ددروېش خوندي په شعر کي د پاتريوتيزم ايډيال


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • شريف الله دوست
  • 432

دنړۍ دادبياتو دتاريخ له پيله يعني دليک تر پيدايښت څه موده وروسته چي دليکلو ادبياتو لړۍ پيل کېږي دنړۍ په هره برخه کي هر چا دخپل هيواد دجغرافيايي موقعيت دپراخولو لپاره هغه که په مشروع ډول واي يا نا مشروع توګه خپلي فزيکي او معنوي هڅي کولې چي دا مبارزه به له شعر او شعاره څخه په ګذار بدلېدل .
دنړۍ دادبياتو له پيلامې بيا ترنننۍ دورې يعني يويشتمي پېړۍ پوري دنړۍ هرشاعر له جغرافيايي موقعيت ، مادي او معنوي شتمنيو څخه ننګه کړې ده .زموږ د پخوانيو اريايانو او اکثرو نورو اقوامو زاړه ادبي اثار هم منظوم وو چي منثور اثار يې ډير لږ دي . (( ويدا )) او (( اويستا )) هم دواړه منظوم وې ، د سنسکريټ زاړه کتابونه هم اکثريت منظوم دي ځکه د اريايي قومونو د نظم تاريخ تر نثر مخکي دى او له شکه وتلې ده چي د ژبي بنسټ نثر جوړوي دا چي بشر خپل پخواني ادبي اثار په حافظه کي ساتل او د ليک او ليکوالۍ فن لا نه وو را منځ ته سوى نو د حافظې د ساتلو لپاره تر نثر نظم اسانه او اړتيا يې زياته وه . نو هر کله بۀ اريايي شاعرانو خپل ديني او ټولنيز مسايل په نظم کي نغښتل چي د ويدا پخواني اثار د دغو شاعرانو بيلګي دي . اويستا هم د (( زرتښت )) او دده د اتباعو ګيتونه او سندري دي ، چي د زاړه يونان (( ايلياډ )) او (( اوديسه )) هم د هومر حماسي سرودونو څخه وه .
زموږ هيواد اريانا ، خراسان يا اوسنى افغانستان هم دنړۍ په تاريخ کي دروند ځاي لري او همېشه يې په خپل فزيکي او معنوي ځواک سره خپل مغروره دښمن په ګونډو کړى .
زموږ د هيواد په تاريخ کي دپرديو يرغلګرو په وړاندي تر ميلاد مخکي له سکندره تر چنګېزه ، روس او انګرېزه پوري دهيواد ساتني په ډګر کي دتوري ترڅنګ يوه لويه او درنه پانګه دحماسي شعر او ادب برخه ده چي ددوهمي هجري پېړۍ ، دابومسلم خراساني دا وينا چي ويل يې: ( هرشى چي په دنيا کي پيدا سوى دى ښکلى دى خو دهيواد پالني په لاره کي مرګ ترټولو ښکلى دى ) دا وينا دهېرولو نه ده همداسي داميرکروړ وياړنه چي دهيواد پالني په ډګرکي يې په نړۍ کي تر ځان اتل نه ليدى ، همداسي دپښتو ادب د تاريخ په لومړي ، دوهم او دريم پېر کي د بېشمېره اديبانو ،شاعرانو او نومياليو په اثارو او اشعارو کي د وطن او هيواد مينه ليدل کيږي دبېلګي په توګه، دميوند ملالۍ او همدا ډول د سيد جمالدين افغان ، علامه محمود طرزى ، مولوي صالح محمد خان کندهاري، داشعارو او هڅو مبارزې چي په هيڅ شکل يې پردي ښکېلاک ته وجدان سر نه دى ټيټ کړى په اوسني پېر کي هم دهلمند سيند پرغاړه د سيستان او ميوند په مينځ کي دسلطان سبکتګين ، سلطان محمود او سلطان مسعود د لښکرو په ښار لښکرګاه کي يو فعال ، پياوړى او هڅاند شاعر ددې سپېڅلي خاوري په غېږ کي لرو چي دخپل شعر په درنه برخه کي يې پاتريوتيزم ته ځاي ورکړى او دخپلي خاوري او خواږه هيواد حق اداينه يې دشعر په زړه کي کړې ده ، چي هغه ته موږ دروېش خوندى يا حاجي شاه محمد دروېش وايو.
پاتريوتيزم په ادبياتو په ځانګړي ډول په شعر کي بنسټيز ځاي لري چي لغوي مانا يې هم هيواد پالنه ،له هيواد او الس سره مينه دخپل هيواد دسياسي او اقتصادي آزادۍ په خاطر دهر ډول پټ او ښکاره ښکېلاک پرضد مبارزې ته وايي چي دا دهر هيواد دهر وګړي خپل هيوادنى حق دى ترڅو له خپله هيواده ننګه وکړي او په توره او قلم دهغو بلاګانو مخه ونيسي چي ظلم او زور زيږوي او دمظلوم وينه يې خوراک وي .
دشعريو تعريف که دخپلو احساساتو او ميني څرګندول وي خو داحساساتو دصدور مرجع يا ځاي بيا خپله زړه او مغز دى خو مينه بيا په خپل وار ديو لايتنهايي تعريف درلودونکې ده چي بشر نه دى توانېدلى چي پوره تعريف يې وکړي .
خو که چېري موږ مينه دلته پر دوو برخو وطن اوليلا ووېشو بيابه موهم دلته دهيواد يا وطن دميني پله دپښتو په دي درانه متل درنه کړې وي لکه : ( دمين سه جلا سوى اوه کاله ژاړي ، دوطن سه جلا سوى تر مرګه ژاړي ) .
دښاغلي دروېش خوندي شاعري په پښتو ادب کي يوه ډېره درنه پانګه بلل کېږي چي په خپل وار يې د شعرونو ښکلايزه جوله څو رنګه لري چي دهري جولې يا ډول يې کيداي سي سلګونه پاڼي ډکي کړي که يې په څو لنډو ټکوکي د شعر ډولونه راوسپړو په دې ډول دي دبېلګي په توګه : تصوفي اشعار، غزلي ، سندري ، دهيوادترانې ، انتقادي اشعار ، طنزيه اشعار، دهيواد پالني اشعار ، مناجات ، نعتونه ، دښکلا او ليلاستاينه او داسي نور چي موږ دلته دښاغلي خوندي د شعرونو هغه اړخ ته کتنه کوو چي دپاتريوتيزم ( هيوادپالني ) په ګاڼه پسوللي دي .
په لاندي بيتو کي درانه شاعر يرغلګرته اشاره کړې او هغه ته يې چلنج ورکړى ديرغلګر کلمه دافغانانو لپاره نوې نه ده بلکه له اسلامه مخکي له سکندره څخه رانيولې تر چنګېز ، ګوډتېمور، انګرېزانو او روسانو پوري زرونه او سلګونه کاله کېږي چي افغانانوته دخپل هيواد دښه موقعيت ،اوبو او هوا په درلودلو سره دنړۍ ښاماران خښمېدلي او را وړاندي سوي خو دهغو سيمين عظمتونه همېشه زمو:ږ ډبرينو عقيدو مات کړي چي شاعر يې دلته داسي يادونه کوي :

خيرنن که زموږ ټاټوبى ستا په لاس دى يرغلګره
ته هوښياراوسه غاصبه ستا بچوته نه پا تېـــږي

دانګرېز انجام وګوره له روسانو ســــــــق اخلي
دا ملت د افغانانو و پردوتــــــه نه پا تېږ ي(١)

دپښتو يو ارزښتناک متل دى چي وايي : ساکښ ته خپل وطن ، مړي ته کفن په کاردى افغانان دروس او امريکا په سياليوکي چي دلوبوډګر يې افغانستان وو بې شمېره هيوادوال ګاونډي هيوادو ته اړ سول ، چي په وړاندي يې ګا ونډيانو نه دا چي خپل دګاونډيتوب حق افغانانوته ورنه کړ بلکه بې پته او ملنډي يې لا نوري هم په ووهلې چي شاعر دلته ديو تورلېنګي صوبدار يادونه په خپل شعر کي داسي کوي :

ستاکمبــــلي ته نن را غلو صوبداره
چال چلند وکړه يوڅه د پښتا نه

ځه ګيله دتور لېنګي څخه ده خدايه
خپل په کورکي مي پښتون سوبېګانه(٢)

موږ همېشه له خپلي لمني اور اخستى هغه داچي په موږ کي هر يوه چي لاس يې بر سوى د خپل ځاني ګټي لپاره يې دپردو سره لاس يو کړى وطن او اولس يې خرڅ کړى
او دښمن چي يو بل لوي چال او نفاق زموږ په منځ کي اچولى هغه ژبنى توپير دى . که د ژبو خبره سي خو هند او چين تر ټولوډېرژبي هيوادونه دي او همدا ډول د وګړو له مخي ديو چينايي په قول چي ما نور ځايونه هم پوښتنه وکړه يواځي ديوو (viwu )
په ښارکي يې اتلس ژبي چليږي ټينګار مي وکړ چي لهجې به وي ؟ ويل نه ژبي توپير سره لري . نو زموږ په هيواد کي دژبو د ډېرښت څه بدي ده ؟ چي شاعربيا پخپل وار دپاتريوتيزم (هيوادپالني) له مخي يوالي ته اشاره کړې او دلته يې دهري ژبي ويونکي ته په دې هيواد کي دلاس يو کولو ته بلنه ورکړې او په خپل شعر کي يې ديو رښتني افغان احساس نغښتى دى لکه :
د يوه بابا بچيان يو راسئ نور سره پخلا سو

سره وروڼه افغانان يو راسئ نور سره پخلا سو
يومو خداي يومو رسول دى يوقران دى زموږ او ستاسي

شکر ټول مسلمانان يو راسئ ټول سره پخلا سو
که تاجک دى که ازبک دى که پښتون که هزاره دى

يو وجود يو دل وجان يو ر اسئ نور سره پخلا سو
دا کيسې دالقاعده او داخله به نوري بس کړو

که دسولي په ارمان يو؟ را سئ نور سره پخلا سو
خدايه ټوله افغانان کړې سره يوموټى دروېشه

نه شرقيان يو نه غربيان يو را سئ نور سره پخلاسو(٣)
ګوستاولوبون وايي په کوم هيواد کي چي دوطن پرستۍ تعصب کمزورى سي هغه هيواد دنړۍ له تاريخ څخه ورکېږي . خو موږ په تاريخ کي داسي زياتي بېلګي لرو چي دهيواد او وطن سره مينه خو پرېږده له نورو سره مو دخپل هيواد په ورانولو کي رنګارنګ معاملې کړي چي شاعر دا هرڅه يا دتاريخ له پاڼو لوستي او يا يي په خپلو سترګو ليدلي او دشعر په ژبه يې انځور کړي لکه چي وايي :
ښه په خبر يمه چا لويه کړله چا راوستل
زموږ و انګړ تې يوه لو توره بلا راوستل

ددوو جهانو منځ کي ناست يو څه ويلاي نه سو
کډي په توره شپه په خپله لوي کاکا راوستل

اوس يوتربله نه کښېنو د قنا عت پر ډګر
زه وايم تا راوستل ته وايې چي تا راوستل

دا قصور نه دى زما او ستا زه اوته څه پوهيدو
بابا د لر کلي څه دا لېونۍ غوا را وستل

د کلي خان يې په چکچکو بدرګه کوله
دا دا ړه ماره ناوې لڅ مخ په نڅا را وستل(٤)
( بروتوس ) چي کله قيصر د روم د ازادۍ لپاره مړ کړ ويې ويل : قيصر زما سره ډېري ښېګڼي کړي وې ،هغه پر ما ډېر ګران وو او حتي ما هغه خپل پلار بللى وو ،خو له ده څخه (روم) ډېر را باندي ګران دى ځکه مي مړ کړ وايي د هغې ټولني څخه د سرښندني هيله کيږي چي د يوالي روح ولري .
د هيوادنۍ ميني احساس سر ښندنه غاړي ،قرباني غواړي که سړى د نړۍ تاريخ ته وګوري نو له ورايه څرګنديږي هر هيواد چي د پر مختګ لوړو پوړيو ته رسېدلى وينه او مينه يې هيواد ته ورکړې ده چي دشاعر په دې شعر کي داسي څرګنديږي :
هر اولس که ځانته دپرديو استقلال غواړي
عزم دخليل غواړي توکل دذالجلال غواړي

وينه بهېدل غواړي سرونه هم ښندل غواړي
توره د خوشحال غواړي زخمونه دبلال غواړي(٥)

د بشري حقونو په قاموس کي پخپله بشري حقوق HUMANRIGHTS دهغو حقوقو مجموعې ته وآيي چي د هر هيوآد آوسېدونکو ته ورکول کيږي دا حقوق دمدني او سياسي حقوقو څخه عبارت دي چي ازادي ، برابري ، د ظلم او تېري په وړاندي مقاومت ، دځان ،مال او سرپنا خونديتوب پکښي شامل دي خو افغانان له دې نعمت څخه برخمن نه دي دا شعار دهغو لپاره دى چي بخت يې سپين دى . خو شاعرد خپلي خاوري پر ټولو توکمونو د يوالي ږغ کوي او ټول د يوه بازو په څېر ددښمن مخي ته درېدل غواړي او دغلامۍ له کړۍ څخه خلاصون لټوي . پر نورو شاعرانو هم ږغ کوي چي دپاتر يوتيزم
Patriotism او وطن پالني خوا ته راودانګي .
سا تنه خپل په تو ر ه د هيو ا د کو و هرو خت

دښمن ته يو بازو يو اتحا د کو و هر و خت
چي هره ژبه وايي فرق يې نسته يو افغان دى

همد ر ده يو يو بل سره امداد کوو هر و خت
هر څوک چي زموږ په خاوره کي کري دنفاق تخم

د دا رنګه انسان سره تضاد کوو هر وخت
کړه دغلامۍ په غوږ کي نه وړو افغانان يو

ازاد يو را لوي سوي ژوند ازاد کوو هروخت
چي مينه دوطن په زړه کي نه لري دروېشه

په داسي شا عرا نو انتقا د کو و هر وخت(٦)
وايي دوجدان رضا يوازي دوظيفې د سرته رسولو څخه وروسته تر سره کېداي سي که موږ دټولني هر غړى خپل وجدان قاضي کړو د محکمو دروازې به وتړل سي او دخلاصېدو اړتيا يې نه ليدل کېږي شاعر دلته د هغو حکمرانانو څخه چي دانصاف په ترازو تلل نه کوي ګيله لري او وايي :
لږ په حال د مظلومانو رحم ښه دى

د غضب په جامه ولي خونکار ګرځې
تا حاجت دژو ند ا نه را و ړى نه د ى

چي مدام به په دې ښارکي بادارګرځې
د قد ر ت په نشه مسته حکمر ا نه

څو مره نن په غر يبانو قهار ګر ځې(٧)

په نولسمه مېلادي پېړۍ کي البته په دوهمه نيمايي کي يو فرامسوي عالم ډاکټر ګوستاولوبون دهيواد مفهوم او ملي روح ته داسي اشاره کوي ( هيڅ ملت دحقيقي ثبات او قدر لرونکي نه ګرځي مګر وروسته تر هغه چي يوه مشترکه اجتماعي غريزه پيداکړي خو کله ډېري پېړۍ په کار دي تر څو داسي غريزه په وجود راسي ) .
په دنسان کي دهيواد پالني حرص،جذبه او غريزه هغه وخت پياوړې کيږي چي هيواد يې له سختيو سره مخ سي چي په سوله کي بيا دا غريزه برعکس مړاوې کېږي .
شاعر دلته خپله افغاني او پښتي جذبه بيا راويښوي او هيوادوال دملي وحدت تغر ته رابولي لکه :
ا ي ننګيا ليه تو ر يا ليه د خپل قام زلمىه

و ا يم و تاته د ا فغان د ننګ و نام زلميه
د وطن پېغلي ستا په توره باندي فخرکوي

اوسه بيداره تر منزله ګا م پر ګا م زلميه
د ازادۍ تربيرغ لاندي ژوند عزت لري ډېر

ملي وحدت دافغان منځ کي محبت لري ډېر(٨)
ددېرشو کالو راهسي دې ستړي اولس دخوښۍ ورځ نه ده ليدلې او يو په بل پسې يې دپرديو شوم قدمونه دکور په انګړ او لارو کوڅو کي ايښودل کيږي ،که اولس غوښتي يا نه دا دناورين پېټى يې وړى .بس دژوند کرونولوجي ( نېټه ليک ) يې په غم پسي غمونه او په ناورين پسې له ناورينه څخه جوړه ده او يوه دخوښۍ ورځ يې نه ده ليدلې .
په داسي ناتارونو کي به داختر دنکريزو ،دخوښۍ داتڼونو ،دڅڼو دغوړولو ، دغېږو دايستلو او نورو خوښيو څرک له کومه سي چي د فاتا کمبلي يو په بل پسې غوړيږي .
دې دردونکي حال ته ښاغلي خوندي يو شاعرانه رنګ ورکړى او مستقيم يې تر زړونو پوري رسول او لړزول غواړي او اختر په جلاوطنۍکي داسي بولي لکه :

ستاسي دي دټولو مبارک سي دا زېبا ا ختر
موږ جلا و طن يو تېروو به په ژ ړ ا اختر

تاسو تې پيغام دخوشحالۍ او خپلواکۍ راوړ
موږ لره يې زېرى دغم راوړى د سبا اختر

ويني دي بهيږي بې ګناه افغانان قتل سوه
خدايه څوتر څو به وي داسور دکربلا اختر

هر څو که دروېشه ،نم دسترګو ورته توي کړمه
شل کاله يې و سو ه مګر نه سو ر ا پخلا اختر(٩)

زورواکي زموږ په هيواد کي ډېره مخينه لري له ميلاده شا وخوا پنځه سوه کاله مخکي زموږ په ګران هيواد لرغوني اريانا کي پردي مدنيتونو خپل شوم قدمونه ايښي يعني د ما دکورنۍ څخه نيولې ،هخامنشيانو،سکندريانو،هندوانو(موريانه کورنۍ) ،ساکانو،کوشانيانو،هپتاليانو،ساسانيانو،همداسي داسلامي پېړۍ له پيله له عربانو څخه نيولې بيا ترچنګېزه او انګرېزه په دې سپېڅلې اريايي ،خراساني او افغاني خاوره کي بې شمېره مظلومي ککرۍ ترخاورو لاندي او منارونه ترې جوړ سول، بې حسابه ويني توي سوې خو له پيله بيا تر ننه پوري يې په وړاندي دا غيور او غيرتي اولس فزيکي او معنوي مقاومت کړى چي په دې لړۍ او کړۍ کي دپښتو حماسي اشعار درنه ونډه او نه هېرېدونکى قدامت او مخينه لري چيري چي به تورزن توره چلول،شاعر به يې غريزه او احساسات پارول او وينه به يې په جوش راوستل چي په خپل وار ددې تاريخي تسلسل په مورچل کي يوهم شاه محمد دروېش خوندي دى چي دخپل شعر پيودلى هار ددې ټاټوبي دټټر و مخي ته داسي ايږدي :
ا ى د ا فغا ن با شها مت ټا ټو بې

ز ه د ي تر غر و ا و ر غو وګرځمه
د هر ا فغا ن شمله په تا لوړه ده

ستا تر سند و ا و با غو و ګر ځمه
ستا هره لو ېشت د شهيدانو يادګار

پر هر قدم د ي تا غا ز يا ن روزلي
ستا له نامه څه په هيبت غليمان

تاپه خپل غېږکي دي زمريان روزلي(١٠)

دشاه محمد دروېش خوندي لاندي شعر دمور او خاوري خاوري په اړه کي دى مخکي له دې چي د ښاغلي دروېش خوندي شعرته ورودانګو د ښځي او مور رول او ارزښت به په تاريخي ټولنه کي څه ناڅه وڅېړو .
په لرغوني ارياناکي يې ( مور ) يورب النوع بلله اودهغې د مجسمو بېلګي موږ دمنډېګک په ماڼۍ کي لروچي د ( اناهيتا او اديتا ) په نامه سره يادېدله ،ددوي په عقيده دغي رب النوعي خير،برکت او پرورښت نمايندګي کول . چي داوس پښتو او پاړسي ( د ادې،انا اومور ) اصلي ريښې هم دهمدې ( انا+هيتا او ادې+تا ) له پاتي شونو څخه دي .
پخواني اريايانو به فکر کاوه چي درود، اوبو،کښت او کروندې ساتونکې هم دا مورده.
دتاريخ له پيله بياتراوسه داوسني افغانستان دتاريخ پر پاڼوموږ دډېرو زړه ورو او پياوړو ميندو نومونه لرو چي په علم او پوهه ،ادب او سياست کي يې پوره ونډه درلوده اودپرديو د تېري په وړاندي يې خپل بچي دغيرت،زړه ورتيا اوپوهي په پيو او تيو لوي کړي دي چي بېلګي يې داسلام مخکي او وروسته د تاريخ پر پاڼو لرو، مخکي تراسلام په زردشتي دين کي خپله دزردشت موره وه چي دخپل زوي په روزلو کي يې مهمه ونډه درلوده .
همداډول کله چي مقدوني سکندر خپلي وحشي حملې پر باختر اوسغديانه پيل کړې دهغه وخت هيوادپال اولس يې په وړاندي ودرېد چي په دوي کي يو زړه ورسړى چي ( اوکسپارتس ) نومېده يوه ډېره ښکلې او زړه وره لور يې درلوده چي ( رکسانه،رخشانه يا روښانه ) نومېده او دخپل پلار سره ا وږه پراوږه دسکندر په وړاندي جنګېده .
څه وخت چي دسکندر پوځونه زيات سول ( رخشانه يا روښانه ) دخپل پلار سره يو ځاي بندي سول کله چي سکندر ددې ښکلا وليدل نو لېونۍ مينه يې ورسره پيدا سول او دکال ٣٢٧ مخکي تر مېلاد په پسرلي کي يې واده ورسره وکړ او روښانه يا رخشانه ديونان د لوي امپراتورۍ ملکه او دملکې المپياس مږورسوه.
تراسلام وروسته چي کله عرب دلته سيستان،هلمند او رخج يا کندهار ته راغلل نو له دې ځايه څخه يې ډېري ښځي له ځانه سره بوتلې او په نکاح يې کړې چي دعربي خلفاؤ په دربارکي پاته سوې او دډېرو عربي خلفاؤ ميندي همدا ښځي وې .
دبېلګي په توګه ( مراجل ) داستاد سيس بادغيسي لوروه چي هارون رشيد په نکاح کړه ، په ( ٤٢١هـ ق ) کي دسلطان محمود غزنوي غيرتي خور ( حره ختلي ) په ( ٤٢٠هـ ق ) کي يوه ادې چي د ريحانې په نامه يادېده او دحسين لور وه د ابوريحان البېروني سره يې دعلم او پوهي تړاو درلود .
( رضيه سلطاني ) چي د شمس الدين لور وه يوه زړه وره او عالمه ښځه وه چي په کال( ٦٣٤هـ ق) کي يې خپل ورور رکن الدين دپاچهۍ څخه ليري کړ او خپله يې د پاچهۍ چاري په غاړه واخستې . همداسي دغوريانو په دوره کي ( ماه ملکه ) د محمد بن سام لور چي په ( جلال الدين والدين سلطان الملکات ) سره يادېدله او دمنهاج السراج غوندي زوي يې وروزى . همداسي ( مېرمن کندهارۍ ) دمظفر حسين ميرزا لور وه چي کندهار ته يې د طهماسب له منګلو نجات ورکړ ، ( نازو انا ) دحاجي ميرويس نيکه مور ( زرغونه انا ) داحمدشاه بابا مور ( لوادې دسردار پاينده خان مور کله چي داحمدشاه بابا امپراتوري دده دلمسو له خوا کمزورې سوه او هيواد ته له هري خوا خطرونه متوجه سول ، دلوي اختر په لومړۍ ورځ دهلمند د نادعلي په محکمه کلا کي چي تر شلو پوري تکړه ځوانان سره راټول سوي وه ( لو ادې ) خپلو زامنو ته وويل چي بچيانو . (( له کشميره تر هراته دا لوي هيواد ستاسي همت ته ګوري که يې نورڅوک نه سي ساتلي تاسو يې وساتئ ))، په همدې ترتيب دسردار پاينده خان لور ( بي بي حليمه ) چي دخپل زوي ( سردار مددخان دمور ) په نامه يادېده چي دافغان انګليس په لومړي جنګ کي يې قران کريم په څنګ کي وو کور په کور به ګرځېده ځوانان به يې دفرنګي زورواکۍ مقابلې ته رابلل، بله حليمه نامې مېرمن د خوشحال خان خټک لور وه چي قران کريم يې ياد وو په تصوفو او طريقت کي يې پوره معلومات درلوده په پښتو يې شعر وايه او دعمر تر پايه يې واده ونه کړ اوستۍ پاته سوه . په همدې توګه دميوند ملاله او داسي نوري بې شمېره ميندي چي ددې هيواد دساتني او ادب پالني په برخه کي يې ځلانده نوم پر ځاي پاته دى او په دې درنه خاوره کي يې داسي بچي روزلي چي نړۍ ورڅخه متاثره سوي ده .
ښاغلي دروېش په خپله شعري بحيره کي ډېرو داسي دوطن پالني او خاوري ساتني اړخونو ته اشاره کړې چي بېلګه يې تاسي دنوموړي دشعر په دې نمونه کي ليدلاي سئ مور خاوره دواړه د برابر حق لرونکي بولي :

تا په نا ز نا ز خپله غېږ کي ګرځولم
تا په جا ر و په قر با ن کر ا ر و لم

تا د ميني په زا نګو کي ز نګو لم
مو ر ي تا په الله هو للو کو لم

تا و يله ابدالي سه يا خوشحال سه
پير روښان سه ،غزنوي سه باکمال سه

يا شهيد د خپل و طن پر ا ستقلال سه
د غيرت و ا فسا نو ته د ي بللم

مو ر ي ز ه هم بله مو ر لرم حقد اره
ستا په شا ني پښتنه د ه ا يما ند ا ره

فر ق مو نسته ته بشر يې هغه خاوره
د ر و ېش دواړو خپل له حقه خبرولم(١١)

په لاندي شعرکي شاعر ظلم ته اشاره کړې چي دظلم پر کليمې به څه ناڅه رڼا واچوو لکه وايي چي ( مځکه هغه سوځي چي اور پر بل وي ) دلته به دظلم په هکله د حضرت محمد(ص) دغوره ويناوو څخه يادونه وکړو .
١- څوک چي د ظالم په ظلم پوهېږي او سره له دې دهغه د تقويې لپاره زيار باسي دکامل او بشپړ اسلاميت له دايرې څخه وتلى دى .
٢- څوک چي يوه لوېشت پردې مځکه په ظلم واخلي دقيامت په ورځ به دغه مځکه تراوومي طبقې پوري دده تر غاړي راتاو سي .
٣- حقيقي مسلمان هغه څوک دى چي نور مسلمانان دهغه دژبي او لاس له شر څخه په امن وي .
شاعر په ټولنه کي دپوره مسئوليتونو څخه برخمن دى دظلم او ناروا په ضد هغه انځور چي په شعر کي را نغښتل کېږي هغه په بل څه کي دومره نه تر سره کيږي ځکه په شعرکي هرڅه ديوې تودې جذبې سره اوبدل کېږي او دټولني مخ ته ايښودل کيږي لکه د ښاغلي دروېش په دې شعر کي :

خد ا يه د ا څنګه بې درده بې زړسويه انسانان دي
يوپه سرو وينوکي لغړي بل بې رحمه باندي خاند ي

عا م و ګړي وژل کېږ ي د لته جو ړ ه کر بلا د ه
دا اوس ښار دمنظرې دى که د خلکو کشتار ګا ه د ه

ښـار د وينو رنګ اخستى ، بېل دتنه سوه سر و نه
په مغز و د ا نسا نا نو د ي لړ لي د ېو ا لو نه

خارجي يو پکښي نسته ټول ددې وطن بچيان دي
يو په سرو وينو کي لغړي بل بې رحمه باندي خاندي(١٢)


ديو عالم وينا ده چي وايي : خپل ښارونه دعدالت په بنسټ ټينګ کړئ چي د زمانې طوفانونه يې و نه نړوي .
او له هغي عقيدې څخه چي بنسټ يې په عدل او انصاف ولاړ وي، بله غوره عقيده نسته .
زموږ دهيواد دبد ناورين يو علت هم دادى چي هر څه د ملت او دولت زموږ لاس ته لوېدلي او يا موږ ورته نومول سوي يو په هغه کي مو سپېڅلتوب ، انصاف او عدالت شاته پرې ايښى او د ځانځانۍ ښامار مو مخ ته کړى .
راځئ د ښاغلي دروېش خوندي دشعر ديوې اخيرنۍ بېلګي څخه دعدل او انصاف د نه مراعت څرک روښانه کړو چي د يوه ناځوانه ملک څخه ګيله لري :
چپه زينګى دي راته کښېښوى ناځوان ملکه

په حشر ګاه دي الله تاکي سرګردان ملکه
تا د هر چا وجېب ته سترګي وي کږې نيولي

ته د رشوت په روپو تل مړوې ځان ملکه
بس ، تر پيسو پوري ته نه لرې دهيچا لحاظ

لار دي وهلې په ازل کي د ه شيطان ملکه
شا عران هيڅکله پر حقه وينا نه بېر ېږي

با يد چي ووايي رښتيا پر هر ميدان ملکه
مد ا م به زه درو ېش و تاته د ا ښېرا کومه

پر تا دي ټکه را شو ه سي د ا سمان ملکه(١٣)
ښاغلى دروېش خوندي له شاعرۍ څخه دا جاج اخيستلاي سو چي رښتيا هم دنوموړي شاعري د پوره هيوادپالني رنګ او خوند لري او د پاتريو تيزم ايډيال( دهيوادپالني د بشپړتيا لوړ معيار او مثال ) پکښي نغښتى دى .
بشر چي مځکي ته راغلى ستونزه ورسره سمدستي پيدا سوې خو همدا بشر د ستونزو په وړاندي دا ډبرين توان هم لري چي حل يې کړي.
شاعر کولاي سي چي د خپل شعر په ځواک تاند روحيات هڅاند کړي او د روښنايي په لور يې سم کړي ،د روحياتو په تغير سره فزيکي تغير رامنځ ته کيږي او دا تغير بايد سړى دځان ، هيواد او ټولني د بقا لپاره وکاروي .
( ډاکټر ګوستاولوبون ) وايي :د روحيې تغير تل دلويو مادي تغيراتو سبب ګرځي ، ليکن مادي تغيرات روحي اصول او قواعد نه سي اليشولاي ، دځينو مللومادي ترقي هم کله دهغوي معنوي ترقي ورکوي .
دحاجي شاه محمد دروېش خوندي په څېر دهيواد هر ځوان شاعر اړ دى چي دخپل شاعرۍ يوه درنګه پانګه هيواد پالني او هيواد ساتني ته ځانګړى کړي تر څو دهيواد په نوي نسل کي دهيواد نۍ ميني جذبه دښې روزني تر څنګ راوټوکېږي
په اخير کي زه د ښاغلي دروېش خوندي ددې خوږې او پياوړي شاعرۍ درناوى کوم او پر يوه ځاي يې ددوو کتابونو ( دميني راز ) او ( پاچا او دروېش ) دشعري ټولګو دچاپ مبارکي ورته وايم او دپښتو ژبي د لابرياليتوب لپاره يې د لايزال څښتن په دربارکي دنور کړاو چوپړ دعا کوم .

اخځليک :
١- صله رحمي : کتاب ((باچااودروېش)) ليکوال:شاه محمددروېش خوندي ٤ مخ .
٢- دزېرخانې لېوه : همدا اثر . ٥مخ .
٣- دسولي ارمان : همدا اثر .٨ مخ .
٤- دنفاق توره : همدا اثر . ٩ مخ .
٥- اولس ته خطاب : همدا اثر . ١١ مخ
٦- پردۍ ناخوالي : همدا اثر .١٧ مخ
٧- دښمن ته يو بازو يو : همدا اثر . ٢٢ مخ
٨- بې عقل مامور : همدا اثر . ٣٠ مخ
٩- زلميه : همدا اثر . ٣٣ مخ
١٠- دهجرت اختر : همدا اثر . ٥١ مخ
١١- دافغانانو ټاټوبى : همدا اثر . ٥٥مخ
١٢- پښتنه مور : همدا اثر . ٧٥ او ٧٦ مخونه
١٣- دوطن سندره : همدا اثر . ٦١ او ٦٢ مخونه
١٤- عامه وژنه : همدا اثر . ٨٥ او ٨٦ مخونه
١٥- چپه زېنګى : کتاب ((دميني راز)) . ليکوال شاه محمد دروېش خوندى ٤١ او ٤٢ مخونه
١٦- مقام زن در آريانا وافغانستان امروز : ( ستانېزى )
١٧- دعلامه حبيبي شل مقالې : اتمه برخه
١٨- ژوري خبري : د استاد ميرزا عالم حميدي ليکنه
١٩- دپښتو ادبياتو تاريخ : دوهم ټوک اکاډمېسن ( روهي )
٢٠- کوشانيان : دمقالو مجموعه .
٢١- دپرون او سبا افکار : ليکوال ډاکټر ګوستاولوبون ژباړن : استاد محمد ابراهيم خواخوږى .
٢٢ – د پښتو ادبياتو تاريخ دوهم ټوک (٥٩٧ مخ ) ليکوال : علامه عبدالحى حبيبي .
پای