مطبوعاتي اعلامیه


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ګلبت خان مومند
  • 428

کابل – د جدي ۱۶
د وزیر محمد ګل خان مومند فرهنګي ټولنه د ننګرهار ولایت د روداتو په ولسوالۍ کې د شوې پېښې له امله خپله ژوره خواشیني څرګندوي.
ټولنه په هېواد کې د بې ګناه و ګړو وژل ، د هر چا له خوا چې وي، په هر نامه چې وي او په هرو شرایطو کې چې وي بې درېغه او په کلکه غندي.
د وزیر محمد ګل خان مومند فرهنګي ټولنه د ننګرهار د روداتو دپېښې شهیدانو ته د لوی الله له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي، ټپیانو ته د عاجلې شفا هیله کوي ، د شهیدانو له کورنۍ سره په غم کې ځان شریک ګڼي او د سیمي غیرتي ولس ته له خدایه زغم او حوصله غواړي.

ګلبت خان مومند
د وزیر محمدګل خان مومند د فرهنګي ټولنې رییس