افغان حکومت: د مونیخ کنفرانس ګډونوالو اندېښنې بې ځایه دي

افغان حکومت: د مونیخ کنفرانس ګډونوالو اندېښنې بې ځایه دي


  • 2 مياشتي دمخه (18/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 190

سرپرست حکومت د مونیخ کنفرانس کې د افغانستان په اړه راپورته شوې اندېښنې بې ځایه وبللې.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان تر بل هر وخت امن دی او هیچاته ترې ګواښ نه پېښږي.

نوموړي ویلي، افغانستان کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او خلک هر ډول امنیت لري.

د هغه په خبره، د کرنسۍ ارزښت ساتل شوی، هېواد په اقتصادي او علمي برخه کې پرمختګ کړی ، لویې او وړې پروژې پیل شوي؛ خو بیا هم له هېواده بهر د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کول دا ښیي، چې یا هېوادونه د افغانستان په اړه مالومات نه لري او یا ځینې مغرضې کړۍ ورته ناسم مالومات ورکوي.

د مونیخ کنفرانس کې ویل شوي وو، چې افغانستان کې د ښځو د کار او زدکړو حقونه نه دي ورکړل شوي.