د ننګرهار د نوې نومول شوې ولايتي شورا غړي مفتي معين شاه حقاني سره مرکه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رغاند
  • 1157

تېره ولايتي شورا د ولس پر ځاى د خارجيانو تر څنګ ولاړه وه
د ننګرهار زياتره رياستونه له تجارانو سره ټيکه دي، مونږ له ولس سره تعهد کړى چې بدلون به راولو.

– نړۍ اونيزه

نړۍ: وکيل صيب ! لومړی که په لنډ ډول ځان راوپېژنئ او خپله ګوندي سابقه راته ووايئ؟
حقاني: بسم الله الرحمان الرحيم، زه مفتي معين شاه حقاني موجوده ولايتي شورا ته کانديد وم، البته الحمدلله اوس  ولسونو په رايو او ملاتړ کامياب شوی يم، زه له ولسونو نه په دې انتهايي مشکور يم او مننه ترې کوم او له خدای پاک نه اميد لرم چې د دوی د خدمت مصدر وګرځم او دوی چې رانه څه هيلې او اميدونه لري، هلې ځلې ورته  وکړم.
نړۍ: حقاني صيب! دلته وويل شول چې تاسې د حزب اسلامي کانديد وئ، همداسې وويل شول چې ستاسې د ګوند نور غړي هم کامياب شوي، په دې اړه که څه ووايئ!
حقاني: يو خبره خو دا ده چې يو هغه کسان دي چې په رسمي توګه د انتخاباتو له کميسون سره راجستر شوي دي، چې هغه دوه کسان دي او زه خپله او ډاکټر لعل محمد درانی مستقل کانديدان وو چې حزب اسلامي پخپلو حوزو کې راڅخه ملاتړ کړی دی چې مونږ ترې مننه کوو.
نړۍ: تاسې به په ولايتي شورا کې ګوندي فعاليت هم کوئ؟
حقاني: انشالله چې زمونږ ګډ هدف خو دادی چې دلته ملي او اجتماعي ګټو لپاره کار وکړو، زمونږ ملي ګټې په نظرکې دي، مونږ په پام کې لرو چې دلته د ملت لپاره کار وشي، نه د حزب او نورو ګوندونو لپاره، ځکه تفرقو زمونږ هېواد وران کړی دی، حزب اسلامي مشران زمونږ مشران دي، انشالله د هغوی دريځ هم همداسې دی.
نړۍ: ستاسې ژمنې څه وې خلکو سره، د کمپاينونو پر مهال ، که په څرګندو ټکو يې ووايئ د ننګرهار په ولايتي اداره کې مو د څه بدلون ، سمونې او اصلاح ژمنه کړې وه او اوس ورته ژمن ياست کنه؟
حقاني: يقيناً چې مونږ ته ولس رايه راکړې ده، ها تېره ولايتي شورا چې وه د هغې وکيلان هم ولاړ وو، اکثره ناکامه شوي دي، هغو نه خلک خپه وو، د هغو چې کومه پالېسي وه، زما په نظر کې ناکامه وو، مونږ ولس سر تعهد کړی دی چې مونږ به بدلون راولو ځکه دلته ځينې رياستونه تجارانو سره ټېکه دي.
نړۍ: دا په کومو برخو کې؟ داسې څرګنده يادونه که يې وکړئ.؟
حقاني : زه خو وايم د ننګرهار څومره ادارې چې دي په اداري فساد باندې ککړې دي، حتا ولايت په غټه سطحه باندې ککړ دی، دلته شخصي پاټکونه جوړ شوي دي، له واړه نه واخله تر غټه پورې، رېس نه تر وزيره پورې، والي صيب نه مقصد تر دغه پورې، چې دا يوه واضحه خبره ده، يانې د اداري فساد له منځه وړل زمونږ لومړنی هدف دی، لومړنی ټارګټ دی، دې کې انشالله د ولايتي شورا ټول نوي غړي پريکړې ته رسيدلي، بل په ننګرهارکې په موجوده دور کې تقريبا اته ،لس داسې ولسوالان قرار لري چې هغه په الف او ب باندې يوه لويه سرچينه ده، مونږ به کوشش وکړو چې داسې نا اهله او په اداري فساد ککړ له ادارې نه وباسو او پر ځای يې اهل خلک راشي چې ولس ته يې خير ورسي.
نړۍ: حقاني صيب وېل کېږي چې ستاسې دنده يوازې مشوره ورکول دي، تاسې ويل چې دلته فساد شته، ان د والي په کچه او د نورو په کچه، نو دغه خلک که تاسې سره دا ونه مني چې ستاسې په خبره دا بېسواده ولسوالان او چاوراکي له واکه لېرې نه کړي نو ستاسې غبرګون به څه وي؟
حقاني: ډېره بښنه غواړم، دا خبره داسې نه ده، مونږ د ولايتي شورا وکيلان د ولس د رايو په نتيجه کې راغلي يو، مونږ پخپلو وظيفو او مسوليتونو پوهېږو، صرف مشورې نه دي، د دولت د ادارو څارل دي، د فساد مخنيوی دی، دا زمونږ مسوليت دی چې د دوی نېمګړتياوې په ګوته کړو او په هغې کې ورسره ګډ تصميم ونيسو، دې کې به زمونږ مشورې خامخا منل کېږي، زمونږ مشورې به منل کېږي، داسې به نه وي چې سمبول به دلته ناست يو ، دا شورا به ها پخوانۍ شورا نه وي.
نړۍ: پخوانۍ شورا کې څه داسې نېمګړتيا وه چې له منځه وړل يې غواړئ، د هغې شورا په اړه وېل کېږي چې غړو يې اکثره د شخصي روابطو له مخې پر والي او نورو چارواکو فشار راوړه چې ځينې خلک پر دندو وګوماري، دا خبره تاسې منئ؟
حقاني: دې اړه باندې زه معلومات نه لرم، خو مهمه مسئله چې زه يې ګڼمه د خارجيانو لخوا زمونږ د خلکو کورونو ته اوښتل دي، چې دا مسله مونږه مخکې هم ولايتي شورا ته مطرح کړې وه خو هغوی هم د خارجيانو څنګ ته ودريدل، دوی سره له دې چې د ولس نمايندګان وو خو د ولس څنګ کې ونه دريدل، نو داسې مسئلې چې د ولس دولت او خارجيانو سره دي دې کې به کوشش کوو چې دا له منځه يوسو.
نړۍ: ډېره مننه مفتي صيب، کور ودان
حقاني:مهرباني، له تاسې هم مننه