غنمو کې به له بل سپېره ځاى نه خوشحاله وي او تر ټولو لويه ارزو مې دا وه چې ګوندې د مچيو يو داسې لښکر پرې راشي چې ملکه يې مړه وي او يا يې ملکه نه وي، نو دا به يې ملکه شي او ورانه پاچهي به پرې جوړه شي”.
زه اوس هم داسې انګېرم، چې زما د شعرونو او سندرو لفظونه هغه مچۍ دي چې د ښايست او شعر په شنه کرونده کې يې زرينه ملکه ورکه کړې ده. زه تل د دې زرينې ملکې په لټون کې لالهانده ګرځم. زما همځولې ښاپېرۍ راته ويلي دي چې دا ملکه ما ليدلې ده. ما هم د خپل خيال او خپل شعر د ښاپېرۍ لمنه نيولې ده. د خيال او ښکلا په ډېرو جزيرو يې وګرځولم، خو لا مې موندلې نه ده. تر هرې پلټنې وروسته ښاپېرۍ کټ- کټ خاندي او د يوه نوي پړاو د پلټنې بلنه راکوي. کله- کله مې شک پيدا شي چې هسې نه ملکه زما د همځولې ښاپېرۍ په ورغوي کې وي. که خداى کول سبا به د ښاپېرۍ ورغوى پرانيزم. ګوندې زرينه ملکه په لاس راشي او د سندرو يوه کوچنوټې پاچهي راته  جوړه کړي.
په مينه
کاروان


دهغه په شعر کې،کلمات اوترکيبونه يو ذهنی سندريز پژواک لري.
کاروان په خورا نرمه ژبه،دهغه  دکتاتورانو په وړاندې سندريز غږ پورته کوي،چې هر چېرې او يو ډول نه يوډول ځان د ازادۍ وياند ګڼي.
هغه د جلادانو په وړاندې د کرکې ديوالونه جوړوي.
هغه،هغه جلادان  او ديکتاتوران دي،چې په خپله د ازادۍ اصلي قاتلان دي.
دهغه په شعرکې مينه او حماسه اوږه په اوږه روان دي.نه،نه روان نه دي،کوربانه دي،کوربانه نه دي،نغښتي دي.
کاروان،د يوه ستر کوډګر په څېر موږ دخپل شعرد سحرګرو ترکيبونو په سندريزو اوازو اوشر وشور کې،له کږو وږو،لوړو ژورو خو خوندورو لارو نه تېروي او د تصويرونو هغه کوډګر او خوب کې ليدلي جنت ته مو رسوي،چې يوازې او يوازې د کاروان په شعر کې يې ليدلی شو.
د کاروان شعر د مرغلرو،هغه اميل ته ورته دی،که يوه دانه يې نه وي،يا لويه او کوچنۍ وي،يا يې رنګ څه تت او روښانه وي،نو ټول اميل به يې بل رنګه برېښي.
د انسان د رښتيني جوهر برالا کول د هنر لومړنۍ دنده ده.
که  زه په موسيقۍ پوهېدلاي،مابه د کاروان د شعر،ټول سندريز رازونه،چې خورا بې شمېره دي،د سندرو په ژبه دهغه د جګړمار اولس لپاره سندرې کړې وای.مابه دهغه شعر،دشعر سندره بللې وای او په هغه کې به مې دهغه دسندريزوالي ټول اړخونه ښودلي وای.
دکاروان شعر،هغه مرغه ته ورته دی،چې يو بريد هم نه پېژني.هغه، نه دفصلونو،نه د دريابونو،نه د غرونو او نه دبل کوم بريد،پروا لري.دهغه شعر،د افسانو او تاريخ،له درنو،غمجنو او مينه ناکو پېټيو سره يوځای،د زړونو دالانونو ته رسوي.
دهغه لپاره شعر،يعنې نوی والی،شعر يعنې بدلون،شعر يعنې،اوښتون،شعر يعنې،دخلکو بری،شعر يعنې د ښکلا څوکه،شعر يعنې د شېبو ابدي کول.
ولې څوک،کاروان ښه شاعر بولي؟
داځکه چې کاروان شاعر دی،بله داچې د هغه د شعر روان،د شعر د لېوالو له روان سره هم اهنګه او همغږی دی،بيا داچې دهغه په شعرکې نغښتی ارمان،په رښتياهم د هغه  چا له  ارمان سره اړخ لګوي چې ،هغه يې خوښېږي،دده په شعر کې نغښتل شوې او بيا په سندريز ډول بيان شوې وينا،هغه وينا ده چې دده دشعر لېوال هغه غواړي خپله ووايي،خو دوی يې ويلی نه شي،که ويلی يې هم شي،داسې ښکلې،پېيلې او زړه راښکوونکې يې انځورولی نه شي.
هغه،شعر دشاعرۍ لپاره نه ليکي،دځان وياړنې لپاره هم نه،هغه شعر د ژبې د شعري پانګې او د زړونو دتسل لپاره ليکي.
دکاروان مخکې به چا،دومره په سادګۍ  دپښتو ژبې له ښکلاييزه توان نه،ګټه اخيستې نه وي.
چېرته د سندرو كاروان واړوم
زه چې كله بې هندارواوبې تصويره كيږم.زه چې كله غواړم دردمې په لفظونوكې ونغاړم.زه چې كله غواړم چېرته يا چاته ځان بيان كړم. زه چې هغه وخت دبارانونوله بهير نه ورک كيږم اوزړه نه دللمې دگلونوورور جوړوم ،نو دكاروان دغزلو تيريدونكي اونه ستړيدونكي كاروان ته غوږ غوږشم.زه چې كله كوم خم ته تكيه اويارته مخامخ شم،نو پوهيږم دچا پښتني ارواح په ما راگرځي اودلرو لرو كليوټپې مې په پښتني يكه زارتر غوږو كيږي.زه چې كله اوس،اوس په تصور كې دپښتني ستومانه زړه له تل نه راجگ شوي فريادونه اورم،نوپه خيال كې مې په رښتيا سره زموږددنگو غرونودڅېړيو دنګې ونې تيريږي.نو په دې گونگ ماحول كې يوازې دكاروان خبرې كوونكي او افسانه بيانوونكي چنار ته غوږ شم.هغه چنار چې روح يي دلوی گړنگ په شان دنغمو له ازانگونه ډك دی.نه پوهيږم چې دنغمو له ازانگو نه ډك دی او كه يا كوم غيبي سندرمارپه كي غږيږي؟خو دا غيبي سندرمار په كوكو نارې وهي چې:
راشه درحمت بارانه ښار اخيستی اور دی
ژوند لكه دكلي دچنار اخيستی اور دی
راشئ زما اوښكې ورله يوسئ بلبلانو
سوځي درنه ښكلي لاله زار اخيستی اور دی
نه يې دچالاس لكه امېل له غاړې تاوشو
غاړه كي يې خپل دغاړې هار اخيستی اور دی
وچې شونډې گرځئ بدبختانو ميخوارانو
اوښكې دانگور وسوې انار اخيستی اوردی
لرې  شه لمنه به دې وسوځي طبيبه
پرې يې ږده چې څه كيږي پرهار اخيستی اور دی
ماوې گلابي جامونه راكړه راته وې  يې
وار وكړه تلوار مه كړه ستا وار اخيستی اور دی
سوې دكاروان سندرې چا په زمزمه كړې
گوتې دمطرب وسوې شاتار اخيستی اوردی 
هوكي اور دی خوپه دی نه پوهيږي چې دا اور په خپله هغه چا بل كړی دی چې ځان درحمت باران گڼي.هغه حتی په دې هم نه پوهيږي چې همدې باران حتی ژوند دكلي دهماغه يوازني چنار په شان اور وراچولی دی ،نه يوازې دكلي چنار،دكلي لاله زار،دمين دغاړې هار،دكلي انگور واوانارهم اور اخيستي دی.
زموږ شاعر،هغه شاعر دی چې سندرې يې وينځې او غزل يې غلامان دي.هغه شاعرچې خوب تښتيدلو ته دغزلو اوقصيدو كاروانونه رسوي.دفطرت مور دنغموغوټې ورته ساتي.داشاعرسره له هغه چې په مينه كي تر بل هر مين نه ډوب دی،مگرستمگر ماحول دی دېته اړ باسي چې خپل نازك غزل ته داسي تشبيه پيدا كړي:
(دبڼو اوشونډو ياد هم رانه هير دی
—جوړ غزل مي له خنجر او له پرهر دی).
دا هغه شاعر دی چې شهيدې پيغلي يې په ماتو كوديو كې له گودرنه داوبو پر ځای وينې وړي.دا هغه شاعر دی چې دكلي ماشومتوب يي شهيد شوی دی.نوله دې كبله دی چې دتفكر او احساس دپراخ اسمان په لمنه كې ددغې راخوټيدونكې چېنې او غيبي سندرمار  په باب  خبرې،څېړنې او څه ليكل به  اسانه كار نه وي.كلونه،كلونه كيږي چې ما دشعر په باب خپلې زده كړې اوڅېړنې پيل كړې دي .خو داسې يو تصوير ،داسې يو انځوراوداسې يو تعريف چې زما تنده پرې ماته شي اوخوند راكړي نه ليكی شم اونه ويلی شم.ډير وخت مي هغه په سندريزو توروكې داحساس، عاطفې اوتفكرنه تكراريدونكې جره غوټه ده.داغوټه چې څومره جره وي په هماغه اندازه خوږه اوزړه راښكونكې وي،وگورئ چې دكاروان دپاره شعر څه شی دی اوڅنگه جوړيږي:(چې سندرې مي راشنې شي له خبرو-په سپيروشونډومي تانده خولگۍ كيږده)
نوشعركه دښكلوبيتونو،تركيبونو،كلمو،تشبيهاتو،استعارو،رديفونو،قافيو ، اهنگ  او وزن نه جوړه شوې فرشته وگڼو،نوهغه انداز چې زموز دزړه په تل كې ياغي اوسركش پښتني ناارام روح  كامران شاعرراموي په دې قواعدو نه جوړيږي بلكې دكاروان دا جوړونه ډيره ساده اوپښتني ساه ده:
(شاعران يو درڼو اوښكو پر پاڼو-دزړه ويني كړو سندرې بيايې وايو).
كه شعر دخيال له ميكدې  نه دهستۍ بښونكو ميو،څاڅكي،څاڅكي راڅڅول راڅڅول دي،هغه دهغه چا لپاره چې ديار او زمان غم پرې غلطوي.نو دكاروان شعردغزل، توري هم ددې ميو نه كم نه دي:(كاسې دغزلتورويې دخيال له ميو ډكې-كاروانه نن دې طبعه له خماره ښوييدلې).شاعر بايد څومره لاره وهلې وي.شاعر بايددمعنويت كوم درشل ته ورسيږي.بايددتفكر كوم او دروح دبغاوت کومې درجې ته ورسيږي چې شعريې دومره سندريزشي.چې شعريي دومره حماسي ليريك اوحماسي رومانتيك شي:
چېرته يي هندارې بي تصويره يم-راشه چې بې خوبه بې تعبيره يم
راشه چې تڼاكي پښې دې ښكل كړمه-وركه سبا ستړی له شوگيره يم
درديم په لفظونوكې مې ونغاړه-لږ خومې بيان كړه بې تفسيره يم
شمس مې شه،صيقل مې كړه،شاعر مې کړه-مست مې کړه،محبوب مې شه،بې پيره يم
زړه مې ورور دللمې دگلونودی-ورك دبارانونوله بهيره يم
خدايه كه پښتو راسره ووايي-جار دې له منكر او له نكيره يم
چېرته دسندرو كاروان واړوم-زه راغلی نن له بم اوزيره يم
       كله چې دغه راز شعرونه لولم په دي تصوركې كيږم چې شعربه دبربنډونازولو انديښنوپه وريښموكي دمعنويت تاوول وي.هغه هم په څه نزاكت او څه ادا.نودلته ده چې بيرته دشعر داساسي اجزاوو په فكر كي كيږم او سمدلاسه ماته:احساس،عاطفه،سندريز ريتم،كلمات اوتفكر راياديږي. خوهغه څه چې دكاروان په شعر كې راځي ،دغه ټول بريدونه لكه دزمان نه ايليدونكي بادونه پرې كوي،كله وړاندې،كله څنگ ته ،كله شاته درومي.په هر لوري چې درومي زما دژبې شعر پرې رنگينيږي.نو له دې كبله دي چې دكاروان شعر ته نه يوازې ښكلا پيژندونكي،بلكې شاهانو نه وروسته ،دغرونو تور ديوان ،دده دشعر ښكلا ته سلامي كيږي:
تورديوان يي سلامي كړل،دښكلا ووښاپيروته
غزلتوري دكاروان دي،كه غمي دسليمان دي
رستيني شعرتل په خپل شعر كي خپله راڅرگنديږي.دهغه په هر تخليق كې دی دخپل ټول معنوي پيټي سره روان وي.په تيره  هغه شاعران چې شاعري دهغو له پاره په يوه مينه بدليږي.شعر دكاروان،هستي اودانديښنو زړي جوړوي.دی كيداي شي په پښتو ژبه كي لومړنی شاعر واوسي چې دومره زيات دشعر،شاعري ،شاعر،غزل،غزلتوري،غزلپاڼه،غزليز،سندرې،سندريز،سندرماراونغمې كلمې،په بيلابيل هنري انداز سره چې دده دشاعرانه احساس څرگندونه كوي،په شاعرانه سندريز ډول استعمال كړې دي.دمثال په توگه كه دده دشعر موضوعات دچنار خبرې كوي په كتاب كي راوسپړو نوموړي په دې كتاب كې دشعر ،شاعري اوغزل،غزليز،غزلتوري،غزلپاڼه ،سندرې،سندريز،سندرماراو نغمې كلمې چې په يوډول يوډول دده دتخليقي شاعرانه احساس بيان دی له څلورسوونه زيات ځل استمعال كړي دي چې له څلور سوه نه زيات رنگين او نه تكراريدونكي تصويرونه يي تري جوړ كړي دي چې دشعر اوغزل په باب دده دپوره نظر څرگندونه كوي.كله چې څوک دزړه په سترگو اوشاعرانه مينې سره دده شعرونه ولولي دې نتيجي ته رسيږي چې دی په خپل شعر کې حتې يوه كلمه هم  په تصادفي ډول نه انتخابوي او هره كلمه دزړه په درد مرولي او ديوه ستر فنكار په توگه يې دكوم محبوب غاړې ته امېل كوي.دې مخكې له هغه چې شعر ليكي دخپلې شاعرۍ له پاره په خپل هنري توان سره مناسبه ژبه جوړوي.دی په ډير تدبير سره غواړي لومړۍ جوته شوې ژبه سپيڅلې اولمانځي كړي او بيا خپل غزل ترې جوړكړي:
ستا افغان ښايست به دټپو په ژبه ستايم
جوړه پلازمينه مې دزړه پركندهار كړه
خلكوپه ښكنځلو باندې ټول توري جوټه كړل
لږخويې كاروانه په غزل كي سندرماركړه174)
زه نه پوهيږم چې دسندرې كلمه له كومه وخته په پښتو ژبه كې دانساني روح دانځور انځورونه باسي خودومره پوهيږم چې تر كاروان نه مخكې چا زما په ژبه كې دسندرې كلمه دومره نازولې اوسندريزه كړې نه وه.دكاروان روح دپښتني ماحول دوهم سندريز طبيعت دی.دی دكلمو او تورو سندريز اواز،هغه اوازچې دكلموپه زړه او روح كې تيريږي په نه بيانيدونكي ډول سره اوري.دی دغه اواز دخپل روان دنه ارامه كيدونكي اواز له اوازه سره هم اوازه كوي.هغه دپښتو ژبې سندريز توان داسې احساسوي چې كولای شو ووايو چې تر ده مخكې به كم چا احساس كړی وي.دېی دخپلي ژبې په ټوله پانگه،دهغې په سندريز،انځوريزاوپيچلي ښكلايز قدرت ډيرښه پوهيږي.خو دكاروان قدرت په دې كې دی چې دغه توان اوقدرت په ډير ساده ډول د پيچلتيا نه پرته په بې ساري هنري ډول بيانوي.دی چوپو كلماتوته روح بښي.دی چوپو اوخاموشو كلموته ښكلايزه داسې ساه بښي،په داسي ساده ډول له هغه نه نه تكراريدونكي انځورونه جوړوي چې تر هغه نه، نوره سادگي امكان نه لري:
چوپو كلموته چې موسكۍ شانې په مينه شوې
وې گونگې بلبلې سندرمارې دې ترې جوړې كړې
او په دې ډول توري نه يوازې په غږيدا بلكې په نڅا راځي.
زه دكاروان دژونداودهغه دشعر دلومړيو تجربو او هغه ماحول سره چې ده په كې هنري بيان پيل كړی پوره معلومات نه لرم.زه دهغه انگار په باب معلومات نه لرم چې ده دخپل شعردنغري اور پرې بل كړی دی ،خو هغه څه چې اوس لولم.هر شعر،هرغزل،هراواز اوهره قصيده ما لوستلو او زما قلم ليكلوته هڅوي.كيدای شي په رښتيا په دې غرونوكې دپيړو،پيړو نه كوم ويده كړل شوی  سندرمارده سره ياري كوي.كيدای شي په رښتيا دده دروح  گړنگ له نا بيان شويو سندرو اونغمونه ډك وي اوغيبي سندرمارپه كرار كرارهغه ورته دشعر په توگه بيا نوي:
روح مې لوی گړنگ دی،دنغمو له ازانگو نه ډك
ښايي كوم غيبي لوی سندرمار ته مخامخ يمه
مگر دی ديوه مومن اورښتيني معتقد په توگه بيرته خپل خالق ته ورگرځي،خوپه دې گرځيداكې خپل پښتني ماحول نه هيروي:
خداي مې ناست په زړه كې دی،باران پرگلو ځي راځي
ټول ټپه ټپه يم،يكه زار ته مخامخ يمه
خوپه همدې غزل كې دی خپل ټول قدرت ته حيرانيږي اودا حيراني تر دې رسيږي چې حتي نه پوهيږي چې دده سندربول اودده دشعر سندريز توان له څه شي دی:
ووايه كاروانه مؤكل دكوم يو راگ يمه ؟
تار مې له رباب سره،ستار ته مخامخ يمه
كه دا خبره ومنو چې هرشعر دهغه دويونكي شاعردشخصيت تجلا دی.هر شاعر په خپل شعر كي خپله هستي تجربه كوي.البته زموږ اكثره شاعران هغه دالهي له عظمت نه پيل كوي.بيا ځان ته راځي.هغه نه وروسته ماحول ،انسان ،بيا دهستۍ بې پايه تجربې ته ورتيريږي.هغه په شوق،تلوسې،فصاحت سره په خپله ديوي رڼي چېنې په شان راخوټيږي:
چې سندرې مي راشنې شي له خبرو
پرسپيرو شونډو مي تانده خولگۍ كيږده

دشعركاروان
ته دښكلا دغرپر سرولاړه،
لكه مغروره اوسركشه ونه،
په څانگو،څانگوكې دې ناست دي دسندرومرغان.
ستادسندرومرغان،
كه زمونږكلى ته په سيل راشي،
زمونږ دغرونودځنگلنوڅېړۍ غوڅې اونښترشهيدان،
زموږدكلى له چنارچناره،
دشهيدانوتابوتونه جوړدي،
زماپه لپه كې دې ځاله وكړي،
ستادسندرومرغان.
...خوكه د ونې ددووڅانگوپه څېر
زمالاسونه په تبرونوچاغوڅ كړي نه وو!
***
کاروان صاحب ته!
گران نااشنا،اشناته سلامونه!
هيله لرم، چې دژوندهره شېبه دې دخپل شعر په شان دهستۍ له مستوڅپونه ډكه وي.
زه كاروان صاحب له نېزدې نه پېژنم،ماكاروان صاحب ليدلى نه دى.ماحتى ترننه پورې‎(د١٩٩٦ كال داپريل لسمه ورځ)اورېدلى هم نه دى.د١٩٩٣ميلادي كال دجولاى لسمه ورځ وه چې زموږگران دوست،دانشمند ورورښاغلى زرين انځورماسكوته راورسېد اوڅوورځې وروسته يې ماته دكاروان دشاعرۍ په باب څه وويل او په يوه ماښام كې يې دهغه(له ماښامه ترماښامه)دشعرونو مجموعه دلوستلوله پاره راكړه.انځورصاحب دكاروان صاحب په باب ډېرښه نيت لاره او دهغه دشاعرۍ په باب يې خوږې خبرې كولې.ما كتاب واخيست،په مينه مې ولوست،كه رښتيا ووايم خونديې رانه كړاو علت يې هم همدا وچې كېداى شي دده دكتاب سره  يو ځاى ما دشپون صاحب يوكتاب هم ترلاسه كړ،كېداى شي دشپون صاحب ددغه كتاب تر اغېزې لاندې،يا له کاروان سره دنه پېژندنې ترتاثير لاندې زه دده شعر جذب نه كړم.ياهم كېداى شى  دكاروان صاحب هغه مجموعه به همداسې وه.اوس مې چې بيا هغه مجموعه را واخيسته داسې ښكاري چې په رښتيا هم په هغې كې ځينې شعرونه ماته داسي ښكاري لكه چې بل چا ليكلي وي.البته هغو ته به  وروسته اشاره وشى.زه فكر كوم چې په هغه كتاب كې چې زه به اوس دهغه په څه ښكلو او نايابو تركيبونوخپله نيمگړې ژبه بشپړه كړم.كاروان لا دلټو،هڅو او وركو چاروپسې سرگردانه و،اويا كېداى شى هغه غوښتل چې ډېر شعرونه چاپ كړي.كه خبره را لنډه كړم بالاخره مې يو ورځ دچا په لاس كې دخوشحال دفرهنگى ټولنې نشراتي ارگان ((شمشاد مجله)) وليدله(درېيم كال لومړۍ گڼه،٩٣كال اپريل -سپتمبر)په هغې مجله كې دكاروان صاحب _دتبسم لاس-په نامه يو غزل چاپ شوى و ،ما داغزل په وار وار سره ولوست،بيامې ولوست او ځان سره مې وويل:زما همژبو مبارك مو شه.هېڅ مې هغه وخت او شېبه  نه هېرېږى چې ومې لوستل:
سور دروح په وينو دكاروان غزل
ته وا دكابل دپېغلې مړی دى
دادى چې اوس مې بيا يو ځل له ماښامه ترماښامه-مجموعه ولوستله په رښتيا چې هلته ځينې داسې شعرونه يا نظمونه شته چې په هغې كې،هغه سترې ځانگړتياوې چې دكاروان په نننى شعر كې ليدل كېږي او هغه رنگينه وي،هلته نشته،خوبيا هم كاروان صاحب:
تاسو چې كولاى شى په زړونوكې دتلوسې تنده  وكرئ،تاسو چې كولاى شى په هغو كې دخمار گلونه راشنه كړئ.دا چې ستاسو تندى كاڼي ماتوي او بيا موږ له هغه نه  ټول زگېروي او فريادونه كوو،خوتاسو له هغونه كورگي جوړوئ.تاسوچې له پرهرونه، پسرلي جوړوئ او د ژوند شاړې دنغمو په ابشارخړوبوئ او په هغه بيا دروح دستمال مينځئ او كله كله دياغيتوب هغه څپه چې زه يې يادوم:
وړوخدايانوسره وې،راځئ چې ښه  يې مات كړو
ياغى تندى دى،دا به چاته په سجود راځي؟
موږدسپرلو په غېږ كې شنه خوبونه کړي نه دي
لاپه گلپاڼوكې سكروټې دنمرود راځي
گرانه كاروانه زه داسې انگېرم كه تاسې په خپله شاعرۍ كې دښاغلي ليونتوب دشعر ډول،دپاڅېدو،دانسان دهستۍ دمعنوى جوړښت بيان ته وقف كړئ،دابه تاسو ديوه ځانگړي ډول خاوند وساتي،تاسو به په دې شعركې بل ډول راڅرگندېږئ،تاسې حتى تركيبونه او عبارات،نه دتركيب اوعبارت په توگه بلكې ديوې نوې نغمې دانځور په توگه انځوروئ.زه ستاسو او غني خان غني دغزل په شكل اوجوړښت او په هغه كې نا پښتني كلماتو په خورا زياتوالي نه غږېزم.زه دهغه په معنوي اړخ او په هغه كې ستاسودروح دڅرگندولو په ډول غږېزم.هغه خورا لوړگڼم.ياهم كله كله ستاسو دشعر په ځينو بيتونوكې چې په ډېر ښكلايز ډول هر څه په كې راڅرگندېږي،نه يوازې راڅرگندېږي،راخوټېږي او په دې كې عاطفه په نه تكراريدونكي ډول رانغاړل كېږي.خوسره له هغه هم په ځينو ځايو كې ځينې ټكي بې ځايه ښكاري يا هم دغزل په نشه كې بېځايه ليكل شوي دي او يا بل ډول تصوير شوي چې زه يې له پوهېدو نه عاجزيم.
دغه راز هر هغه شعر چې په هغه كې دادبي صنايعو له تشبيه نه نيولې تراستعارې اويا مبالغې پورې كوم فن نه وي،هغه به ټول لوڅوخبروته ورته وي.دمثال په توگه موږ كولی شو((له ماښامه ترماښامه ))په مجموعې كي داسې بيلگې پيدا كړو:
دمودوتږی درته راغلم تا سخا ونه كړه
ساقى  مستانه هېڅ پېرزو دې په گدا ونه كړه
ستا په درشل كې مې تندى ډېرو سجدو كه ستړى
ما ستا دحسن پرستش كړ تا پروا ونه كړه
دزړه ساحل يوازنى،يوازنى دپام وړ تركيب دى، چې په دې غزل كې كولاي شي ځان ته پام  ور واړوى او له بلې خوا دا رنگه خبرې لكه د(وچ ككړ ساحل)تركيب چې ډير شاعرانه نه دى هم استعمال شوي دي. او يا هم دابله غزله چې نويوالى لږ په كې تت شوی دی،په دې مطلع پيل كېږي:
ماوې چې مړوته به زه وايمه ژوندۍ  سندرې
خووخت مې نه پرېږدى  په زړه دنېكمرغې سندرې
اويا هم دغه ديوه ښه ميټينگ وينا ته ورته څو جملې:
"زمانې له خوبه پاڅه ،دوجدان غږونه واوره
دغه كوم عدل انصاف دی، چې حقوق دانسان وسول"
دهر شاعر يوه ډېره غوره دنده داده چې په خپل شعركې دشعر ښكلايز اړخ ته هم پام وساتي،زيار وباسي چې كلمات او تركيبونه سندريز وي.
دوهم داچې كه دخپلې ژبې توري،كلمې او تركيبونه پيداكولی شي،چې بايد پيدايې كړي،بايد دنورو ژبو له تورو،كلمو اوتركيبونونه ځان وژغوري.اوكه په تېره بيا كلمات بالكل نوي وي،هغه خو به بله ښكلا او خوند ولري.دمثال په توگه(دجنون پړاو) په شعركې،كه تاسودتخم په ځاي دزړي ،کلمه راوړې واى،ستاسوداشعر به داسې ښكلی شوی ؤ او دښكلا اغيزې به يې تل زياتې وای:
مينې زما زړه كې دشعرونو زړي  وكره
دې سوي چمن كې دگلونوزړي وكره
پرېږده چې دسترگو په پانوس مې ډيوې ولگي
حسنه په موسكا كې داورونو زړي وكره
لږمې داپرهرځيگر دمينې په اور وتبه
راشه لاله زار كې دداغونو زړي وكره
ستړى به مې نشي فرهادى تكل په مينه كې
ماته په قدم قدم دغرونو زړي وكره
زموږ دزمانې شاعره! دپښتني شعركاروانه! راځه چې دزړه له كومې درته ووايم:تاسې يوشاعرياست.ديوه شاعر په توگه ستاسو دتخيل بې سارې راخوټېدونكې چېنه دنور او رڼا نه سرچېنه اخلي.ستاسو په شعر كې ديوه شاعر خبره،بادونه داذانونو په ځای نارې وهي.دا اذانونه خلك نه عقيدې ته،بلكې مينې ته ،گډې بشري ورورگلوۍ ته وربولي.اوريدونكي لمانځنې ته وربولي.ستاسو شعر،ستاسو دشعر اواز،زما په وران شوي وطن كې،هغې سهارنۍ  وږمې ته ورته دى چې سوځېدلي باغ كې لگي..يا  هغه شمع چې ادېروكې سوځي.ياهم شايد ستاسو شعردنېكمرغۍ دشنو باغونوهغه راغوړيدونكې غوټۍ وي،چې گل دښمنه تل ورته لور په لاس ولاړ دي.زه چې كله ستاسو شعرونه لولم،البته هغه شعرونه چې زما خوښېږي،زه كولى شم ووايم،ستاسو ښه شعرونه يو ژوند ته ورته دي.ستاسو شعرونه ازادۍ ته ورته دي.شايد هم كومې نغمې ته،كومې موسقۍ ته،كومې سپېدې ته .ستاسو شعرونه دغمونو په ډاگونوكې انسان دغم څپو ته، نه پرېږدي.ستاسو شعرونه سره له هغه چې دعرفان تر بڼ پورې لوستونكي سره نه ځي،(پرته له شاعرې اروا)نه،خو بيايې هم ښه والی دادي چې له وچ مذهبي او ايديالوژي شعارونه ،هغه شان چې ښايي مخ اړوي،غاړه غړوي،خو نه پوهېږم ولې دلذت څراغونه نه شي لگولي.تر اوسه پورې ستاسو شعر له قفس نه رڼا راخوشې كوي،خوقفس ماتولی نه شي.زه كله كله وينم چې ستاسوشعر  در په  دره گرځي او.ښكلاوې،نه غلط شوم ښكلاوې او ديدنونه راټولوي،مگر نه پوهېږم هغه څه كوي؟
گرانه شاعره!
ستاسو په شعركې د رڼا كاروان بار دی او دسياست دكاروان پرخلاف چې تل خالي باروي،ستا د رڼا نه د راپيداشوې رڼا دهندارو كاروان،دروند، پرتمين بار دی او ښه بار دی.خو زه داسې فكر كوم كه ددنيا دكاروان دملي دود ودستور اوعنعنو،دملت دهستۍ او روح  په درانه او دروند بار ونه گاڼل شي،هغه به دكارل ماركس په قول د(معنويت دروند غر) جوړ نه شي كړای.داسې غر چې په هغه كې دمعنويت هر ډول مرغلرې وموندل شي. دا به څگه شي؟
پوهېږې كاروان صاحب! ما په هغو شعرونو كې چې تاسو،داود جان ته لوستلي وو،ډېرڅه وليدل،ما هلته ډېرڅه واورېدل. ما وليدل چې هلته لمر ښكلا ته غېږ پرانستې ده،خودگناه لذت،هغه ډوبېدوته  نه راغواړي .ماتنكی لمر وليد چې ستا سو له شعره دسهار دپېغلې ناويتوب پسې ډولۍ جوړوي،.ستاسو په شعركې زه هر څه وينم.خو هغه ورځ ته يې سترگه په لاره يم،چې ستا په شعر کې وگورم،چې دزاهد له ريا نه هغه پرده پورته وي،چې هرڅه په خرقه پټوي،چې زاهد له ځانه غچ واخلی،چې زاهد اوقاضي دواړه له عاصی نه تښتي  او هغه ته له شرمه كتلی نه شي.زه هغې ورځې ته سترگې په لاره يم چې ستا سو په شعر كې دختيځ گونگه مينه ژبه پرانيزی.پورته وگوری او پر تقوا  تالان گډكري  او لكه دپريوتې گل په حيا حيا كې،له ټول شرم سره سره دټولو تر مخې له گله نيولې تر چناره پورې غېږ تاو كړي،چې په تقوا تالان اولذت خپور شي.
خو په هر حال ستاسو شعردهجرت هغه خيال ته ورته دی چې مهاجر ځان بې خياله دخپلې كوڅې گرځنی كې گوری،هغه .ځان همزولو سره وينی.
زه چې هرکله  ستاسو شعر لولم هغه زما دكلی گرځني او تنگې كوڅې رايادوي.ستا شعر ماته هغه وركې راياد وي،چې بل ډول  نه رايادېږي.ستا شعر زموږ دكلی دنريو شنو بهېدونكو اوبو ،د بيالو دغاړو دبېلني بوی خپروي.ستاسو شعر زموږ دكلی دلمريزې خوا،د واورو لاندې،دلومړنيو پسرلنيوگلونو ته ورته دی.هغه ته ډېر نېږدې دی.ستاسو شعر ماته زموږ دكليودسپېڅلوالي هغه شېبې رايادوي چې هغه ،واک ته درسېدو وژنو او دوکو له هېڅ سره برابرې کړې..ستاسو په شعركې ماته،زموږ دكلی،په ژېړو پاڼوپټې  وركې لارې رايادېږي.ستاسو په شعركې ماته، دانساني مينې هغه نه بيانېدونكي خواوي راڅرگندېږي چې نوريې نه شي،انځورولی او که یې انځور هم كړي داسې رنگين به نه وي.خو يوه خبره بايد هرومرو وكړم او هغه دا چې،هغه څه چې ما دلته وليكل هغه ما ټول ستاسو په مجموعو كې نه دي لوستلي،ماتاسو نه، نه دي اوريدلي،ياخو كېدای شي ما په خوب كي ليدلي وي،يا ممكن هيېڅ داسې نه وي.مگر ما ځكه وليكل چې ته يې دليكلو او دشعر مينه والوته دډالۍ كولو توان لري.زه باور لرم چې ستاسو دشعر نه ارامه كېدونكې او سركشه چېنه  دهغو دهستولو توان لري،خو يو څه ورته په كار دي،دځينو بوتانو له لمانځنې نه ځان  ژغورل..
كاروان صاحب!
يوه شېبه دكلی شپه درياده كړه .ستاسو په شعركې ددې شپې دتيارو،نه تصويرېدونكۍ هيبت،څنگه موږ ته تصويروي؟
دشعر كاروانه!
 دچا شاته ښکلي كتل دريادكړه،كه زه شاعر وای مابه دانسان په سترگوكې دښكلا داظهار،دانسان په سترگوكې دښكلا دتصوير ،دانسان په كتوكې دكركې نښې،دانسان په سترگوكې دبلنې،دانسان په سترگو كې ديوازيتوب او بالاخره دانسان په سترگوكې دمينې او دهغې دټولو  رازونوبيان ،بيان کړی وای.
مگر زموږ دزمانې ستونزه،ستره ستونزه چې د انسان په روحي او معنوي ژوندكې،دهغه ددروني احساس او ستومانۍ سبب كېږي،هغه زموږ په دې زمانه كې نه يوازې سياسي اقتصادي بحرانونه،بلكې ددې زمانې ورځ ترورځ زياتېدونكي معنوي ،كلتوري بحرانونه هم دي.